د اتریش صدراعظم کریستیان کیرن، دغه خبره د دوشنبه په ورځ (د سپټمبر میاشتي ۱۲ نیټه) د سلواکیا له پلازمینې څخه د لیدنې پر مهال وکړه.
کیرن وویل چي د آلمان له صدراعظمې انگیلا میرکل، سره به یو ځای د شینگین د غړو هیوادونو د پولو د دفاع او ساتلو په موخه پر یوې گډي مسودې باندي بحثونه تر سره سي.
کیرن د سلواکیا له صدراعظم میرو سیرار، سره د یوه گډ مطبوعاتي کنفرانس پر مهال ټینګار وکړ چې د دې کار له پاره نه یوازي خبرو بلکه عمل او مشخصو اقداماتو ته اړتیا شته.
هغه وویل چې لومړی هدف باید دا وي چي په گډه سره د اروپايي ټولني د باندني سرحدونه وساتل سي.
د اتریش صدراعظم زیاته کړه: «په دې برخه کي صبر نور پای ته رسیدونکی دی او اروپا باید هغه هدف چي په ډیر زحمت یې ټاکلی دی بالاخره په عمل کي هم پلي کړي.»
نور مطالب:
ايا له برېکسيټ وروسته نېکسيټ او فرېکسيټ هم راځي؟
پرکسيټ اروپا ته لوی ټکان دی. ښي اړخي ولس پارونکي او د اروپايي ټولنې منتقدين ورڅخه ګټه پورته کوي. آيا نور هېوادونه به هم له اروپايي ټولنې ووځي؟ له نيدرلند (هالنډ) تر فرانسې پورې د دغسې ګوندونو انځورونه دلته ليدلی شئ. انځور: Reuters/T. Melville د لويې بريتانيې يوکيپ وايي: «اروپايي ټولنه ناکاميږي او هغه مري» د بريتانيې د «يوکيپ» خوځښت مشر، نايجل فراج، چې د برېکسيټ کلک طرفدار و، د جون ۲۳مه په تويتر کې د بريتانيې د «خپلواکۍ ورځ» داسې اعلان کړه، ويې ليکل: «اروپايي ټولنه ناکاميږي او هغه مري». هغه له اروپايي ټولنې څخه ډېر ژر وتل غواړي.
انځور: Reuters/T. Melville د هالنډ د آزادۍ ګوند: نيدرلند (هالنډ) په ورپسې ووځي د نيدرلند ښي اړخی ولس پارونکی، خېرت ويلدرز، وايي چې «نيدرلند (هالنډ) په ورپسې ووځي»! نوموړی له اوږې مودې راهيسې په اروپايي ټولنه کې د غړيتوب په سر په خپل هېواد کې ټولپوښتنه غواړي. د نظرپوښتنو له مخې اکثريت نيدرلنديان غواړي چې د «نېکسيټ» په هکله رايه اچونه تر سره کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Wainwright د فرانسې فرون ناسيونال: «دا د آزادۍ بريا ده» د فرانسې ښي اړخي هم غواړي چې له برېکسيټ ګټه پورته کړي: «دا د آزادۍ بريا ده»، د فرون ناسيونال مشرې، مارين لې پين، په تويتر کې وليکل. له اروپايي ټولنې څخه د فرانسې وتل يا فرېکسيټ کېدای شي هغې ته د ۲۰۱۷ کال په انتخاباتو کې ډېرې رايې په لاس ورکړي. لې پين غواړي چې د فرانسې ولسمشره جوړه شي.
انځور: Reuters/H.-P. Bader د آلمان آی اف دي: «د اروپايي ټولنې له غلامۍ څخه وتل غواړو» د آی اف دي مشره، فراوکه پېتري، په تيوتر کې په سړه سينه ليکي: «د يوې نوې اروپا له پاره اصلي وخت راغلی دی.» په تيورينګن آيالت کې د دغه ګوند مشر، بيورن هويکه، ډېره تنده لهجه خپلوي او وايي: «زه پوهيږم چې د آلمان ولس د اروپايي ټولنې له غلامۍ څخه وتل غواړي.»
انځور: Getty Images/J. Koch د دنمارک ولسي ګوند: «اروپايي ټولنه اوس د خپلو کړنو پايله ويني» کريستيان تولېسن دال، چې د دنمارک د ولسي ګوند مشر دی، د فيسبوک د لارې د برېکسيټ مبارکي و رکړه: «اروپايي ټولنې د وګړو شکمنتوب سپک ګڼلی دی. هغې ملي دولتونه بې واکه کړي چې د خپلو کړنو پايله اوس ويني.» دال غواړي چې دنمارکيان هم دې ته وهڅوي چې له اروپايي ټولنې څخه ووځي.
انځور: picture alliance/dpa/L. Kastrup د اتريش اف پي او: «د کډوالۍ د لېونتوب پر ضد مهم ګام» د اف پي او ګوند مشر، هاينڅ کريستيان شتراخه، د تويتر د لارې په اروپايي ټولنه کې د اصلاحاتو راوستلو او د شولڅ او يونکر استعفا وغوښتله. د اتريش ښي اړخي هم پر ټولپوښتنې غور کوي. د دغه ګوند پر ويبپاڼه راغلي دي چې برېکسيټ په اروپا کې «د کډوالۍ د روان لېونتوب پر ضد» يو مهم ګام دی.
انځور: Reuters/H.-P. Bader د هنګري د فيدېس ګوند:«د کډوالو ستونزه بايد جدي وبلل شي» د هنګري ښي اړخی محافظه کار لومړی وزير، ويکتور اوربان، د برېکسيټ پايله د خپل کډوالو ضد سياست څخه ملاتړ بولي. دی وايي چې اروپا يوازې هغه مهال پياوړې وي، چې «د کډوالو په څېر اصلي ستونزو له پاره د حل لارې موجودې وي.»
انځور: picture alliance/AA/D. Aydemir د چک شفق نومی ګوند: د چېکسيټ غوښتنه ناکامه شوه د چک جمهوريت د ښي اړخو ولس پالونکو په اند له برېکسيټ وروسته «چېکسيټ» هم راځي. د اروپايي ټولنې يو تر ټولو کلک منتقد، پخوانی ولسمشر، واسلاف کلاوس، دی. د می مياشتې په پیل کې د «اوسويت» يعنې شفق په نوم د ښي اړخي ګوند هغه غوښتنليک رد شو چې غوښتل يې په پارلمان کې د چېکسيټ په هکله خبرې اتررې تر سره کړي.
انځور: picture alliance/dpa/M. Dolezal