1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ابوبکر بغدادي ته منسوب ږغيز پيغام خپور سوی

۱۳۹۶ مهر ۷, جمعه

تروريستي ډلي «اسلامي دولت» په خپل سايت «الفرقان» کي يو ږغيز پيغام خپور کړی دی او ادعا ئې کړې ده چي دا د دې ډلي د مشر ابوبکر بغدادي ږغ دی. تر دې مخکي ويل سوي ول چي هغه وژل سوی دئ.

Abu Bakr al-Baghdadi Führer Islamischer Staat
انځور: Getty Images/AFP

داسي ښکاري چي ابوبکر بغدادي دي بيرته راگرځېدلی وي. د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) مشر چي مخکي ئې د وژلو خبر خپور سوی وو، اوس ئې د يوه ۴۶دقيقه يي ږغيز پيغام په خپرولو سره ادعا سوې ده چي هغه ژوندی دئ.

دغه وينا د پنجشنبې په ورځ د داعش په سايت «الفرقان» کي خپره سوه ده.

د دغه ږغيز پيغام محتوا تر ډيره ديني ده. خو د ورځنيو پيښو په اړه هم پکښې څرگندوني راغلي دي، چي له هغې جملې څخه د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ شخړه او د ترکيې له خوا د عراق کردانو ته گواښ.

په دې سره نو داعش خپلو پلويانو ته روښانه پيغام رسولی چي د دوی مشر ژوندی دی.

بغدادي په دغه ږغيز په پيغام کي خپلو پلويانو ته هغه شعارونه تکراروي چي له هغوی غواړي په ټولنه نړۍ کي پر غربيانو بريدونه وکړي او په عراق او سوريه کي خپلو جگړو ته دوام ورکړي.

هغه په دغه پيغام کي وايي: «ای د خليفه عسکرو! پر خپلو دښمنانو اور بل کړی. هرځای پر هغوی بريدونه وکړئ او پر هغوی بريالی سئ او زړور اوسئ.»

بغدادي دغه راز له خپلو پلويانو غواړي: «پر شا ولاړ نه سي او پرې نه ږدی چي پر تاسو باندي د ماتي احساس غلبه وکړي. له خبرو او تسليمۍ څخه ډده وکړی او وسلې مو پر مځکه مه ږدئ.»

هغه وړاندوينه کوي چي شمالي کوريا به له امريکا او اروپا سره او ترکيه به له کردانو سره په جنگ اخته سي. او دغه راز به په يمن کي د سعودي عربستان په مشرتوب ائتلاف ماته خوري. د هغه په خبره په دغه اړودوړ کي به يوازي اسلام بريالی وي.

د روان کال په جون مياشت کي د روسيې د دفاع وزارت اعلان وکړ چي د می مياشتي پر ۲۸ نېټه د سوريې په رقه ښار کي د دوی په هوايي بريدونو کي د داعش مشر وژل سوی دئ.

د امريکا امنيتي چارواکو ويلي دي چي دوی اوس د دغه ږغيز پيغام د ارزوني په حال کي دي، خو وايي چي کيدای سي دغه ږغ د هغه وي.

يوه امريکايي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «موږ اوس د هغه ږغيز پيغام په ارزونه کي يوو چي ابوبکر بغدادي ته منسوب سوی دئ. هغه ويلي دي چي په داسي حال کي چي د دغه پيغام پر رښتينوالي باندي شک نه لرو خو اوس ئې تائيدولی هم نه سو.»

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي دي چي د دغه ږغ په اړه معلومات نه لري.

تر دې مخکي یوه امريکايي جنرال ويلي ول چي کيدای سي بغدادي فرات رود ته څيرمه پټ سوی وي.

امريکا د بغدادي د موندلو پر سر ۱۰ ميليونه جايزه ۲۵ ميليونو ډالرو ته لوړه کړې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب