1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

اتريش: يو افغان ځوان د بريد د پلان په تور په بند محکوم سو

۱۴۰۴ آبان ۳۰, جمعه

يو ځوان افغان د اتريش په زالڅبورګ ښار کي د ترهګريز بريد د پلان کولو په تور په ۱۵ کاله بند محکوم سو. هغه له داعش سره پر خپل پيوستون اعتراف کړی دی.

د اتريش د پوليسو يو موټر په يوه جاده کي ولاړ دی
څارنوالۍ ويلي دي چي دغه ځوان غوښتل د ۲۰۲۴م کال په کرسمس کي بريد وکړيانځور: Bildagentur-online/McPhoto/picture alliance

د اتريش خبري آژانس (APA) د راپور له مخي دغه ۲۲ کلن ځوان د »اسلامي دولت« (داعش) ترهګري ډلي د غړي، په يوه ترهګر سازمان کې د ګډون او ترهګريزو جرمونو او جرمي سازمان کي د ګډون په تور مجرم پيژندل سوی دی.

څارنوالۍ ويلي دي چي تورن د ۲۰۲۴م کال په کرسمس کي د بريد کولو اراده لرله.

د اتريش خبري آژانس زياته کړې ده چي هغه د بريد له پاره ممکنه هدفونه په زالڅبورګ کي د کرسمس بازار، د ښار د اورګاډي سټېشن يا هوهنزالڅبورګ کلا په پام کي نيولي ول.

د انترنت د کاروونکو د معلوماتو ژر ترلاسه کولو هڅې

01:30

This browser does not support the video element.

د احتمالي بريد په اړه د چيټ پيغامونه

دغه ځوان اعتراف کړی دی چي له داعش سره يوځای سوی او د بريد پلانولو په اړه يې فکر کړی وو. د هغه د څرګندونو له مخي چي د يوه ژباړونکي له خوا ژباړل کيدلې، هغه وويل چي د بريد په اړه دا افکار »جدي نه ول«.

دا پريکړه لا تر اوسه مرعی الاجرا نه ده.

د تورن د څرګندونو برخلاف، څارنوالۍ هغه پيغامونه نقل قول کړل چي هغه له داعش سره په يوه چيټ کي تبادله کړي ول، په دغه چيټ کي داعش هغه ته په چاقو سره د بريد کولو مشوره ورکړې وه.

څارنوالی ويلي دي چي دغه ۲۲ کلن ځوان په يادو چيټونو کي ليکلي ول چي قصد لري د درو کسانو سرونو پرې کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب