احمد مسعود: موږ خپلې مبارزې ته ادامه ورکوو
۱۴۰۰ شهریور ۱۳, شنبه![Ahmad Massoud](https://static.dw.com/image/58951437_800.webp)
احمد مسعود پر خپلې فيسبوک پاڼې لیکلي دی: «موږ به د خدای، آزادۍ او عدالت پخاطر د خپلې مبارزې څخه هيڅکله لاس وانخلو.»
د آلمان د خبري آژانس په حواله مسعود دغه څرګندونې ترهغه وروسته کړي چې تیره ورځ ناتائيد شوي رپوټونه ورکړل شول چې ګواکې پنجشیر طالبانو تصرف کړی او احمد مسعود تاجکستان ته تښتیدلی دی.
پرون ماښام پر ټولنیزو رسنیو داسې خبرونه خپارل شول چې په کابل او يو شمیر نورو ولایتونو کې طالبانو د پنجشیر د نیولو په مناسبت د خوښۍ ډزې کړي دي. ځینو بیا ويل چې دغه ډزې کابل ته د طالبانو د رهبر، ملا هبت الله د راتلو په خوښۍ کې کيږي. خو د طالبانو یوه ویاند دویچه ویله ته په لنډه مرکه کې ويلي دي چې دوی د دغو ډزو د انګیزې په اړه نه پوهیږي.
هاخوا، احمد مسعود ته نژدې کسانو په پنجشیر کې د طالبانو د پرمختګ اوازې رد کړي او ادعا يې کړې چې د طالبانو حملې يې په شا ټمبولي دي.
د اشرف غني د وخت د جمهوري رياست لومړي مرستيال، امرالله صالح هم تیره ورځ ناوخته یو ويډيويي پيغام خپور کړ او ویې ویل چې هغه اوس هم په پنجشیر کې دی او د طالبانو پر ضد مقاومت ته ادامه ورکوي.
په پنجشیر کې د طالبانو او د مقاومت جبهې تر منځ جګړه له پنځو ورځو راهیسې پيل شوې ده. دغه جګړه وروسته له هغې پيله شوه چې د دواړو لورو تر منځ ابتدايي مذاکراتو پایله ورنه کړه.
د مقاومت جبهې یوه ویاند، فهیم دشتي په خبره چې طالبانو د احمد مسعود له پاره يو موقف ومانه، خو هغه رد کړ.
خو د طالبانو یوه پخواني څارنوال، مولانا جلال الدین شنیوراي تیره ورځ دویچه ويله آشتي خپرونې سره په خبرو کې وويل چې مذاکرات اوس هم ادامه لری: «مذاکرات اوس هم دوام لري، داسې نه ده چې د مذاکراتو دروازه بنده ده.» شنیوازې زیاته کړه: «مخکې يوازې د مذاکرې دروازه خلاصه وه، اما اوس دا فرق راغلی چې هم جنګ روان دی او هم مذاکره هم روانه ده.» هغه وویل چې طالبانو د څلورو لورو پر پنجشیر جګړه پيل کړې او پرمختګونه يې لرلي دي.
پنجشیر د طالبانو د شل کاله مخکې واکمنۍ پر وخت هم د هغوی د مخالفانو په ولکه کې وو او اوس هم یوازینی ولایت دی چې طالبان ورباندې کنترول نه لري.