1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

آیا کرونا به د ایډز د بیرته ډېرېدو سبب شي؟

۱۳۹۹ آذر ۱۱, سه‌شنبه

د ښو درملو له امله له کلونو راهیسې په ډیرو افریقایي هیوادونو کې په ایډز ناروغۍ د اخته کیدو کچه را ټیټه شوې ده. خو اوس د کرونا وبا د ایډز ناروغانو ته رسیدګي او درملنه لا زیاته ستونزمنه کړې ده.

HIV AIDS in Afrika | Beratung mit Maske in Südafrika
انځور: Bram Janssen/AP/picture alliance

کارپوهان د ایډز ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې (د دسمبر لومړۍ نیټه) په مناسبت د کرونا پاندمۍ له امله د «HIV» ویروس له بیرته ستنیدنې څخه خبرداری ورکوي. په ځانګړي توګه په ډیرو افریقایي هیوادونو کې یو وار بیا ددغه ویروس د ډېريدو احتمال زیات شوی دی.

د ایډز ناروغۍ پر عامل ویروس د اخته کسانو تر نیمایي ډیر یي له دې امله چې په کرونا ویروس اخته نه شي، د خپلو منظمو معايناتو له پاره روغتیايي مرکزونو ته مراجعه نه کوي.

له کامرون څخه داکتر ګیلبرت تِنه، له دویچه سره په خبرو کې وویل: «خلک نور نه غواړي روغتون ته لاړ شي. موږ نور نه شو کولی هغوی ته درمل ورکړو او د ایډز پر وړاندې د ځان ساتنې میتودونو په برخه کې ورته مشورې ورکړو.«

د «HIV» ویروس پر وړاندې له اغیزمنو درملو څخه استفاده د دې سبب شوې ده چې ډیر هغه کسان چې په دې ویروس اخته دي، وکولی شي د ډیرو کلونو له پاره بې له دې چې په ایډز مبتلا شي ژوند وکړي.

له سویلي افریقا څخه داکتر زولیلفا سیفومبار، د روان وضعیت په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره وايي: «ډیر خلک د کنترول له پاره نه راځي او کله چې راشي بیا نو په هغه وخت کې د معالجې له پاره ناوخته شوی وي او دوی مړه کیږي.«

لاسته راوړنې په خطر کې دي

د ایډز وضعیت چې په وروستیو کلونو کې د افریقا په ختیځ او سویلي سیمو کې ښه شوی وو، اوس یو وار بیا له کړکیچ سره مخامخ شوی دی.

د ایډز په برخه کې د ملګرو ملتونو ګډ پروګرام په ۲۰۱۸م کال کې رپوټ ورکړی وو چې په دغو سیمو کې چې د «HIV» ویروس اصلي مرکز ګڼل کیږي په دغه ویروس د اخته کیدو کچه نږدې ۳۵ سلنه او د دې ناروغۍ له امله د مړينې کچه تر۴۰ سلني هم ډیره کمه شوې ده.

ویل کیږي چې د کرونا ویروس له خپریدو سره به دغه سیمې د نړۍ د نورو سیمو برعکس، ونه توانیږی د پلان مطابق تر۲۰۳۰م کاله پورې په بشپړ ډول «HIV» ویروس له منځه یوسي.

د ملګرو ملتونو د دې پروګرام مشر ویني بیانیما، وايي: «کووید-۱۹پانډمي د دې سبب کیږي چې موږ لا زیات ناوخته خپل دې هدف ته ورسيږو.«

کارپوهان اټکل کوي چې د کرونا وبا له امله کیدای شي په ټوله نړۍ کې د معمول حد څخه ۲۹۰ زره ډیر انسانان په «HIV» ویروس ککړ شي او ۱۴۸ زره اضافي کسان د ایډز ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

دانیل پیلتس / ش.ن/ ن .ز

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب