احمدزی:امنيتي مسؤليت سپارل به هرو مرو پلی کيږي
۱۳۹۰ تیر ۸, چهارشنبهد چهارشنبې په ورځ په کابل کي د کابيني، د ملي شورا د دواړو خونو غړو او واليانو په ګډون يوه غونډه جوړه سوې چي په ترځ کي به يې د امنيتي مسؤليت په برخه کي د پرمختګونو د څېړلو ترڅنګ ددغه بهير په وړاندي پرتې ستونزي هم وارزول سي.
مخکي له دې چي، په کابل کي د امنيتي مسؤليت د ليږد بهير په اړه درې ورځنۍ غونډه پيل سي ددغه ښار په لويديځه څنډه کي پر انټرکانټينټل هوټل د دولت وسله والو مخالفينو ډله ييز ځانمرګي بريدونه وکړل.
خو ښاغلي " احمدزي" دا بريدونه په کلکه وغندل او وې ويل: د دولت وسله وال مخالفين غواړي په دې توګه افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيت مسؤوليت سپارلو بهير له خنډونو سره مخ کړي.
د کابل پر انټر کانتيننتال هوټل د وسله والو طالبانو په ډله ييز ځانمرګي بريد کي د دوو پوليسو په ګډون ۱۲ کسان وژل سوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
دغه بريد تيره شپه لس نيمي بجې پيل او د چهارشنبې د سهار تر ۶ بجو يې دوام وکړ.
افغان چارواکي وايي د بريد موخه په دغه هوټل کي د واليانو روانه غونډه ؤ. له سروبي پرته ټول کابل ولايت يو له هغو سيمو څخه دی چي، نږدې شل ورځي وروسته به يي امنيتي مسؤليت افغان ځواکونو ته وروسپارل سي.
دغه راز ، د کابل ترڅنګ د هلمند مرکز لښکرګاه ، د بلخ مرکز مزار شريف ، د لغمان مرکز مهترلام ، د هرات مرکز هرات ښار، باميان او پنجشير ولايتونه د امنيتي مسؤليت د ليږد په بهيرکي شامل دي.
اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل