1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

احمدي نژاد د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړه

۱۴۰۳ خرداد ۱۳, یکشنبه

محمود احمدي نژاد ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو د نوم لیکنې په څلورمه ورځ خپله نوماندي اعلان کړه.هغه خپلو پلویانو ته وویل: «سره له دې چې پوهیږم چې کومې پیښې را روانې دي، خو د نوم لیکنې لپاره کورنیو چارو وزارت ته حاضر شوم.»

Flash-Galerie Bildergalerie Das bewegte die Welt im Jahr 2011 Jahresrückblick international 2011
محمود احمدي نژادانځور: AP

د دولت بهار په نوم  ټیلیګرام چینل او په ایران کې ځینو خبري آژانسونو کورنیو چارو وزارت ته د محمود احمدي نژاد د دننه کیدو انځورونه خپاره کړي، چې پلویان یې د هغه هرکلی کوي.هغه  له نوم لیکنې وروسته په یوې ​​لنډه وینا کې وویل: « زه راغلی یم چې  یو ځل بیا د ایران ستر ملت ته سلام وکړم.»

نوموړي وویل«په اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او امنیتي اړخونو کې ستونزې له ۹۲  کال څخه ډېرې دي. د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو چې د ژوند کړاوونه یې د هډوکو ژورو ته رسیدلي  او د ملیونونو خلکو عزت او امنیت یې له جدي خطر سره مخ کړی، د  هر مسول انسان زغم پای ته رسوي.»هغه دا ادعا هم وکړه چې «خلکو له هغه څخه وغوښتل چې دې ډګر ته راشي.»


په نورو کاندیدانو کې چې د یکشنبې په ورځ ( د جون په دویمه)  یې د ولسمشرۍ لپاره نوم لیکنه کړې، د ارشاد وزیر محمد مهدي اسماعیلي، د احمدي نژاد په حکومت کې د ولسمشر مرستیال مسعود ظریفان، د مجلس د لسمې دورې غړی محمود صادقي، د کرهنې پخوانی وزیر صادق خلیلیان، د تهران پوهنتون رئیس محمد مغیمي، د پوځ د اطلاعاتو د ساتنې پخوانی قوماندان برید جنرال ایرج شاهواردي، د وسله والو ځواکونو متقاعد جنرال حسین افشارزاده او د پارلمان غړی حسین علي قاسم زاده شامل دي.

د لارښوونې یا ارشاد  وزیر محمد مهدي اسماعیلي له نوم لیکنې وروسته وویل:« راغلی یم ترڅو د بهرنۍ تګلارې انډول او تحرک په ښه توګه پلی او دوام ومومي او هېواد د سیمې د اقتصاد، صنعت او پرمختګ په مرکز بدل شي. د روغتیا جامع سیسټم بشپړ شي او د هیواد په هر ګوټ کې عدالت پلی شي.»

د رئيسي مړینه: د طالبانو پر وړاندې به د ایران سیاست بدل شي؟

30:40

This browser does not support the video element.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل