ابراهیمي: د سوریې کړکیچ سیمې ته غځیدای شي
۱۳۹۱ مهر ۲۷, پنجشنبهاعلان
د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عرب لیگ ځانگړي استازي اخضر ابراهیمي، ویلي دي چې د سوریې شخړه د سیمې هیوادونو ته غځیدای شي. هغه دا څرگنده تر هغه وروسته کړې ده چې د سوریې او لبنان پر پوله د دواړو هیوادونو د سرتیرو تر منځ نښتې شوي دي.
په داسې حال کې چې اوس ابراهیمي د لوی اختر پر مهال په سوریه کې د یوه اوربند د پلي کولو په هڅه کې دئ د سوریې د رژیم مخالفینو د چهارشنبې په ورځ د سوریې د رژیم یوه څرخي الوتکه راوغورځولي دي.