«ابو ايوانکا» په سعودي عربستان کي
۱۳۹۶ اردیبهشت ۳۰, شنبه«ابو ايوانکا» په سعودي عربستان کي
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر دونلد ترمپ د ولسمشر کېدو وروسته و بهر ته لومړی سفر دی. دا چي هغه لومړی سعودي عربستان ته ورځي، د دواړو اړخونو له خوا يو سمبوليک او مهم اقدام بلل کيږي.
لومړی په رياض کي
دونلد ترمپ د ولسمشر په توګه خپل لومړی سفر و سعودي ته وکړ. په رياض کي د هغه د ښه راغلاست له پاره ځانګړي مراسم نيول سوي ول.
۹ ورځي سفرونه
دونلد ترمپ به ۹ ورځي پرله پسې و سعودي عربستان، اسرائيل، واټيکان او وروسته د ناټو غونډي ته سفر وکړي. په دغه سفرونو کي به هغه د زياتو دپلوماتيکو ننګونو په هکله جواب ويلو ته اړ وي.
د مېرمني سره
د ترمپ مېرمنه ميلانيا ترمپ هم د هغه سره په دغه سفر کي ملګرې ده.
د شاه سلمان له خوا ښه راغلاست
د ترمپ د ښه راغلاست له پاره پخپله د سعودي عربستان پاچا شاه سلمان د خپلو لوړپوړو دولتي چارواکو سره حاضر سوی ؤ.
ستړې مه شې
شاه سلمان د دونلد ترمپ د الوتکي ځينو ته نژدې د ښه راغلاست له پاره ورغلی ؤ.
لومړی روغبړ
کله چي دونلد ترمپ د خپلې مېرمني ميلانيا سره له الوتکې راکښته سو نو شاه سلمان هغه ته د ستړې مه شې لاس ورکړ او وروسته يې د ميلانيا سره هم د لاس روغبړ وکړ. دا لومړی ځل دی چي دغه دوه مشران په مستقيمه توګه سره ويني.
مهم موضوعات
يو شمېر عربي ژبو رسنيو و سعودي عربستان ته د دونلد ترمپ لومړی سفر ډېر مهم بللی دی. بعضو دغو رسنيو په خپلو مطالبو کي هغه ته «ابو ايوانکا» يا د ايوانکا د پلار خطاب هم کړی دی. نوموړی به په سعودي کي پر مهمو موضوعاتو خبري وکړي.
ترهګري
په پام کي نيول سوې چي دونلد ترمپ به د سعودي عربستان د دولت سره د ترهګرۍ په تړاو تفاهم ليک امضا کړي.
اقتصادي تړونونه
سعودي عربستان د امريکايي وسله جوړونکو شرکتونو تر ټولو مهم خريدار هيواد بلل کيږي. اټکل کيږي چي دغه موضوع به هم و سعودي ته د ترمپ د سفر له اجندا څخه يوه وي.
د عربي هيوادونو ټلواله
بعضو رسنيو داسي راپورونه خپاره کړي چي ترمپ غواړي د عربي هيوادونو يو ټلواله رامنځ ته سي تر څو امريکا يې د ايران پر ضد په سيمه کي تقويه کړلای سي.
بهرنی سياست
په داسي حال کي چي دونلد ترمپ په کورني سياست کي د يو شمېر ننګونو او لانجو سره مخامخ دی، کتونکي اټکل کوي چي ښايي هغه اوس غواړي د بهرني سياست له لاري لاس ته راوړنې ولري.
اسرائيل
اسرائيل به د دونلد ترمپ د سفرونو په لړۍ کي دويم مقام وي. په داسي حال کي چي هغه د ولسمشرۍ له پاره د کانديدۍ په وخت د منځني ختيځ په هکله خبري نه کولې، اوس غواړي هلته د سولي خبرو اترو ته د لاره هوارولو هڅه وکړي. دغه موضوع به د سعودي عربستان سره هم مطرح کيږي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.11.2016):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (07.05.2017):
تر ټولو زياتي وسلې خرڅوونکي ۱۰ هيوادونه و پېژنئ
د SIPRI سازمان د ۲۰۱۶ کال په راپور کي هغه هيوادونه ښودل سوي چي د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کالونو تر منځ يې تر ټولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات صادر کړي دي. زموږ په دغه انځوريز راپور کي دغه لوی وسله خرڅوونکي هيوادونه پېژندلای سئ:
۱۰ مقام ـ اسرائيل
د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۲،۳ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار هند، دويم لوی خريدار اذربايجان او دريم لوی وسله رانيونکی د امريکا متحده ايالات هيواد دی. [ترتېب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
۹ مقام ـ اوکراين
د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۲،۶ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار چين، دويم لوی خريدار روسيه او دريم لوی وسله رانيونکی د تايلند هيواد دی.
۸ مقام ـ ايټاليا
د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۲،۷ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار ترکيه، دويم لوی خريدار متحده عربي امارات او دريم لوی وسله رانيونکی د الجزاير هيواد دی.
۷ مقام ـ هسپانيه
د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۲،۸ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار استراليا، دويم لوی خريدار سعودي عربستان او دريم لوی وسله رانيونکی د ترکيې هيواد دی.
۶ مقام ـ بريتانيه
د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۴،۶ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار سعودي عربستان، دويم لوی خريدار هند او دريم لوی وسله رانيونکی د اندونيزيا هيواد دی.
۵ مقام ـ جرمني
د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۶ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار جنوبي کوريا، دويم لوی خريدار يونان او دريم لوی وسله رانيونکی د امریکا متحده ايالات هيواد دی.
۴ مقام ـ فرانسه
د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۶ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار مصر، دويم لوی خريدار چين او دريم لوی وسله رانيونکی د متحده عربي امارات هيواد دی.
۳ مقام ـ چين
د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۶،۲ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار پاکستان، دويم لوی خريدار بنګله دېش او دريم لوی وسله رانيونکی د ميانمار هيواد دی.
۲ مقام ـ روسيه
د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۲۳ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار هند، دويم لوی خريدار وېتنام او دريم لوی وسله رانيونکی د چين هيواد دی.
۱ مقام ـ د امريکا متحده ايالات
د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پوري د نړۍ د ټولو لېږدول سوو وسلو ۳۳ سلنه دغه هيواد لېږدولې ده. د دغه هيواد لومړی لوی خريدار سعودي عربستان، دويم لوی خريدار متحده عربي امارات او دريم لوی وسله رانيونکی د ترکيې هيواد دی.
SIPRI
د دغه مطلب معلومات د ۲۰۱۷ کال د می مياشتي په ۷مه نېټه په ستوکهولم کي د نړيوالې سولې د انستيتيوت SIPRI له پاڼي څخه اخيستل سوي دي. د انستيتيوت په ۱۹۶۶ کال د سوېډن د حکومت له خوا د يو بنسټ په توګه جوړ کړل سو. د دغه بنسټ د کارکوونکو شمېر د ۵۰ او ۶۰ تر منځ دی چي نيم مصارف يې د سوېډن حکومت تمويلوي. [ترتېب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
ايوانکا ترمپ په انځورونو کي
ايوانکا ترمپ د خپل پلار دونالد ترمپ د مهمو سياسي مشاورينو څخه بلله کيږي. ويل کيږي چي ايوانکا ښايي د ولسمشر په توګه د خپل پلار پر دريځونو هم اغېز ولري. د ايوانکا ژوند ته لنډه کتنه په انځورونو کي دلته کتلای سئ:
د ايوانکا ترمپ په هکله ويل کيږي چي د خپل پلار د تر ټولو نژدې سياسي مشاورينو څخه يوه ده.
ايوانکا ترمپ د ۱۹۸۱ کال د اکتوبر په ۳۰مه نېټه په نيويارک کي زېږېدلې ده. ايوانکا ۹ کلنه وه چي د هغې مور ايوانا له دونالد ترمپ څخه طلاق واخيست.
ايوانکا په ۲۰۰۴ کال د پنسلوينيا له پوهنتون څخه په اقتصاد کي خپل بېچلر بری ليک تر لاسه کړ.
ايوانکا تر اوسه د خپل پلار د تجارتي ستر شرکت د جايداد د خريد و فروخت د څانګي رئيسه وه.
ايوانکا د جرد کوشنر په نوم پانګه وال سره واده کړی او ورسره درې ماشومان لري. کوشنر د يوې بډايه یهودي کورنۍ غړی دی او د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۶ کالونو تر منځ يې د ۷ ملياردو ډالرو پانګونه په نيويارک کي کړې.
د ايوانکا د مېړه جرد کوشنر په هکله ويل کيږي چي د ولسمشرۍ د کانديد په توګه د دونالد ترمپ له پاره د ملاتړ په تنظيم کولو کي يې لوی لاس درلود. جرد کوشنر د دونالد ترمپ مهم مشاور هم بلل کيږي.
د دونالد ترمپ د مېرمني ميلانيا په څېر ايوانکا ترمپ هم پخوا يوه ماډله تېره سوې ده.
د دونالد ترمپ د مېرمني ميلانيا تر څنګ ايوانکا ترمپ هم د ولسمشرۍ د کانديد په توګه د هغه د کامپاين پر وخت تقريبا هميشه د هغه سره مل وه.
د ترمپ د ټاکنيز کامپاين پر وخت ايوانکا د خپل پلار په پلوی ګڼ شمېر ويناوي واورولې.
د ايوانکا ترمپ په هکله ويل کيږي چي د خپل پلار سره په طبيعت ښه پوهيږي او پلار يې ورباندي زيات اعتماد کوي.
دونالد ترمپ د ولسمشرۍ له پاره د کانديد په توګه د ايوانکا او د هغې د مېړه په مرسته زيات سياستوال او تجاران خپل ملاتړي کړل.
ايوانکا د خپل پلار له پاره د کامپاين پر وخت هميش هڅه کوله چي خلکو ته د خوشالۍ او اطمنان احساس ورکړي.
د ايوانکا په هکله داسي ګنګوسې هم سته چي ښايي د امريکا د متحده ايالاتو په راتلونکي حکومت کي مم رول ولري.
يو شمېر کتونکي په دې نظر دي چي که د ترمپ کورنۍ د امريکا د پخواني او وژل سوي ولسمشر کېنېډي په څېر په سياست کي پاته سي، نو ښايي ايوانکا د دغې کورنۍ راتلونکې مهمه سياستواله وي.