1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا په خپلوانو کې واده کول مخ پر کمښت دي؟

۱۴۰۳ آبان ۱, سه‌شنبه

په خپلوانو کې واده کول تر ډیره په افغانستان او پاکستان کې عام دی. خو ظاهراً دا ډول ودونه په بريتانیا کې د پاکستاني ټولنې تر منځ پر کمېدو دي. ولې؟

بریتانیا میشتو پاکستانیانو په خپلو کې ودونه کم کړي
بریتانیا میشتو پاکستانیانو په خپلو کې ودونه کم کړيانځور: Divyakant Solanki/dpa/picture alliance

د "برادفورډ بورن" څیړنیز پروګرام راپور موندلې ده چې په برادفورډ، برمینګهم او د لندن په ریډبریج، کې ۲۰ تر ۴۰ سلنه د ماشومانو مړینې په خپلوانو کې د ودونه له امله رامنځته کیږي، ځکه چې جنیتکي او کروموزومي ستونزي له ځانه سره لري.

په خپلوانو کې ودونه په بریتانیا کې میشت پاکستانیانو په مینځ کې اوس هم شته، خو داسي ښکاري چې اوس دغه څه ډېر کم شوي دي. په څېړنه کې ښودل شوې ده چي د ۶۰ سلنه پاکستانیانو ودونه په بریتانیا کې په خپلوانو کې ول، خو اوس دغه فیصدي ۳۰ سلنې ته راکښته سوې ده.

پاکستان؛ هغه میرمن چې د خپلې اولاد له پاره یې دودونه مات کړل

02:55

This browser does not support the video element.

د برمنګهم روغتون داکټر شبي احمد، خبرداری ورکوي چې په خپلوانو کې ودونه جنیتکي مسائیلو ته د پام وړ خطر زیاتوي.

هغه زیاته کړې ده چې دا ستونزي یوازي پا پاکستانیانو او کشمیریانو کې نه دي، بلکې په عربي ټولنو لو نورو ډلو کې هم شته.

dw_hotspotasia

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب