اتريش اسقف: «هغه خلک درک کوم چې له اسلامه ویره لري»
۱۳۹۷ دی ۳, دوشنبهد اتريش په پلازمېنه ویانا کې عیسوي اسقف (کاردینال) کریستوف شونبورن، د دوشنبې په ورځ(دسمبر میاشتې ۲۴) له ستندرد "Standard" رسنۍ سره په خبرو کې په اروپایې هیوادونو کې د مسلمانانو مخ پر ډیریدونکی شمیر، د ده په اصطلاح یوه «جدي» موضوع بللې ده.
د هغه په خبره دا یو حقیقت دی چې اروپا د اسلام د ودې له پاره یو مناسب ځای دی او د دې پر وړاندې کومه عمومي نسخه یا کړنلاره نه شته. د دیموګرافیکي پرمختګ په دليل، لکه په ښوونځیو کې چې لیدل کیږي، په اوس وخت کې له اسلام سره یوه آرامه اړیکه یا چلند ستوزمن ښکاري.
کریستوف شونبورن وویل: «زه درک کولی شم چې انسانان ځان په ګواښ کې احساسوي. خو دا د حل لاره نه ده چې اوس د اسلام پر وړاندې یوه وارخطایې رامنځته کړای شي.»
خو دغه اسقف د مهاجرو د یوه ګډ اروپایې سیاست د نشتوالي له امله خفګان څرګند کړ. هغه وویل: «موږ جلا جلا ملي اقدامات لرو چې د پوهیدو وړ، خو افسوسناک دي.» د ګډ سیاست نشوالی د دې سبب هم شوی چې د مهاجرت د پدیدې پر وړاندې د مبارزې له پاره ګډ سیاست نه شته.«هو دلته موضوع د انسانانو او د دوی د برخلیک پر سر ده.»
د اتريش دغه لوی اسقف د مهاجرو له پاره د کاریدونکي ژبې (کلیمو او الفاظو) په هکله له یوه رهبري شوي بدلون څخه خبردارې وکړ: «کله چې په دوامداره توګه د پناه غوښتونکي کلیمه، له جنایتکار او خطر پیښوونکي سره یوځای وکارول شي، بیا نو خواخوږي له منځه ځي.» دلته باید ټولنه متوجه شي: «چې غیر انساني ژبه باید ونه کارول شي».