د اتريش صدراعظم سباستيان کورڅ د آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد» د جمعې ورځې ګڼې سره په مرکه کې ويلي دي چې د اروپايي اتحاديې له خوا پر دغې سترې ټولنيزې انترنيټي شبکې د فشار راوړل، د انساني قاچاقبرانو په پيژندنه او د هغوی د فعاليتونو په درولو کې اړين دي.
کورڅ په دغه مرکه کې ويلي دي: «اوس د فيسبوک په شان انترنيټي شبکې هم باید ځواب ووايي. په نړۍ کې ډير انسانان له همدې لارې د انساني قاچاقبرانو په دروغجنو خبرو تيروځي.»
د اتريش صدراعظم زياته کړې: «هغوی د منځني ختيځ، افريقا او يا هم د مرکزي امريکا له هيوادونو څخه قاچاقبرانو ته په زرونو يورو ورکوي او خپل ژوند د مديترانې سمندرګي په څير خطرناکو لارو کې په خطر کې اچوي. موږ نه بايد نور پر دغې موضوع سترګې پټې کړو.»
د اتريش صدراعظم دغه راز ويلي دي چې په اروپايي اتحاديه کې ميشت ځيني مهاجر، د همدغې ټولنيزې شبکې له لارې خپل اسناد او پاسپورټونه پر نورو هغو مهاجرو پلوري چې غواړې دغې اتحاديې ته راشي.
سباستين کورڅ په دې اړه داسې ويلي: «دغه تورونه بايد په دقت سره وڅيړل شي. که چيري هغه ريښتيا ثابت کيږي، فيسبوک موظف دی چې د اسنادو د غيرقانوني خريد او فروش پر وړاندې اقدام وکړي.»
د اتريش صدراعظم د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه: «زموږ موخه بايد دا وي چې د انترنيټ په ټولنيزو شبکو کې د انساني قاچاقبرانو پر ضد مبارزه وکړو او نور د هغوی دغه ډول کار و بار متوقف کړو.»
Rsh/Af (KNA)
د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
د یونان ساموس ټاپو ته ورځ تر بلې ډیر افغان مهاجر رسيږي
د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ وايي چې په دې ورستيو کې د يونان په ساموس ټاپو کې د افغان مهاجرو شمير لوړ شوی دی. دغه سازمان وايي د ساموس کمپ د مهاجرو ۳۷ سلنه افغانان دي.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadiد يونان په ساموس جزيره کې د مهاجرو شمير د کمپ له اصلي وړتيا څخه ډير لوړ دی. د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ يو چارواکی وايي چې په دغه مرکز وضعيت کړکيچن دی.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadiد ساموس ښاروال انکلو پولوس له دې امله چې په ساموس کمپ کې د مهاجرو شمير د دغه ټاپو د اوسيدونکو په پرتله ډير دي، د دغه کمپ د تړلو غوښتنه يې کړې ده.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadiتر۴۰۰۰ زيات کسان په داسي ځای کې ژوند کوي چې هغه ځای په اصل کې د ۷۰۰ کسانو له پاره جوړ شوی دی. ۲۰۰۰ کسان يوازي په داسې خيمو کې ژوند کوي چې دوی په خپله ځان ته درولي دي.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadiد قانون له مخې له ترکيې څخه يونان ته رسيدلي مهاجر بايد د يونان په کمپونو کې خپل پناه غوښتنلیکونه وسپاري. خو په کمپونو کې د مهاجرو ډير رش د دې لامل شوی چې مهاجر د پناه غوښتنې ځواب ته ډير وخت په انتظار کې تير کړي.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadiپه ساموس کې حکومتي چارواکي او ځايي اوسيدونکي وايي چې په ورستيو کلونو کې دغه ټاپو ته د ورتلونکو سيلانيانو په شمير کې ډير کمښت راغلی دی.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadiماشومانو له پاره د ساتيرۍ پروګرامونه
په ساموس کمپ کې ډيري ښځي او ماشومان په سخت وضعيت کې خپل ژوند تيروي. په دغه کمپ کې د رضاکارانو يو سازمان د ماشومانو له پاره د ساتيري پروګرامونه جوړوي.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadiکمپ ته په تازه رسيدلو مهاجرو کې ۳۷ سلنه يې افغانان، ۲۰ سلنه عراقي، ۱۴ سلنه سوريايي او ۸ سلنه يې د کامرون مهاجر دي.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadiزین الله محمدي د خپلي ميندواره ميرمنې او درو ماشومانو سره له غزني څخه يونان ته ځان رسولی دی. هغه اوس په يوه خيمه کې ژوند کوي. هغه د پښو او ملا له درده رنځ وړي. محمدي وايي چې تیره اوونۍ چې باران وريده خیمه يې له اوبو ډکه شوه.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadiدغه ماشوم په سيند کې زيږيدلی دی
دغه مور وايي چې ماشوم يې د مهاجرت پر لاره په سيند کې په يوه کښتۍ کې زېږولی دی. د دغې ښځې په خبره په کښتۍ کې روغتيايي اسانتياوې نه وې.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadi