1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

کونړ کې سرچیني: د ځنلګونو وهل کم خو قاچاق یې لا ادامه لري

۱۴۰۲ مهر ۴, سه‌شنبه

د کونړ ولسې سرچینې وايي تر ډېره د ځنګلونو د غېر قانوني پريکولو او قاچاق مخه نیول شوې، خو د غرونو له لارې دا لړۍ روانه ده. د کونړ د ځنګلونو وهل او قاچاق له پخوا ځايي چارواکو ته سرخوږی او ځینو ته د عاید ښه سرچینه ده.

انځور له آرشیف څخه
انځور له آرشیف څخهانځور: DW/O. Deedar

کونړ کې ځایي خلک او سرچینې وایي چې د پخوا په پرتله د دې ولایت د ځنګلونو غېر قانوني وهل او په عمومي لارو د کونړ د لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې ده. د دې ولایت ځایي خلک وایي چې په کابل د طالبانو له ولکې ټینګولو وروسته، په لومړیو میاشتو کې د لرګیو مافیا ته فرصت په لاس ورغلې وو او د ځنګلونو د وهلو او قاچاق لړۍ روانه خو خو اوس دغه څه کم شوي دي.

د دې ولایت اوسیدونکي وايي چې د طالبانو په بیا راتګ سره اوس د دې چارې مخه تر یوه حده پورې نیول شوې ده او په عمومي کونړ_جلال اباد سرک هیڅ ډول لرګیو او پخو موادو ته د لېږد اجازه نه ورکول کېږي.

د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالي یو ځایي اوسېدونکي حاجي سازګل وایي، اوس طالبان حتی د سوزېدو له پاره کاريدونکو لرګيو ته نورو ولایتونو ته د انتقاليدو اجازه نه ورکوي.

سازګل وایي: «د طالبانو په لومړیو وختونو کې خلکو ښه پریمانه لرګي له دې ځایه یوړل، ګډوډي وه او ښه فرصت په ګوتو ورغلی و، خو اوس دا څه بند دي او ښه کلک بند دي. مخکې به موټروانانو د موټرو ډالو کې او یو ځای بل ځای لږ لږ لرګي د سوخت لپاره وړل خو اوس هغه هم بند دي.»

د هغه په خبره چې په عمومي لارو کې که څه هم د ځنګلونو وهل او قاچاق بند دی، خو د غرونو له لارې په خرو او قچرو لا هم د دې چارې مخه پوره نه ده نیول شوې.

کونړ میشتي ځایي خلک وایي، له کونړ د باندې له چارتراشو نیولې بيا تر څېړۍ او ارچه لرګي هم نه پرېښودل کېږي. دوی وایي، هیڅوک نه شي کولی چې حتی پاخه مواد لکه دروازې، کړکۍ، تختونه او نور توکي هم انتقال کړي، خو د کونړ دننه ولسوالیو کې په پټه اوس هم لرګي قطعه او قاچاق کېږي.

کونړ کې سرچینې وايي تر ډېره د ځنګلونو د غېر قانوني پريکولو او قاچاق مخه نیول شوې، خو د غرونو له لارې دا لړۍ روانه ده. انځور: آرشیفانځور: DW/O. Deedar

د خاص کونړ اوسېدوونکی او فعال ځوان انعام الله وایي، طالبانو د شنې قطعې په نوم یوه قطعه د ځنګلونو ساتنې لپاره رامنځته کړې، چې فعالیت یې پېل کړی دی. نوموړی وایي، د دې قطعې فعالیت تر ډېره په عمومي لارو کې د ځنګلونو د قاچاق او پریکولو مخه نیولې ده، خو د غرونو له لارې لا هم قاچاق کېږي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: «مخکې به لرګي ننګرهار او کابل ته قاچاق کېدل خو اوس هغسې نه ده، د طالبامو شنه قطعه فعاله شوې چې ریښتیا خبره وي، ډېره ښه اغېزه یې کړې ده. د خاص کونړ پاټک، د زیړي بابا پاټک او د څوکۍ اړوند پاټکونه فعال دي او هیچا ته د هیڅ ډول لرګیو د انتقال اجازه نه ورکوي.»

یوې بلې سرچینې بیا د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل چې د غرونو له لارې لا هم د ښېوې بوډیالۍ سیمې ته پریمانه چارتراش او ځنګلونه را قاچاق کېږي او ځینې کړۍ له دې لارې عاید ترلاسه کوي.

سرچینه وایی، د بوډیالۍ اړوند لوی کمپونه ورته جوړ دي، چې له همدې سیمې د لرګیو مافیا او سوداګر لرګي او چارتراش اخلي او نورو سیمو ته یې لېږدوي، چې له جمهوري نظامه نیولې تر اوسه یې چا مخه نه ده نیولې.

که څه هم مونږ کوښښ وکړ چې د طالبانو د ځایي چارواکو سره په دې تړاو خبرې وکړو، خو له تکراري هڅو سربیره هم ونه توانیدو چې په دې هکله د کونړ له پاره د طالبانو د ځايي چارواکو نظر واخلو. د یادولو وړ ده چې طالبانو په افغانستان کې تر بیا حاکمیت وروسته، د کونړ د لرګیو قاچاق او د ځنګلو وهل منع وګرځول او سرغړونکو ته یې د سزاوو اعلان هم کړی وو.

د معلوماتو له مخې کونړ کې د لرګیو د نه شتون له امله د ترکاڼۍ شاو خوا ۶۰۰۰ وړې کارخونې تړل شوي، چې ورسره په زرګونو کسان بې روزګاره شوي ديانځور: DW/O. Deedar

د معلوماتو له مخې کونړ کې د لرګیو د نه شتون له امله د ترکاڼۍ شاو خوا ۶۰۰۰ وړې کارخونې تړل شوي، چې ورسره په زرګونو کسان بې روزګاره شوي دي.

کونړ کې د ځنګلونو د قطع او قاچاق مسئله له څو لسیزو راهیسې ادامه لري، چې اوس یې یوازې په لرو پرتو سیمو کې ځنګلونه پاتي، خو د پریکېدو له ګواښه خوندي نه دي. د چاپیریال د برخې کارپوهان، د ځنګلو وهل نه یوازې د ځنګلونو د له منځه تلو د دلیل په توګه په ګوته کوي بلکې وايي چې دغه څه پر اقلیم هم اغیز لري.

د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ مزار دره، د څوکۍ دیوه ګل، د نرنګ باډېل، د ماڼوګي ولسوالۍ کړنګل، د چپې درې ولسوالۍ ګڼ شمېر سیمې او همدا راز د شیګل، غازي اباد، ناړۍ، اسمار او دانګام ولسوالیو کې طبعي ځنګلونه شته دي چې له کلونو راهیسې وهل کیږي او چارتراش لرګي یې په کور دننه او حتی بهرنیو هیوادونو ته قاچاق کیږي.

ز.س / خ.ح / ب.ص

انځور: DW Akademie
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل