1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آیا کرونا په رښتيا هم د خدای عذاب دی؟

۱۳۹۹ تیر ۴, چهارشنبه

په پاکستان کې دمګړۍ د کرونا ويروس په چټکۍ سره په خپریدو دی. شنونکي او د ټولنیزو چارو کارپوهان وايي چې له کرونا سره په مبارزه کې د حکومت پاتې راتلل او په خلکو کې د توطيې نظريو له وجې په دغه هېواد کې وضیعت خراب شو.

Pakistan Peschawar Coronavirus
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

د پاکستان د روغتيا وزارت د شميرو په حواله په دغه هېواد کې د جون پر ۲۴ نیټه د کرونا څخه د اغیزمنو شمير يو لک او ۹۰ زرو کسانو ته نزدې شوی. تر اوسه په دې مرض کابو ۳۹۰۰ کسان مړه شوي دي. د اټکلونو پر اساس به د روانې میلادي مياشتې تر پايه پورې د مريضانو شمير درو لکو ته ورسيږي او د جولای مياشتي په آخر او د اګست په سر کې ېې تر لسو لکو يا يو ميليون پورې د رسيدو اټکل کيږي.

د روغتيا نړيوال سازمان د جون مياشتې په نیمايي کې خبرداری ورکړی وو چې په پاکستان کې په ويروس د اخته کيدو کچه ۲۲،۶ ده. په جون مياشتې په يوه ورځ د نوو مريضانو شمير له زرو څخه د ورځې ۶۰۰۰ ته لوړ شوی. د لندن د امپريل کالج او واشنګټن د پوهنتون له خوا د ساينسي ماډلونو په حواله ويل شوي چي په پاکستان کې د کرونا د مريضانو کره شمير د حکومتي شمير په پرتله درې چنده لوړ دی.

د حکومت پر کړنو انتقاد

پر دې ناوړه وضعيت سربیره حکومت په هېواد کې د کرونا په قيوداتو کې نرمښت راوستلی دی او د بهرنيو سيالانيانو پر مخ یې خپلې دروازې پرانيستي دي. په مارچ مياشت کې چې کله د اغیزمنو شمير کابو ۱۵۰ زره وو نو لومړي وزير عمران خان په خپله يوه وينا کې کرونا ويروس يوه معمولي ريزش ته ورته بللی وو.

نوموړي د مارچ پر ۱۷ نيټه په خپله يوه تلویزيوني وينا کې ادعا وکړه چې ۹۷ فيصده د کرونا ناروغان به پخپله روغ شي. عمران هغه وخت د کرونا قيودات نرم کړل او ویې ويل چې په پاکستان کې ۲۵ سلنه وګړي په فقر کې ژوند کوي او بندیزونه به ونه شي زغملی.

د کرونا د ردولو میلان او د دسيسو پر نظريو باور

د ګیلپ پاکستان په نوم د يوې اسلام آباد میشتې ټولنې د سروې په حواله په پاکستان کې ۵۵ فيصده خلک په دې باور لري چې د کرونا ويروس دومره خطرناک نه دی او حکومت یې د خطرناک ښوولو په موخه تبليغات کوي. د ايسوس په نوم د څېړنې د يوې بلې ادارې په حواله يوازې درې سلنه پاکستانيان د کرونا په اړه کوم شک نه لري.

کارپوهان پر حکومت نیوکه کوي چې د ناسمو معلوماتو د خپريدو په مخنيوي او د بې بنسټه ادعاو په له منځه وړولو کې پاتې راغلي دي. له کرونا سره په مبارزه کې د حکومت ناقص چلن او د خلکو له خوا پر حکومت د اعتماد د کمښت له کبله هم د توطیې نظریې رامنځته شوي دي.

انځور: picture-alliance/Zumapress

شنونکی او مخکښ ژورناليست اويس توحيد وايي چې د دسيسو تیوري ګانې تل د پاکستاني ټولنې برخه اوسيدلي دي. که هغه د نړيوالې وبا معامله وي او که د ترهګرۍ پر ضد جګړه وي. د نوموړي په خبره د پاکستانيانو اکثريت یې «حقيقت نه منلو» ته د پناه وړولو هڅه کړې ده. هغه زياته کړه: «په پاکستان کې مذهب او سياست دواړو د وبا په ناوړه کولو کې نقش لرلی دی.» نوموړي وويل: «د کرونا ويروس د لويديځ په پرتله په ختيځ کې ډېر وژونکی دی او دا ډېر تور انسان وژني او «په پاکستان کې د خلکو د بدن مدافتي سیسټم قوي دی» په څېر نظريو د دې ويروس په خپريدو کې مهم نقش درولود. »

مدني ټولنه دا تور هم لګوي چې حکومت پر وبا سربیره د مذهبي کړیو د نه خفه کولو پر تګلاره تمرکز وکړ. د اوکاړه پوهنتون مرستيال مشر او د ټولنیزو چارو استاد محمد ذکريا ذاکر له دويچه ويله اردو څانګې سره په خبرو کې وويل چې په هېواد کې ساينسي کلتور نه دی رامنځته کړل شوی او ځکه خلک معاملو ته په سياسي نظر د کتلو او پرې د پوهيدلو جوګه نه دي. هغه وايي: «که څوک په کرونا اخته شي نو زياتره خلک وايي چې دغه کس ګناهکار دی او د خدای غذاب پرې نازل شوی.»

د پروفيسر ذاکر په حواله مذهبي تندلاريتوب، پر کيسو او آوازو باور او د تعليم نه شتون هغه مهم علتونه دي چې له وجې یې خلک د دسيسو پر نظريو يقين او له حقايقو انکار کوي. هغه زياته کړه چې يوازې بې وزله او لږ عايد لرونکي خلک د دې څخه اغیزمن نه دي، بلکې له منځني قشره نیولې بيا تر ممتاز قشره پورې او آن لوستي خلک هم د دې ډول دسيسو ښکار دي او دا میلان پکې ليدل کيږي.

د يادولو وړ ده چې په اپريل مياشت کې د پاکستان مشهور مذهبي شخصيت مولانا طارق جمیل په خپله يوه وينا کې ويلي ول چې د کرونا ويروس د بد اخلاقه او يا بد چلنه ښځو له کبله خپور شوی دی.

جولای او اګست میاشتې به ډېرې خطرناکې وي

د روغتيا نړيوال سازمان په پاکستان کې دوو اونيو د لاک ډاون يا قيوداتو د لګولو غوښتنه کړې ده. په هېواد کې ډاکتران او د اپوزيسيون غړي هم همدا غوښتنه کوي خو په اسلام آباد کې حکومت د «سمارت لاک ډاون» تګلاره خپله کړې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب