1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا پر روسیې د اروپايي ټولنې بندیزونه اغېزمن دي؟

۱۴۰۱ مرداد ۱۰, دوشنبه

د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ تګلارې مشر له دويچه ويله سره په مرکه کې ډاډ څرګند کړ چې روسيه به ژر يا وروسته ماته خوري. په ورته وخت کې د تحریمونو اغیز د جګړې یوه برخه ده.

Belgien Brüssel | Josep Borrell
انځور: Alexandros Michailidis/EU

د فبرورۍ په وروستیو کې پر اوکراین د روسیې له برید سره، اروپايي ټولنې د بندیزونو شپږ بستې تصویب کړې. د دغو بندیزونو پر بنسټ له روسیې سره چې یو وخت یې مهم اقتصادي شریک و، نږدې ټولې اقتصادي تبادلې بندې کړې.

خو ځینې استثناوې شته لکه ګاز، تیل چې د پایپ لاین له لارې لیږل کیږي، خواړه، غلې او ځینې کیمیاوي سرې په بندیزونو کې شامل نه دي.

د اروپايي ټولنې شورا چې د ۲۷ غړو هيوادونو استازیتوب کوي وايي، پر ۱۲۱۲ کسانو او ۱۰۸ شرکتونو او نورو ادارو بندیزونه لګول شوي دي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، د بهرنيو چارو وزير او د پوتين د حلقې ډېر بډايه مشران په بنديزونو کې شامل دي.

د روسیې د مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو نیمایي زیرمې بندې شوي او د نړیوال مالي راکړې ورکړې سیسټم "SWIFT" ته د دې هیواد بانکونو لاسرسی قطع شوی دی. روسیې ته د غربي ټیکنالوژۍ، هوايي چلند تخنیکونو، الکترونیکي او عصري  توکو پر صادراتو بندیز لګول شوی دی.

تر ۱۰۰۰ زیات لویدیځ شرکتونه د روسیې له اقتصادي حوزې څخه وتلي دي. پر اروپايي ټولنې سربېره امریکا، کاناډا، جاپان، سویس او بریتانیا هم پر روسیې بندیزونه لګولي دي.

د تحریمونو په برخه کې د "کورکتیو" په نوم څیړنیزې شبکې ویلي دي چې پر اوکراین باندې د روسیې له برید وروسته د نړیوالې ټولنې د اقداماتو شمیر ۶۸۲۵ ته رسیدلی دی. د یوه هیواد په وړاندې دومره بندیزونه په تاریخ کې بې سارې دي.

د مجازاتو اقدامات څنګه او کله اغیزمن کیږي؟

اوس پوښتنه دا ده چې دا بندیزونه څه ډول اغېز کوي او ایا کولای شي د کرملین د جګړې تګلاره بدله کړي؟

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې د روسیې اقتصاد تر سختو بندیزونو لاندې دی: »د روسیې د اقتصاد موثریت شاوخوا ۱۰ سلنه کم شوی دی. دوی به له دویم نړیوال جنګ را وروسته  ترټولو خراب اقتصادي بحران تجربه کړي.«

بوریل دا مني چې اروپايي اتحادیه لاهم د ګازو په برخه کې په روسیې پورې تړلې ده، خو دا به په څو میاشتو کې بدلون ومومي: »موږ اوس هم ګاز اخلو، خو موږ لا دمخه له روسیې څخه خپل واردات نیمایي ته کم کړي دي. تاسو باید د یوې معجزې تمه ونه کړئ.»

هغه زياته کړه: باید وویل شي چې روسیه نشي کولی په لویدیځ کې د ګازو د صادراتو په پیسو سره د خپلو ټانکونو له پاره ټیکنالوژي واخلي. دوی پیسې لري، خو په هغې څه نه شي ترلاسه کولی.«

په همدې حال کې د اقتصادي مطالعاتو په برخه کې د یو شمېر مشهورو پوهنتونونو او انستیتیوتونو د څېړنو پایلې د روسیې او لوېدیځو بندیزونو د احتمالي اغېزو په اړه موجودې دي.

دا ټولې څېړنې سږکال په روسیه کې په اقتصادي په برخه کې د پام وړ کمښت راپور ورکوي.

د پیسو نړیوال صندوق دا کمښت ۱۵ سلنه او اروپايي اتحادیه ۱۰ سلنه اټکل کوي.

انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د زوریخ یوه اقتصادي څیړونکې ماریا شاګینا د ۶ سلنه کمښت خبره کوي. هغه د ستراتیژیکو مطالعاتو(IISS) نړیوال انستیتیوت کې کار کوي.

روسیه باید خپل ځان بیا منظم کړي

ماریا شاګینا دویچه ویله ته وویل: »روسیه اوس هم خپل تیل او ګاز په بې ساري بیو پلوري، په دې توګه خپلې جنګي خزانې ډکوي هغه هم تر هغې سطحې چې له جګړې مخکې وي له همدې امله، موږ له داسې وضعیت سره مخ یو چې داسې ښکاري بندیزونه پر روسیې ډیر اغیز نه لري.»

هغه زیاتوي: «خو د کوچني اقتصاد په کچه، وضعیت توپیر لري، په ځانګړې توګه د موټرو او هوايي چلن صنعتونو کې. په دې برخو کې د شاته تګ سلنه  ۸۰ تر ۹۰ پورې ده.»

د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال انستیتیوت څیړونکی وايي چې روسیه باید په بشپړ ډول خپل اقتصادي ماډل بدل کړي، ځکه چې اوس نو مالي سرچینو او لویدیځو بازارونو ته لاس رسی نه لري: »روسیه به د صنعتي کیدو برعکس پروسه تجربه کړي. دا چې روسیه به څومره ژر وکولی شي دا پروسه بریالۍ کړي او ځان د مثال په توګه له چین یا هند سره یوځای کړي، یوه لویه پوښتنه ده.»

محدود انتخابونه

له نړیوال اقتصادي انستیتیوت څخه پولیان هینتس وايي، بندیزونه به خامخا پر روسیه اغېز وکړي.
هغه دویچه ویله ته وویل، دا نظر چې لوېدیځ د روسیې په پرتله د بندیزونو له فشار څخه ډیر زیانمن شوی، یو غلط پوهاوی دی: »کله چې موږ د سوداګرۍ احصایې ته ګورو، موږ وینو چې د روسیې اقتصاد د بندیزونو له امله ډیر زیانمن شوی دی. دا د هغه څه په پرتله خورا ډیر دی چې د اروپا اقتصاد ورسره مخ دی. او دا په هیڅ صورت د پرتلې وړ نه دی.«

دا خورا ستونزمن کار دی چې د کریملین له خوا پرمخ وړل شوي روسي توکو ته د تولید تنظیم بدل شي، ځکه چې د روسیې صنعت لوېدیځ او تخنیکي پوهې ته اړتیا لري.

د آلمان د کیل ښار څخه د دغه اقتصاد پوه په خبره، دا هم ستونزمنه ده چې د تیلو او ګازو له پاره نوي پیرودونکي پیدا کړي. هغه ګاز او تیل چې نور اروپا او امریکا ته نه صادریږي: «که ریښتیني اوسو، دا یو هیله ده، ځکه چې د پایپ لاین شتون نه لري. مثال چین ته پایپ لاینونه شتون لري، مګر دا ممکن د هغه څه ۱۰ سلنه  ظرفیت وي چې اروپا ته صادریږي. اوس مهال د دغو پایپ لاینونو له پاره چې اروپا ته ګاز ورکوي کوم بل بدیل نشته.»

د یولیان هینتس په وینا، بندیزونه به په اوږد مهال کې خپل بشپړ اغیز وښیي.

د اروپايي اتحادیې د لوړ پوړی ډیپلومات جوزپ بوریل په څیر سیاستوال څخه د ډیر زغم تمه کیږي. هغه باور لري چې روسیه به په تدریجي ډول له نورې نړۍ څخه جلا شي: »یو عصري اقتصاد، د اقتصادي او تخنیکي قدرتونو سره له اړیکو پرته کار نشي کولی. دا به د روسیې اقتصاد ته سخت زیانون ورسوي. ښايي سبا به داسې نه وي. له بده مرغه دا جګړه به دوام وکړي. خو د [روسیې] اقتصاد به سخت زیانمن شي.»

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسئول وايي، یوه ورځ به موږ دې ټکي ته ورسېږو چې »پوتین باید د خپلو خلکو له پاره د توپک او مرمیو ترمنځ انتخاب وکړي، خو زه پوهیږم چې هغه د خپلو خلکو پروا نه لري.«

»بندیزونه ډیر کم د سیاست پالیسي بدلوي«

پریکړه کونکې پوښتنه دا ده چې ایا اقتصادي بندیزونه کولی شي د روسیې د حاکم رژیم سیاسي اراده بدله کړي؟

په دې اړه د برلین د آزاد پوهنتون د ختیځې اروپا انستیتوت مشر الکساندر لیپمان له دويچلند فونک راډیو سره په خبرو کې وويل چې اقتصادي زیان به پر ولادیمیر پوتین په څیر جنګسالارنو اغېزه و نه کړي: »بندیزونه به په اونیو او میاشتو اغیزه و نه لري. موږ باید صادق واوسو. ډیرې څېړنې شته چې وايي بندیزونه یوه وسیله ده چې په اوسط ډول اغېزمنه نه ده. په ډیرو مواردو کې بندیزونه پر بندیز لرونکو هیوادونو اغیزه نه کوي.«

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب