1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هوا د ککړتيا د راکمولو د طالبانو هڅې به اغیزمنې وي؟

شعیب تنها شکران
۱۴۰۱ آبان ۲۳, دوشنبه

د چاپیریال ساتنې ملي اداره وایي د ژمي په راتګ سره د تیلو او ګازو نرخونو لوړیدو په هیواد کې د غیري معیاري سون توکو څخه ګټه اخیسته ډیره کړې ده. د همدي سون توکو کارول د هوا ککړتیا او د تنفسی ناروغیو د زیاتیدو لامل ګرځی.

Afghanistan Luftverschmutzung Kabul
انځور: Getty Images/M. Hossaini

د هوا له سړېدو سره سم د کورونو ګرمولو لپاره د ډبرو سکرو، لرګیو، بې کیفیته تیلو او ډیری نورو غیري معیاري توکو څخه ګټه اخیستنه ډیره سوي ده .له کورونو، فابریکو او سوداګریزو ځایونو څخه خارجيدونکي دود د افغانستان د لویو ښارونو هوا ککړه کړي ده. د افغانستان ډیری اوسیدونکي له دې حالت څخه رنج وړي او وایي په بیلابیلو تنفسي ناروغیو اخته سوي دي. ښاریان  طالبان تورنوي چې په افغانستان کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې پاته راغلي دي.

د کابل اوسیدونکي نثار احمد دویچه ویله ته وویل: «ډیر لوګی د حمامونو او کوچینو صنفي فابریکو څخه تولید کیږي. د کابل هوا په دې ورځو کې دومره خرابه سوې چې د کورنۍ دوه غړي مې په تنفسې ناروغیو اخته سوي .»

د روغتيا وزارت: د هوا د ککړتيا له امله ناروغ شوي ۱۷ کسان مړه شوي دي

هغه وایي چې طالبان د هوا د ککړتیا د مخنیوي او د دې د مديريت له پاره هیڅ پلان نلري.

د هرات اوسیدونکی محمد طارق وایې: «خلک مجبور دي چې د خپلو کورونو او حمامونو د ګرمیدو لپاره له لرګیو، ډبرو سکرو او پلاسټیکي توکو څخه کار اخلې، ځکه د ګازو او تیلو نرخونه لوړ سوي او پر لوړو قېمتونو هیڅ څارنه نه کیږي.»

ویل کیږي چې ماشومان او لوړ عمر لرونکي کسان په افغانستان کې د هوا د ککړتیا څخه ډېر رنج وړي.

د کابل يو تن اوسیدونکی، ذبیح الله وایي: «زه د کابل ښار په لسمه ناحیه کې ژوند کوم، هوا ډېره ککړه ده. یوه اونۍ وړاندې مې خوری د نفس تنګۍ له مشکل سره مخ شو او اوس په روغتون کې بستر او تر تداوۍ لاندې دی.»

په کابل کې د هوا ککړتیاانځور: AFP/Getty Images

په همدی حال کې د طالبانو د چاپیریال ساتنې ادارې د نظارت او څارنې سرپرست ریس انجینر محمد بصیر امین په کابل او د افغانستان په لویو ښارونو کې د هوا ککړتیا تاییدوي.هغه له ښاريانو وغوښتل چې پخپلو کورونو، حمامونو او فابریکو کې د لوګې د تصفیه کوونکو فلټرونو څخه ګټه پورته کړي.

د هغه په خبره: «یواځې په کابل کې ۶۴۴ زره د هستوګنې کورونه شته او اکثریت کسان د خپلو کورونو د ګرمیدو لپاره د ډبرو سکرو او نورو غیري معیاري موادو څخه استفاده کوي چې دا د کاربن ډاي اوکساید ګازو د زیاتیدو باعث هم کیږي.»

«ککړې هوا ۵۰۰۰ افغانان وژلي دي»

هغه همدارنګه وویل :«موږ هڅه کوو چې د مسجدونو او رسنیو له لاری خلکو ته لارښوونه وکړو ترڅو د مایع ګازو او باکیفیته تیلو څخه د خپلو کورونو د ګرمیدو لپاره ګټه پورته کړي.» دا په داسی حال کې ده چې د طالبانود عامې روغتیا وزارت د تیر کال په پرتله سږکال په تنفسې ناروغیو د اخته کسانو شمیر ډیر یادوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زماني دویچه ویله ته وویل: «د ژمې موسم په را رسیدو سره په تنفسې ناروغیو باندي اخته کسان، خصوصاً سینه بغل ډیر سوی او د ماشومانو ډیره برخه د دې ناروغیو قرباني کیږی. »

که څه هم هغه په تنفسي ناروغیو باندي د اخته شوو کسانو او د مړینو په اړه ځانګړې احصاییه وړاندې نه کړه، خو له ښاریانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د کورونو دباندې دې ماسک وکاروي.

د کابل هوا ډیره ککړه ده

02:33

This browser does not support the video element.

په افغانستان کې د چاپیریال ساتنې کارپوهان وایي تر څو چې یوه خاصه بودیجه د هوا د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې ځانګړي نشي، دې وضعيت ته به رسېدګي آسانه نه وي. 

د چاپیریال ساتنې د برخې یو کارپوه قیوم افغان وایې: «په ډیر تاسف سره بې کیفیته تېل او داسې زاړه موټرونه چې د دود د مخنیوی لپاره ځانګړي اګزازونه نلري، په بې مخینه کچه د افغانستان بازار ته داخليږي.»

هغه همدارنګه وویل: «طالبان په نړیواله کچه د اقلیم ساتنې په اړه په ترسره کيدونکو کنفرانسونو کې له ګډونه محروم سوي چې دا کار به د افغانستان د چاپيريال ساتنې پر وضعيت منفي اغیزې ولري.«

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب