۸۰ سلنه افغانې میرمنې موبایلونو ته لاسرسی لري
۱۳۹۲ خرداد ۲, پنجشنبهد افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت له گرځنده تلیفونونو څخه د ښځو د استفادې په اړه یو رپوټ خپور کړی دی. په دې رپوت کې راغلي دي چې د گرځنده تلیفونونو له لارې د روزنیزو پروگرامونو خپریدو د افغانانو میرمنو په ژوند کې مثبت بدلون راوستی دی. دویچه ویله هم په افغانستان کې خپل ښوونیزه راډیويي ډرامه (واوره او زره یې کړه) د گرځند تلیفونونو له لارې خپروي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزیر امیرزي سنگین، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوه کنفرانس ته وویل چې له گرځنده تلیفونونو څخه د ښځو ډیره استفاده ښيي چې افغانې میرمنې له تکنالوژي سره ډیره لیوالتیا لري.
ښاغلي سنگین وویل: «تر دې مخکې داسې ویل کیدل چې افغاني ټولنه یوه نارینه سالاره ټولنه ده، او ښځو ته حق نه ورکول کیږي چې له گرځنده تلیفونونو څخه گټه پورته کړي. خو زموږ سروې ښيي چې اوس ۸۰ سلنه میرمنې په عملي ډول مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري.»
سنگین روښانه کړه چې اوس په افغانستان کې ۴۸ سلنه میرمنې له خپلو شخصي گرځنده تلیفونونو څخه گټه پورته کوي، او ۳۲ سلنه نورې بیا له یوه گډ کورني تلیفون څخه د خپلو اړیکو له پاره کار اخلي. د دغه افغان چارواکي په خبره اوس د یوې نوې سروې له مخې ۹۴ سلنه افغانې میرمنې له تکنالوژي او د گرځنده تلیفونونو له کارونې څخه ویره نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په افغانستان کې یو شمیر کسان په دې باور دي چې له گرځنده تلیفون او تکنالوژي څخه کار اخیستل د ښځو به منځ کې د بدلمنۍ لامل کیږي.
تلیفوني مزاحمتونه او د ښځو له پاره ځانگړې شمیره
د افغانو میرمنو له پاره له گرځنده تلیفونونو څخه گټه پورته کول یوازې سهولت نه رامنځ ته کوي، بلکې د تلیفون له رانیولو سره هغوی ته ډیر مزاحمتونه هم کیږي. په افغانستان کې د داسې نجونو او میرمنو شمیر کم نه دی چې د تلیفوني مزاحمتونو له کبله یې خپلې شمیرې بدلې کړې دي.
د افغانستان د پارلمان د مواصلاتو او مخابراتو د کمیسیون غړې برښنا ربیع، وایي چې د تلیفون له لارې نجونو او میرمنو ته مزاحمت کول په یوې لویې ستونزې بدله شوې ده. میرمن ربیع زیاتوي: «زموږ یو شمیر ځوانان له تلیفونونو څخه ناوړه گټه پورته کوي... يو شمیر بیچاره نجونې او میرمنې له دې کبله خپلې شمیرې بدلوي چې نه غواړي ورته مزاحمت وشي.»
که څه هم په افغانستان کې فعاله مخابراتي شرکتونه اړ دي چې د سیم کارتونو د پلورلو پر مهال له هغوی څخه د گټه پورته کوونکو هویت له ځان سره ثبت کړي، خو ډیر وخت دغه کار په سمه توگه نه ترسره کیږي. اوس مهال د افغانستان په بازارونو کې ډیر شمیر سیم کارتونه پرته له دې چې ثبت او راجستر شي پلورل کیږي. نو له دې کبله د هغو کسانو موندل ډیر سخت کار دی چې په افغانستان کې د تلیفونو له لارې نورو کسانو ته مزاحمت کوي.
د افغانستان د مخابراتو وزیر وویل چې تر دې وروسته به هغه شمارې قید شي چې له لارې یې نجونو او میرمنو ته مزاحمت کیږي. هغه زیاته کړه: «موږ غواړو چې د نجونو له پاره یوه ځانگړې مرستندویه شمیره جوړه کړو ترڅو هغوی ورته د تلیفوني مزاحمتونو په صورت کې شکایت وکړي. موږ بیا دغه شمیره چکوو او که شکایت پر ځای وو نو هغه قیدو.»
په افغانستان کې په ۲۰۰۲ کال کې د گرځنده تلیفونونو لومړنی شرکت فعاله شو. اوس مهال په دغه هیواد کې څلور خصوصي او یو دولتي مخابراتي شرکت فعالیت کوي.