1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آيا د جنسي اړيکې له لارې د کرونا ويروس انتقاليږي؟

۱۳۹۹ فروردین ۲۴, یکشنبه

تر اوسه پورې ثابته شوې نه ده چې د کرونا ويروس دې د جنسی رابطې له طريقه له یو شخص نه بل ته انتقال شي. اما روښانه ده چې د دوه کسانو فزيکي تماس د لوړ خطر په احتمال سره د کرونا يا کوويد- ۱۹ ناروغۍ د انتقال سبب واقع کيږي.

Coronavirus | Liebe | Paar | China
انځور: Reuters/A. Song

لا تر اوسه پورې سل په سلو کې نه ده معلومه چې د کرونا ويروس به د وخت په تيريدو سره څه تغييرات وکړي. دا هم معلومه نه ده چې په دې برخه کې به همدا ننۍ تر لاسه شوي معلومات په راتلونکې کې هم د اعتبار وړ وي او که نه.

د هغو معلوماتو پر اساس چې د روغتيا نړيوال سازمان تر اوسه د کرونا د (سارس کورونا ويروس -۲) په اړه خپاره کړي، دغه ويروس د نارينه په سپرم او د ښځي په جنسي ترشحاتو کې موجود نه دي. په دې ترتيت د جنسي رابطې له طريقه يې انتقال تر دې مهال صفر دی.

خو کارپوهان ټينګار کوي چې د نژدې تماس څخه بايد ډډه وشي چې دا د جنسي رابطې پر مهال تقريقاً ناممکنه دی.
د جنسي اړيکې طرزالعمل

د کرونا ويروس د اجسام د لمس او د تنفسي څاڅکو له طريقه انتقالیږي. له تنفسي څاڅکو څخه هدف هغه ميکروسکوپي تنفسي څاڅکې دي چې د ټوخي، پرنجي، خبرو او يا د تنفس کولو پر وخت له ناروغ څخه بهر ووځي چې له هغو سره د مستقيم تماس په صورت کې د نورو کسانو د ابتلا سبب واقع کيږي.

له همدې کبله، په ښځې او میړه کې د ويروس د انتقال احتمال، صرف او صرف د بدني تماس له طريقه کيدای شي. مهمه نه ده چې بدني تماس څه ډول او يا دوی څه ډول عمل ترسره کوي. حتی که دغه بدني تماس يا نژدې والی جنسي اړيکه او يا يو بل ته مينه او نوازش ورکول هم وي.

په همدې دليل آلمانی ويروس پيژندونکی الکساندر ککوله په (MDR)  تلويزيون کې سپارښتنه وکړه: «يوازې هغه کس په غيږ کې ونیسئ چې غواړې خپل ويروس مو هغه ته ورانتقال کړې او یا له هغه څخه ويروس ترلاسه کړې.» ښايي هدف دا وي چې هيڅ څوک په غيږ کې مه نيسئ.

آيا کرونا سره به حاملګۍ او زيږونونو ډير شي؟

په ځينو رسنيو او ټولنيزو شبکو کې دغه پوښتنه مطرح شوې: آیا په داسې يو شرایطو کې چې تقريباً د ټولو هیوادونو اوسیدونکي خپل وخت په کورونو دننه تيروي، په راتلونکو نهو مياشتو کې به د ماشومانو د زيږندو ارقام ډير لوړ نه شي؟

د دغې پوښتنې په ځواب کې د الکساندر ککوله په ګډون اکثره کارپوهان په دې باور دي چې په کورونو کې اجباري پاتې کيدل او له ويروس څخه ویره، جنسي رابطې څخه د خوند اخيستلو وخت نه دی. په دې معنی چې پوښتنې ته د «نه» ځواب ورکړل شوی. په دې برخه کې چې کوم معلومات او ارقام د چين د ووهان ښار په اړه خپاره شوي دي همداسې دي. دغه ښار چې شاوخوا لس اوونۍ قرنطين وو، د حاملګۍ ډيروالی په کې نه دی لیدل شوی. بر عکس، ځان وژنې او کورني تاوتريخوالي په کې ډير شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب