د درملو پر شرکتونه تل، په ځانگړي توگه په امريکا کې د گټې د حرص لرلو له کبله انتقاد کيږي. خو اوس ډېر په دې آند دي چې د کرونا ويروس بحران د درمل جوړولو شرکتونو له پاره د خپل شهرت او نوم د ښه کولو يوه ډېره ښه موقع ده.
اعلان
دمگړۍ په ټوله نړۍ کې د درمل جوړولو شرکتونه د کرونا ويروس له کبله د رامنځته کيدونکي ناروغۍ د درملو او يا واکسين د موندلو له پاره هلې ځلې کوي. تر اوسه پر تر۱۲۰ زياتو واکسينونو باندې کار روان دی او کابو همدومره درمل تر آزموينو لاندي دي چې ځينې آن پر انسانانو هم د آزمويل کيدو په حال کې دي.
خو دا چې د نړۍ د درملو ستر شرکتونه د کرونا ويروس په مقابل کې څرنگه غبرگون ښيي، په دې اړه دوه ستر نظرونه موجود دي. د جيرالد موسنر په نوم امريکايي خپلواک تحقيقاتي ژورناليست چې پر يو شمير نورو کتابونو سربيره د «حرص، درواغ او امريکا د زهرجنولو» په نامه کتاب یې هم ليکلی، په دې اړه وويل: «که سړی ورته له روغتيايي اړخه وگوري، نو هغوی ډېر سخت زيار باسي څو ژر تر ژره يو واکسين جوړ کړي. زما په آند دوی ډېر ښه کار هم کوي. خو د دې شرکتونو زياتره برخه د منافع او گټې په لټه کې ده نو موږ خبريالان او حکومتي مشران بايد د اختراع د ثبت پر نهايي کنترول، معنوي مالکيت او د درملو د بيو دقيقه څارنه وکړو، څو دغه شرکتونه د ډېرو گټو لاسته راوړل د فرصت په توگه ونه کاروي.»
د درملو شرکتونه چې تل پرې دا تور لگول کيږي چې يوازې د خپلې گټې او منافع په لټه کې دي، دمگړۍ یې هم په اړه داسې شواهد نه ليدل کيږي چې گني په دې سخت وخت دې د خپل نوم د ښه کولو هڅه کوي.
د کارپوهانو په آند دوی برعکس حالت مشاهده کړی. د مثال په توگه د CEPI په نامه نارويژي شرکت د داسې يوې څيړنې په اړه يوه تړون ته د رسیدو هڅه کړې چې د هر واکسين په اړه د څيړنو لگښت چې دوی يې پر غاړه اخلي، د څيړنو نتايج به يې شريک وي. دا په دې معنا چې د دې معنوي ملکيت مالک به نه وي. يعني دا درمل او واکسين به يوه شرکت او يا کس نه وي. خو ټول شرکتونه په دې سره همنظره نه دي. او دا د اروپايي ټولنې د شرکتونو په گډون د ډېرو له پاره يوه ستونزه ده.
دې کار ته د شرکتونو اماده کول هم مشکل دي. د مثال په توگه د فرانسې حکومت به هیڅکله هم ونه توانیږي چې د سانوفي شرکت دې کار ته قايل کړي. همدا راز به د آلمان حکومت هم د باير شرکت هیڅکله هم دې ته اماده نه کړای شي چې د خپلو څيړنو نتایج يعني کامياب واکسين له نورو شرکتونو سره شريک کړي.
نړۍ د کرونا له وبا سره مخامخ ده، داسې یوه وبا چې پر وړاندې یې نه درمل او نه هم واکسین جوړ شوی او یوازې د بدن دفاعي سیستم یې پر وړاندې مبارزه کوي. د بدن د دفاعي سیستم د غښتلي کولو له پاره ویټامین سي څومره ارزښت لري؟
انځور: picture-alliance/Zoonar/D. Freigner
ما نوش جان کړه!
زیاتره تي لرونکي حیوانات کولی شي چې ویټامین سي سنتز کړي یعنې په خپله یې تولید کړي، خو انسانان بیا دغه کار نه شي کولی. موږ باید د بدن د اړتیا وړ ویټامینونو د خوړو له لارې ترلاسه کړو. ویټامین سي په کیوي، نارنج، مالټه او د غنچه یي کلم [کرم]، بروکلي او دلمه مرچو کې موندل کیږي. له بده مرغه سبزیجات د تودوخې پر وړانډې حساس دي نو له دې کبله د پخلي پر مهال باید له پامه کار واخیستل شي.
انځور: picture-alliance/Zoonar/S. Schnepf
د بدن له پاره د ویټامین سي ارزښت
ویټامین سي داسي شی نه دی چې ووایو «ښه ده چې لږ خو باید ولرو»، بلکې دغه ویټامین د ډیر عمر لرونکو کسانو، ناروغانو او هغو کسانو له پاره چې غوښه نه خوري، ډیر مهم دی. ویټامین سي د ټولو انسانانو په بدن کې په یوه ډول عمل کوي او ارزښت یې هم په ټولو کې یو شان دی. ویټامن سي بدن ته انرژي نه ورکوي، بلکې د دفاعي سیستم د غښتلي کولو او د سلولونو د سوځیدو او جوړیدو په پروسه کې ډیر مهم نقش لوبوي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Gabbert
انټي اوکسیډونه او د آزادو راډیکالونو له منځه وړل
انټي اوکسیډونه په خوړو کې مغذي مواد دي. ویټامین سي د یوه انټي اوکسیډونه په توګه، د اکسیجن د آزادو راډیکالونو زیانونه را ټیټوي. دغه راډیکالونه په بدن کې د سلولونو د جوړیدو او سوځیدو د طبیعي پروسې په پایله کې رامنځ ته کیږي. په دې ترتیب سره، د تنباکو په څیر عناصر په بدن کې په چټکۍ سره د اوکسیډیشن سبب ګرځي او په پایله کې یې آزاد راډیکالونه هم جوړیږي. دغه مسئله، په بدن کې ویټامین سي ته اړتیا ډیروي.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Rothermel
د انزایمونو د فعالیت له پاره ځمکني توت
په ځمکني توتو یا سټرابیري کې شته ویټامین سي نه یوازې بدن د اکسیجن د آزادو راډیکالونو پر وړاندې خوندي ساتي، بلکې په دغه میوه کې موجود ویټامین سي په بدن کې د مختلفو انزایمونو لکه د پروتینونو د ترکیب له پاره یو اساسي فکتور شمیرل کیږي. نو کله چې زخمونه ژر نه رغیږي، ښايي دلیل یې په بدن کې د ویټامین سي کمښت وي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst
د میوو له لارې له ناروغیو سره مبارزه
د دې له پاره چې د انسان بدن د عفونتونو یا ناروغیو پر وړاندې ښه مبارزه وکړي، بدن ویټامین سي ته ضرورت لري. ویټامین سي د انټي اوکسیډانټ په توګه نه یوازې د سلولونو د ساتنې دنده لري، بلکې د عفونتونو پرمهال هم د بدن ساتنه کوي. دغه کار د دې سبب ګرځي چې دفاعي مهاجرې حجرې یا په اصطلاح نوتروفیلونه په بدن کې د عفونت سیمې ورتګ ته متحرکې شي او د میکروب پر وړاندې مبارزه وکړي.
انځور: picture-alliance/Panther Media/R. Tsubin
وقایه او د ځان ساتنه
د ویټامین سي شدید کمښت کولی شي چې د السکوربوت وژونکې ناروغۍ سبب وګرځي چې له کبله یې زخمونه یا ټپونه ژر ونه رغیږي. دغه ناروغي د پوست د شینوالي، د ویښتو او غاښونو د زیانمنیدو او همدا راز د مفصلونو د درد سبب هم ګرځي. ورځ کې د ۱۰ ملي ګرامه ویټامین سي مصرف د دغه ناروغۍ پر وړاندې د بدن د غښتلی کولو له پاره کفایت کوي. ویټامین سي همدا راز د زړه د ناروغیو، د وینې د لوړ فشار او د مغزي سکتې خطر هم کموي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen
د بدن له پاره څومره ویټامین سي کفایت کوي؟
د مصرف کوونکو د محافظت د مرکز د معلوماتو پر اساس، د نارینه وو له پاره په ورځ کې ۱۱۰ملي ګرامه او د ښځو له پاره بیا ۹۵ ملي ګرامه ویټامین سي کفایت کوي. د اورګن د ایالتي پوهنتون څیړونکو د ډیر عمر کسانو ته په ورځ کې د ۴۰۰ ملي ګرامه ویټامین سي د مصرف سپارښتنه کړې ده. دغه اندازه ویټامین سي زیان نه لري او که چیرته په بدن کې یې کچه لوړه شي، د ادرار یا بولو له لارې بیرته دفع کیږي.