1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا پخواني پیلوټان د نوو پيلوټانو روزلو ته مجبوریږي؟

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۱ شهریور ۲۱, دوشنبه

د نظامي چارو کارپوهان وایي چې طالبان هغه پیلوټان چې له دې ډلې سره یو ځای شوي دي، دې ته واداره کوي چې نوي پیلوټان وروزي. د شنبې په ورځ د سقوط شوي بليک هاک چورلکي بیه شا او خوا ۳۵ میلیونه ډالره ده.

په کابل کې د شنبې په ورځ د یوې بلېک هاک، څرخي الوتکې د رالویدو خبر ورکړل شوی
په کابل کې د شنبې په ورځ د یوې بلېک هاک، څرخي الوتکې د رالویدو خبر ورکړل شویانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د شنبې په ورځ تر ماسپښین وروسته په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس پر لاس کېده چې د کابل ښار په لویدیځ کې د یوې الوتکې رالویدل ښيې. تر دې وروسته د طالبانو د دفاع وزارت په یوه پوځي اډه کې د دغې څرخي الوتکې رالوېدل تائید کړل.

د طالبانو د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي ول چې په کابل کې د یوې پوځي څرخي الوتکې د رالویدو په پېښه کې دوه پیلوټان او د عملې یو تن وژل شوي او نور پنځه کسان ټپیان شوي دي.

طالبانو رالوېدلې څرخي الوتکه «بلېک هاک» ډوله یاده کړې او ویلې یې دي چې دغه الوتکه د شنبې په ورځ (د ۱۴۰۱ د وږي ۱۹مه) د یوه ازمایښتي پرواز په ترڅ کې د تخنیکي ستونزې له کبله سقوط کړی دی.

په لومړي سر کې ځینې سرچینو ویلي وو چې د پخواني اردو یو پیلوټ ادریس مهمند چې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته له طالبانو سره یو ځای شوی وو، په دغه پېښه کې وژل شوی دی. خو د سیمي ځایي خبریالان وایي چې په دغه پېښه کې دوه پیلوټان چې د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ او بل یې د پیج درې اوسیدونکی دی وژل شوي دي. د رپوټونو له مخې ادریس مهمند هغه پیلوټ وو چې د طالبانو له لوري د کابل د نیول کیدو په ورځ یې څرخي الوتکه کونړ ته بیولې وه او بیا وروسته یې طالبانو ته تسلیم کړه. تر هغه وروسته نوموړي پیلوټ د طالبانو د هوایي ځواکونو په لیکو کې فعالیت درلود.

افغانستان کې د ډرون برېدونو ډېرېدل؛ امریکا کومې موخې څاري؟

د پخواني حکومت د وسله والو قواوو ویاند اجمل عمر شینواری په دغه پېښه کې د یوه پيلوټ وژل کیدل تائیدوي، خو وایي چې دغه پیلوټ په پخواني حکومت کې د پرواز اجازه نه درلوده.

ځینې سرچیني دا هم وایي چې طالبان د پخواني حکومت پیلوټان چې له دوی سره یو ځای شوي دي، دې ته واداره کوي چې نوي پیلوټان ورزوي، پرته له دې چې الوتکې د یوه تخنیکي ټیم له لوري کنترول شي.

امريکا د افغانستان د پخواني اردو الوتکي اوکراين ته ورکړي؛ طالبان يې بيرته غواړي

اجمل عمر شینواري، دویچه ویله ته ویلي دي چې «بلېک هاک، ام بي او اې ۲۹...» ډوله الوتکې باید ارزیابي شي او په افغانستان او د سیمې په هیوادونو کې هیڅوک د هغې د اساسي حفظ او مراقبت ظرفیت نه لري.

جنرال شینواری په کابل کې د بلېک هاک، څرخي الوتکې رالویدو ته په اشارې سره وایي چې طالبانو د پخواني حکومت یو ناکامه پیلوټ دې ته واداره کړی وو چې دغه هلیکوپتر ته پرواز ورکړي.

د بلېک هاک څرخي الوتکې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د افغانستان پخوانۍ اردو ته ورکړل شوې وېانځور: Paul Miller/EPA/picture alliance

نوموړی زیاتوي: «په اوسینو شرایطو کې په افغانستان کې هیڅ کومه الوتکه او یا څرخې الوتکې د استفادې وړ نه دي او باید له دې کار وا نه اخیستل شي. خو په عامیانه اصطلاح دا د طالبانو د ډلې سرزروي ده چې یو شمیر ناکامه پیلوټان چې پخوا یې د پرواز اجازه نه درلوده، په جبر او زور مجبوروي، څو دغه الوتکې والوزوي. د دې ترڅنګ هغه کسان چې آن یو ساعت ابتدایي زده کړې یې هم نه دي کړي، غواړي پیلوټان کړي.»

شا او خوا ۵۰ بلېک هاک الوتکې د امریکا متحده ایالاتو له لوري پخوانۍ افغان اردو ته ورکړل شوې وې.

یوه بلېک هاک الوتکه میلیونونه ډالره بیه لري

د جنرال عمر شینواري په خبره د متحده ایالاتو له لوري د افغانستان پخوانۍ اردو ته ورکړل شوې یوې بلېک هاک الوتکې بیه ۳۵ میلیونه ډالرو ته رسیږي: «دا یوه ډیره لوړه بیه ده، د دغې الوتکې حفظ او مراقبت هر وار له درو تر څلورو میلیونو ډیریږي.»

د افغانستان هوايي حریم څومره خوندي دی؟

د نظامي چارو پوهان زیاتوي چې کله امریکا په افغانستان کې حضور درلود نو په دوامداره ډول به د الوتکو مراقبت او تخنکي ارزونه کیده او له افغانستانه د باندې شرکت یې مسئولیت پر غاړه درلود.

د هغوی په خبره له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره ډېري دغه څرخي الوتکې د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته انتقال شوې او یو شمیر یې امریکایي ځواکونو د نه استفادې وړ وګرځولې.

د پوځي چارو کارپوه اسد الله ندیم، په دې هکله وایي: «قطري او پاکستاني انجینرانو یو شمیر دغه الوتکې ترمیم کړې او د طالبانو په اختیار کې دي، خو طالبان په ډیرې بې پروایي او د یوه خر په شان له دغه هوایي تخنیک سره چلن کوي.»

دغه کارپوهان په کندهار او شبرغان ولایتونو کې د کابل ورته پېښې ته اشاره کوي او وایي چې طالبان پرته له دې چې په تخنیکي ډول دغه الوتکې کنترول شي، استفاده ترې کوي چې د پیلوټانو د وژل کیدو او د دغه ګران بیه هوایي وسیلې د له منځه تللو سبب ګرځي.

اسدالله ندیم د پیلوټانو د زده کړې په هکله وایي: «زده کړه او د پیلوټانو چمتو کول ساده کار نه دی او د زده کړو او تخنیکي لحاظه په میلیونونو ډالر لګښت لري او یو جدي بهیر طی کوي، څو پرواز ته اماده شي.»

د دویچه ویله پر مکررو تماسونو سربیره د طالبانو دفاع وزارت د دغه ګران بیه پوځي څرخي الوتکې او د وژل شوو پیلوټانو په هکله د نور جزئیاتو ورکولو ته حاظر نه شو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل