په اتریش کې د څو میاشتې ترمخه برقع د ممانعت په اړه تصويب شوي قانون جاري شو. د دې قانون له مخې د ادغام کورسونه هم جبري بڼه پيدا کوي.
د اتريش د عمومي انتخاباتو په هلکه د ترسره شويو نظر پوښتو په حواله به ښايي هغه گوندونه ډيري رای ترلاسه کړي چې د مهاجرو ضد سياست پر مخ وړي. دغه گوندونه ښايي په ائتلافي حکومت کې هم شامل شي.
د اروپايي ټولنې په دې غړي هيواد کې له دويمې نړيوالې جگړې راهيسې په پرله پسې توګه ښی اړخ ته تمايل گوندونو واک درلودلی دی. خو دا ځل به د مهاجرو او اسلام مخالف دريځ لرونکو گوندونو بريا او بيا په حکومت کې شامليدل پر اروپايي ټولنه هم اغیزې ولري.
په آلمان کې هم د سبتمبر د ۲۴ نيټې په پارلماني ټاکنو کې ښی اړخه عوامپال گوند ای ايف ډي د دريم قوي گوند په توګه راڅرګند شو او په اتريش کې به هم د همدې دريځ درلودونکي گوندونه بريا د اروپا ټول ښی اړخه عوامپال گوندونه قوي کړي.
په اتريش کې د برقع دې نوي قانون ته چې له پرونه (د ۲۰۱۷ م کال د اکتوبر ۱ نيټه) راهيسې پرې عمل پيل شوی، د «مخ په بشپړه توګه پر پټولو بندیز» نوم ورکړل شوی دی.
د دې قانون له مخې په عامه ځايونو کې د مثال په توګه په روغتونو او يا په مختلفو محفلونو کې د کاریدونکو ماسکونو په گډون د مخ پر هر ډول حجاب بندیز دی او د سرغړونې جزا به يې ښايي يونيم سل يورو وي. سربيره پر دې د اتريش پولیسو ته اجازه ورکړل شوې چې د اړتيا په صورت کې يوازي د نارينه وو مخ په زور لوڅ کړي.
خو دا قانون په عامه اصطلاح «پر برقع بندیز» بلل کيږي. دا په دې معنا دی چې د دې قانون پلويان دا په بشپړه حجاب لرونکو مسلمانو ښځو پوري منسوبوي. اتريش ته د مهاجرو تر راتګ وروسته هم په عامه ځايونو کې داسې ښځې کمې تر سترگو کيږي چې بشپړه حجاب یې کړې وي.
د يوې نظر پوښتنې په حواله د مخ پټي ضد هرو اوو کسانو څخه یې پنځه هغو ګوندونو ته د رای ورکولو اراده لري چې اسلام ضد شعارونه ورکوي چې دا په اتريش کې د اسلام ضد احساساتو انځور ښيي.
په دې گوندونو کې تر ټولو ډير پيژندل شوی یې د «آزادۍ گوند» او «خلکو گوند» دی چې دواړه په پرديو ضد سیاست مشهور شوي دي. د «خلکو گوند» چې منځنی ښی اړخه ګوند دی د «آزادۍ گوند» په څير په ښکاره اسلام ضد شعارونه نه ورکوي خو له هغه راهيسې چې سيباستيان کرز يې مشري پر غاړه اخيستې، دوی هم په مهاجرت ضد سياست پيل کړی دی.
بل اړخ ته بيا سوسيال ديموکرات ګوند نه دی توانیدلی ډير خلک راخپل کړي.
د تازه نظر پوښتو په حواله د «خلکو ګوند» ۳۴ سلنه، سوسيال ديموکرات گوند ۲۷ او د «آزادۍ گوند» د ۲۵ سلنه رای ورکونکو له ملاتړه برخمن دی.
په همدې ترڅ کې د آلمان د سوسيال مسحي گوند عمومي مشر اندرياس شویر هم د اتريش په نمونه په آلمان کې پر بشپړه حجاب يا مخ پټولو د بندیز غوښتنه وکړه. نوموړي د « Passauer Neuen Presse» ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل چې دغه ډول بشپړه بندیز «ممکن او اړين» دی. ده زياته کړه برحاله مقررات ناکافي دي. نوموړي زياته کړه : «برقع په آلمان پورې اړه نه لري»
د هغو ايراني نارينه ؤ عکسونه په ټولنيزو رسنيو کي منتشر سوي دي، چي د ښځو په څېر حجابونه يې کړي دي. دا چي دغو نارينه ؤ ولي حجابونه کړي دي، په دغه انځوريز البوم کي یې کتلای او لوستلای سئ:
انځور: facebook/my stealthy freedomپه ټولنيزو رسنيو کي دوه هېشټېګونو ډېر محبوبيت تر لاسه کړی دی. دغه دوه هېشټېګونه د «#مردان_باحجاب » او «MenInHijab#» څخه عبارت دي. ګڼ شمېر ايراني نارينه ؤ د يادو هېشټېګونو سره خپل داسي انځورونه پر ټولنيزو رسنيو خپاره کړي دي، چي پکښي حجابونه يې پر سر دي.
انځور: facebook/my stealthy freedomدغه نارينه چي د حجاب سره خپل انځورونه ټولنيزو رسنيو ته لېږدوي، غواړي چي د نړيوالو رسنيو پام ځان ته واړوي. هغوی په دغه کار په ايران کي د ښځو له پاره د حجاب د مکلفيت پر ضد د احتجاج په توګه کوي. دا چي هغوی د خپلو ماينو، مېندو او خويندو تر څنګ په حجاب کي انځور اخلي، غواړي د «غيرت» د لغت معنی ته تغير ورکړي.
انځور: facebook/my stealthy freedomزياترو دغو باحجابه ايراني نارينه ؤ پر «غيرت» لغت او د هغه پر معنی تبصرې کړي دي. هغوی ليکي چي د مېندو، خوېندو او ماينو پر سر د حجاب نشته والی د هغوی د بې غيرتۍ معنی نه ورکوي. هغوی احتجاج کوي چي د ايران دولت د تيرو ۳۸ کالو راهيسي مېرمني په حجاب مکلفه کړي دي.
انځور: facebook/my stealthy freedomپه دغه انځور کي ولاړ نارينه د خپل انځور سره ليکلي چي په ایرانۍ ټولنه کي د غيرت له لغت څخه غلطه معنی اخيستل کيږي.
انځور: facebook/my stealthy freedomمسيح علي نژاد چي دوه کاله تر مخه يې د « آزادیهای یواشکی» په نوم کامپاين پېل کړی ؤ، د ښځو د اجباري حجاب پر ضد په خپل دغه کامپاين کي بريالی دی او د رسنيو توجه يې دغې موضوع ته جلب کړې ده. نوموړي د آلمان ږغ سره په خبرو کي وويل چي په دغه موضوع کي د رسنيو لېوالتيا زياته ده.
انځور: facebook/my stealthy freedomد مسيح علي نژاد په وينا حجاب د يوازي د مېرمنو موضوع نه دی. هغه وايي چي دغه د بشپړه ټولني له پاره يوه موضوع ده. د نوموړي په وینا دا هغه موضوع ده چي و نارينه ؤ ته هم مواجه ده او دغه خپاره سوي انځورونه ورباندي دلالت کوي.
انځور: facebook/my stealthy freedomد هغه باوجوده چي د حجاب موضوع يوازي د ايران د زنانه ؤ ستونزه نه ده، خو هر وخت چي دغه موضوع راپورته سي نو ورباندي انتقاد کيږي چي په ايران کي تر دغه نوري لويي ستونزي سته.
انځور: facebook/my stealthy freedomکومي پيغلي چي دغه انځور خپور کړی دی، ورسره ليکلي يې دي چي له خپل پلار او ورو څخه يې هيله وکړه چي په حجاب کي په انځور اخيستلو سره ورسره په کامپاين کي مرسته وکړي. هغه وايي چي هغوی چي کله حجابونه واخوستل نو لومړی يې ډېر وخندل خو وروسته يې په يوه دقيقه کي خولې وکړې او ويې ويل چي ښځي دغه څنګه برداشتوي.
انځور: facebook/my stealthy freedomد دغه کامپاين ملاتړي وايي چي نړۍ د ايران د نارينه ؤ په هکله دا نظر لري چي هغوی خپلي ښځي حتی بېله د هغوی د اجازې د سفر اجازه نه ري، بېله د نارينه ؤ د رضا پاسپورټ نه سي اخيستلای او يا لوڅ لباس واغوندي. له همدې کبله هغوی وايي چي حجاب يوازي د ښځو ستونزه نه ده.
انځور: facebook/my stealthy freedomد دغه کامپاین ملاتړ کوونکي هغه ايراني نارينه دي چي هيڅ وخت په داخلي رسنيو کي يې سهم نه دی درلودلی.
انځور: facebook/my stealthy freedomعلي نژاد وايي: «په رشتيا چي حيران يم چي د ايران نارينه څنګه وتوانېدل چي د ايران له دننه څخه خپل انځورونه او اوازونه د نړۍ لويو رسنيو ته ورسوي.»
انځور: facebook/my stealthy freedom«نن مي دغه عکس په سيسنګان کي واخيست. په انځور کي راسره زما د عمه زوی چي خور يې تر څنګ ده، راسره مرسته وکړه. په دې هيله چي د ايران نارينه يوه ورځ سره يوځای سي او ښځي د خپل حرمت او د انتخاب حق ولري.»
انځور: facebook/my stealthy freedomفرانسوي، بلجيمي او هالندي رسنيو د دغه کامپاين په تړاو راپورونه خپاره کړي دي. د دې تر څنګ په اېټاليا کي د ريپوبليکا ورځپاڼي هم په دې هکله مطلب خپور کړی دی. يو شمېر نورو نړيوالو رسنيو هم دغې موضوع ته انعکاس ورکړی دی.
انځور: facebook/my stealthy freedomعلي نژدا وايي چي په خپل دغه کامپاين سره خلک پوه کړي چي که خپله يو شم نه بلوي نو دي نور شمونه هم نه وژني.
انځور: facebook/my stealthy freedomدغه ځوان چي په خپل انځور يې په حجاب کي خپور کړی دی، ورسره ليکلي يې دي: «زما خور مجبوره ده چي شپه او ورځ په دغه بڼه ظاهره سي، چي ما يې صرف يوه لحظه تجربه کړله. اجبار انسان د خپل اصلي ځان څخه ليري کوي.»
انځور: facebook/my stealthy freedomدغه پلار او زوی هم په حجاب کي خپل انځور خپور کړی او وسره ليکلي يې دي: «بعضو په فيسبوک کي ليکلي چي غيرت اجازه نه راکوي چي د خپل ژوند د ملګرې سره انځور واخلو... موږ د خپلو مېندو او خوېندو سره د تر سره کېدونکي ستم څخه رنج وړو.»
انځور: facebook/my stealthy freedomپه توکيو کې په لومړي وار د مسلمانو ښځو له پاره يوه «فیشن شو» جوړه شوې وه. په دې ننداره کې ماډلي له رنګينو پوړنو سره راڅرګندي شوې. انځورونه ئې دلته کتلای سئ.
انځور: Reuters/T. Hanaiپه دې ننداره کې د لسو سترو شرکتونو کالي نندارې ته وړاندي شول چې زياتره یې د سنګاپور د فیشن برخي وې.
انځور: Reuters/T. Hanaiدې نندارې ته د «مسلمانو ښځو فیشن شو» نوم ورکړل شوې وو. دا فيشن شو په داسې حال کې جوړه شوې وه چې په جاپان کې «حلال ايکسپو» یا د «حلالو توکو نندارتون» جوړ شوی وو.
انځور: Reuters/T. Hanaiدا ننداره په ځانګړي توګه په جاپان کې د مېشتو مسلمانو ميرمنو له پاره جوړه شوې وه.
انځور: Reuters/T. Hanaiپه دې فيشن شو کې چې دوې ورځي يې دوام وکړ، د مسلمانو ښځو ترڅنګ ډيرو نورو جاپانۍ میرمنو هم ګډون کړی وو.
انځور: Reuters/T. Hanaiپه دې ننداره کې د رنګه پوړنو ترڅنګ د ځان پټولو عصري اوږده کالي او چپني هم نندارې ته وړاندي شول.
انځور: Reuters/T. Hanai