1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آیا پلاسما درملنه به د کرونا د ناروغانو ژوند وژغوري؟

۱۳۹۹ فروردین ۲۲, جمعه

په چین کي یوه پلټنه ښيي چي د کووید ۱۹ د ناروغانو د درملني له پاره د ویني له پلاسما څخه ګټه اخیستنه بریالۍ ښکاري. اوس په جرمني کي د هغه کلینیکي تجربې پیل سوي.

Illustration Coronavirus
انځور: Reuters/U. Marcelino

هر څوک چي په یوې ویروسي ناروغۍ اخته وي او بیرته وژغورل سي، نو بدن یې د ناروغیو د عواملو پر وړاندي انتي باډي تولیدوي او په راتلونکي کي له هغو څخه په امان وي. اوس په پام کي ده چي په جرمني کي په کلینیکي تجربو د هغو کسانو د انتي باډي څخه د کووید ۱۹ د سختو ناروغانو د درملني له پاره ګټه واخیستل سي، چي مخکي په کووید ۱۹ اخته سوي ول او اوس جوړ سوي دي.

په همدې دلیل د آلمان څو کلینیکونه د هغو جوړو سوو کسانو په لټه کي دي چی د کووید ۱۹ د سختو ناروغانو د درملني له پاره خپل د ویني د پلاسما ورکولو ته حاضر وي.

د جرمني د ایرلانګن د کلینیک د ویني د انتقال د طبي څانګي مشر، هولګر هاکشتاین ویلي دي چي د درملني دغه پلاسما د ناروغۍ بهیر کمزوری او لنډوي. هغه تجربې چي په چین کي ترسره سوي، دا خبره تائیدوي.

سربیره پر دې د هسن ایالت پاول ایرلیش انستیتوت ویلي دي چي دې ته اړتیا لیدل کیږي چي د درملني د پلاسما د تاثیراتو په هکله لا زیاتي کلینیکي تجربې تر سره سي.

چینايي پلټونکي د دغې پلاسما اغیز د کووید ۱۹پر لسو ناروغانو آزمویلې او نتیجه یې د امریکا متحده ایالاتو د علومو اکاډمۍ په نسخه کي خپره کړې ده.

ساینس د کرونا ویروس پر وړاندې

03:20

This browser does not support the video element.

د دغو کارپوهانو د پلټنو نتایج ښيي چي د ویني پلاسما تر انتقالولو دوې ورځي وروسته د دغو ناروغانو حالت ښه سوی دی. د دغو پلټنو لیکوونکي دا نتیجه تر لاسه کړې چي د درملني پلاسما د کووید ۱۹ ناروغانو له پاره یو ښه احتمالي چلند دی.

د پاول ایرلیش انستیتوت رئیس کلاوس سیشوتیک د چینايي کارپوهانو د تحقیقاتو نتایج زړه آراموونکي بولي خو وايي چي دا نه سي کیدای چي د دغي درماني میتود له پاره یو سند و اوسي. هغه زیاتوي: «د هغو ناروغانو شمیر چي تر تجربو لاندي نیول سوي، نسبتاً لږدی.»

هغه له دغو پلټنو څخه په ملاتړ وايي چي، موږ خوشحاله یوو چي د دغي کړنلاري په هکله هلي ځلي سوي دي. د هغه په خبره اوس په جرمني کي د درملني د پلاسما په هکله کلینیکي آزمویني پیل کیږي او څو میاشتي وروسته به یې نتایج معلوم سي.

د ایرلانګن کلینیک ویلي دي چي دوی لومړنی صحي مرکز دی چي دا اجازه یې تر لاسه کړې تر څو د درملني پلاسما تجربه کړي.

هاکشتاین ویلي دي چي دا کار واقعاً سخت دی او تر یوې یا دوو اونیو پوري به د کووید ۱۹ لومړني ناروغان د دغي پلاسما په مرسته تر درملني لاندي ونیول سي.

مخکي له دې چي ناروغان د ویني دغه پلاسما ترلاسه کړي، دې ته اړتیا لیدل کیږي چي په لابراتوارونو کي نوري تجربې هم تر سره سي.

ډاکټران کولای سي د ویني د پلاسما له ۶۰۰ تر۸۰۰ لیټرو پوري دوه ناروغان تر درمني لاندي ونیسي. له همدې کبله په پام کي ده پر هغو ناروغانو تطبیق سي چي سخت ناروغ وي.

د انتي باډي د تقویې په خاطر د ویني د پلاسما درملنه کومه نوې خبره نه ده. هاکشتاین وایی: «دا کار له ډیره وخته راهیسي پیژندل سوی دی.»

د سارس، مرس او ایبولا د ناروغيو د درملني له پاره هم له دغه میتود څخه استفاده سوې ده. د هغه په خبره د پلټنو نتایج به دا وښيي چي آیا دغه میتود به د کووید ۱۹ ناروغانو د درملني په برخه کي هم اغیزمن واقع سي او که څنګه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب