1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

اتریشی شرکت: د کرونا واکسین به د ټولي نړۍ په اختیار کي ورکړو

۱۳۹۹ خرداد ۹, جمعه

د تمیس بیو ساینس په نامه د واکسین جوړولو اتریشی شرکت چي د امریکا متحده ایالاتو د «مِرک اند کو.» په نامه دوا جوړولو ستر شرکت تر کنترول لاندي راغلی، غواړي چي د کرونا احتمالي واکسین د نړیوالو په واک کي ورکړي.

Symbolbild Impfung gegen Masern
انځور: picture-alliance/dpa/J. Stratenschulte

د تمیس بیو ساینس (Themis Bioscience) په نامه د اتریشي شرکت رئیس اریش تَوبَر د پنجشنبه په ورځ رویترز خبري آژانس ته وویل چي هیچاته به دغه واکسین ته د لاس رسي په برخه کي لومړیتوب ور نه کړل سي.

هغه زیاته کړې د مِرک شرکت په تیرو وختونو کي ښوولې چي واکسین به د ټولو هغو کسانو په اختیار کي ورکړي چي ورته اړتیا لري. هغه ویلي دا یو له هغو دلایلو څخه دی چي اتریشانو له نوموړي امریکايي ستر شرکت سره د همکارۍ تصمیم نیولی دی.

د هغه په خبره دا کار به د کووید ۱۹ ناروغۍ د واکسین جوړولو کار لا پسي چټک کړي. ددغه شرکت له خوا جوړیدونکی احتمالي واکسین اوس تر لومړنیو آزموینو لاندي دی او سږکال به پر بدن باندي د هغه تِست کول پیل سي.

د دغه شرکت واکسین چي د پاستور انستیتوت په ګډه همکارۍ سره په فرانسه کي جوړ سوی دی د شري د اصلاح سوي واکسین څخه سرچینه اخلي. دغه پروژه د «CEPI» په نامه د ایپیدیمي په وړاندي د آمادګي نیولو له نړیوال اییتلاف له خوا تمویل کیږي.

د مِرک شرکت په دې باور دی چي دغه واکسین د یو څو اونیو په ترڅ کي کولای سي په کلینیکونو کي پر داوطلبه کسانو باندي وآزمایل سي.

توبر ویلي چي « پر بدن باندي لومړنۍ آزمویني به په فرانسه او بلجیم کي ترسره سي.» هغه زیاتوي « موږ به هغه ډیر ژر د نورو هیوادونو په اختیار کي هم ورکو»

د تمیس بیو ساینس د شرکت رئیس په دې اړه چي څه وخت به دغه واکسین د ټولو په واک کي ورکول کیږي څه نه دي ویلي خو وايي چي «موږ به ټولي هلي ځلي تر سره کړو تر څو ډیر ژر د دې کار اجازه نامه په لاس راوړو.»

(Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب