آیا کرونا د پوستکې له لارې تشخيصيدلی شي؟
۱۳۹۹ اردیبهشت ۴, پنجشنبه![Krebs Arzt Diagnose Symbol](https://static.dw.com/image/16613513_800.webp)
په کووید ۱۹ باندې اخته کیدل د انسان پر بدن ډیرې اغیزي اچوي. د جرمني د رابرت کوخ انستیتوت د رپوټ پر اساس سړی کولای سي ددغي ناروغۍ عمده علایمو لکه تبي، ټوخي، عمومي خستګي، د سر او بدن د غړو دردونو او همدارنګه په ذایقه او شامه حس کي اختلالونو او یا هم اسهال ته اشاره وکړي.
خو اوس ددغي ناروغۍ د نورو غیرعادي علایمو په اړه رپوټونه خپاره سوي. یوه ایټالوي ډاکټر په کووید ۱۹ باندي د یوه ۱۳ کلن اخته کس پر پښو باندي د شنو لکو راڅرګندیدو ته اشاره کړې ده.
د دغه رپوټ ترخپریدو وروسته، نور ورته رپوټونه هم د کوچنیانو او نوو ځوانانو په منځ کي د دغي ناروغۍ په هکله خپاره سول. د پوستکي ایټالوی متخصص سبستیانو رکالکاتي وایي چې په یوه روغتون کي له ۸۸ ناروغو کسانو څخه په ۱۸ کي د بدن په پوستکي کي تغییرات لیدل سوي چې شکلونه یې یو له بل سره توپیر لري.
ورته رپوټونه په امریکا متحده ایالاتو کي هم خپاره سوي. د « امریکا درماتولوژي اکاډمي» یو اطلاعاتي بانک پرانیستی چې ډاکټران کولای سي په کووید ۱۹ باندي اخته کسانو په اړه، خپل د پلټنو نتایج هلته ور داخل کړي.
آیا دغه نوي علایم باید جدي ونیول سي؟
د بلی خوا باید وویل سي چي د پوستکي عکس العمل، په ویروسي ناروغیو د اخته کیدو پر وخت کوم غیرعادي کار نه دی. دغه ډول عکس العملونه هغه وخت رامنځته کیږي چي د بدن معافیتي سیستم د میکروبي ناروغیو په وړاندي غبرګون وښيی او یا د بدن ځينو غړيو او برخو ته د وينې جريان ضعیف شي چې دا هم د پوستکي د زیانونو سبب کیږي.
له همدې کبله په آلمان کي د میکروبي ناروغیو د انجمن مدیر برند زالڅبیرګر وايي: «دغه تغییرات د کووید ۱۹ د علایمو په عمومي کتګوري کي نه راځي او په ندرت لیدل کیږي.»
سربیره پر دې ځینو رسنیو د پوستکي د تغییراتو په اړه د رپوټونو تر خپریدو وروسته دا نتیجه په لاس راوړه چي دغه موضوع کیدای سي د کووید ۱۹ په ناروغۍ باندي د اخته کیدو د تشخیص او یا هم سریع تشخیص له پاره یو نوی روش وي.
په عین وخت کي هغوی دې خطر ته هم اشاره کوي چي له کووید ۱۹ سره د هغه د نه تړاو په صورت کي باید نوموړي علایم د نورو ناروغیو د علایمو سره په تړوا ارزیابي سي او د کرونا د ویروس په اړه معاینات ورباندي ترسره نه سي.
ایټالوی متخصص رکالکاتي هم په خپل رپوټ کي دغه موضوع چي په پوستکي کي تغییرات ښایی هغه علایم وي چي د ویروسي ناروغیو پر وخت راښکاره کیږي، نه ردوي. د هغه په خبره د ارقامو د راټولو د بانکونو پلټني لا تر اوسه پوري بشپړي نه دي چي په دې اړه لازم نتایج تر لاسه سي.