1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آیا ګرم موسم به د کرونا ویروس مخه ونیسي؟

۱۳۹۸ اسفند ۲۵, یکشنبه

آیا د حرارت درجې په زیاتیدو سره د کرونا ویروس نوی ډول کمزوری کیږي؟ د ویرولوژي کارپوه توماس پیتشمان وایي چې ولې د پسرلي موسم پورې هیلې تړلې دي او ولې ښځې د نارینه و په پرتله له دې ویروس سره ښه مقابله کولی شي.

Coronavirus Symbolbild
انځور: Reuters/D. Ruvic

آیا د ګرمۍ شدت له ډیریدو سره به د کرونا ویروس وبا محدوده شي؟ که هر څه سم پر مخ لاړ شي نو د کرونا نوی ویروس به د زکام په څیر وي. وروسته تر دې به د حرارت درجې له لوړیدو سره د امراضو خپرونکي ميکروبونه ختم شي چې له امله یې د COVID-19 ناروغۍ مخه به هم ونیول شي.

د پسرلي او ګرمۍ په زیاتیدو پورې ډیرې هیلې تړلي دي، خو اوس به دا مخکې له وخت څخه وي چې آیا د کرونا نوی ویروس به هم د زکام د ساري ناروغۍ په څیر عمل وکړي که څنګه. د ویروسونو اړوند د امراضو کارپوه يا وایرولوژست توماس پيتشمان وایي چې کارپوهان د دې خبرې وړاندوینه نه شي کولی «ځکه حقیقت دا دی چې مونږ تر اوسه پورې دا ویروس نه پيژنو».

نامعلوم ویروس

د آلمان د هنوور ښار اړوند څیړنیز مرکز دغه کارپوه زیاتوي: «د دې ویروس ځانګړنه په دې کې ده چې انسانان ورسره د لومړي ځل له پاره مخ شوي دي. له چین څخه د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ مونږ دې نتیجې ته رسیدلی شو، چې دا ویروس له حیواناتو څخه انسان ته رسیدلی دی او له هغه ځایه یې خپریدل پیل شول.»

د زکام ساري ناروغۍ برعکس د انسانانو مدافع سیستم د کرونا ویروس حملې ته د مقابلې له پاره تیار نه دی.

سربیره پر دې باندني شرایط هم د کرونا ویروس خپریدو ته مناسب دي، چې یو عنصر په کې د حرارت درجه هم ده. سړه هوا د تنفسي مجرا له لارې د خپریدونکي ویروس له پاره مناسبه وي. پیتشمان وایي: «په ټیټه درجه حرارت کې ویروس مستحکم وي. دا داسې وي لکه په یخچال کې ساتل شوې خواړه چې تر ډیر وخته پورې تازه وي.»

کله چې هوا وچه او سړه شي!

د تودوخي درجې لوړیدل د ډیر شمیر ویروسونو له پاره مناسب نه وي. پیتشمان وضاحت ورکوي: «د کرونا ویروس چارچاپیره د وازدې (غوړ) یو قشر وي چې له ګرمۍ سره مقابله نه شي کولی. دا په دې معنا چې د حرارت درجې له زیاتیدو سره دغه طبقه یا قشر له منځه ځي.»

خو د نورو میکروبونو له پاره د حرارت درجه په دویم مقام کې ځای لري. د بیلګې په توګه د ډینګي ویروس په ګرم او مرطوبو سیمو کې پیدا کیده، خو دا په دې معنا نه ده چې د دې ویروس دغه موسم خوښ دی. په دې مسئله کې د ویروس انتقالونکې حشره (ماشی) مرکزي رول ادا کوي په داسې حال کې چې د حرارت درجه بیا دویم رول لري.

د تنفسي مجرا له لارې انتقالیدونکو ویروسونو په برخه کې د هوا رطوبت هم اغیز لري. د ټوخي یا پرنجي په وخت کې میکروبونه دباندې راوځي او په هوا کې معلق پاتې کیږي. پيتشمان په دې اړه وویل: «د ډیر رطوبت په پرتله په وچه او سړه هوا کې ویروسونه په هوا کې تر ډیر وخته پورې معلق پاتې کیږي.»

په دې توګه نو ویلی شو چې په وچه او سړه هوا کې ویروس په ډیرې چټکۍ سره خپریږي. خو په ابتدایي مرحله کې دا عمل په پټ ډول ترسره کیږي او له میکروبونو سره لومړۍ اړیکه او د ناروغۍ د علایمو ښکاره کیدل شاید څو اونۍ وخت ونیسي.

ښځې د سړو په مقابل کې ډیرې مقاومې دي

تبه، ټوخی او ریزش د ویروسي امراضو علایم وي چې د دې ښکاریندویي کوي چې بدن د بهرنۍ حملې په مقابل کې مزاحمت کوي. د دې مزاحمت شدت د اغیزمن شوي ناروغ د عمر او صحت تر څنګ په جنسیت پورې هم اړه پيدا کوي.

تر اوسه پورې ترلاسه شوې شمیرې ښیي چې په ښځو کې د کرونا ویروس پر وړاندې مقاومت د نارينه و په پرتله زیات دی. له همدې امله په نارينه ناروغانو کې د مړينې کچه ۲،۸ سلنه او په ښځو کې ۱،۷ سلنه ده.

پيتشمان په دې اړه وضاحت ورکوي: «د میکروبونو د په نښه کولو اړوند د مدافع سیستم د ایکس کروموزوم کودونه لري. په نارينه و کې یو ایکس کروموزوم وي، په داسې حال کې چې ښځې بیا دوه ایکس کروموزمونه لري، له همدې امله ښځې په دې برخه کې امتیاز لري.»

کیدای شي چې د پسرلي موسم له پیلیدو سره به د ځمکې کرې په شمالي برخه کې د کرونا د نوي ویروس خپریدل بند شي. خو د روغتیا نړیوال سازمان په حواله د ځمکې کرې د سویلي برخې په هیوادونو( استرالیا او برازیل) کې یو شمیر کسان د کرونا پر ویروس اخته دي او په دغو سیمو کې چې هوا مخ پر سړیدو ده، د کرونا د نوي ویروس د خپریدو جانس هم ډیریږي، ځکه په وچه او سړه هوا کې د دې ویروس د خپریدو له پاره شرایط مناسب کیږي.

جولیا ورجن: ش.ن/ن.ص 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب