اخضر براهیمي دمشق ته رسېدلی دئ
۱۳۹۱ شهریور ۲۴, جمعهاعلان
د سوریې له پاره دملگرو ملتونو او عربي لیگ ځانگړي استازي لخضر براهیمي ویلي دي چې په دغه هیواد کې روان کړکیچ ورځ تر بلې خرابیږي. هغه دغه څرگندونې د سوریې پلازمینې دمشق ته تر رسیدو وروسته کړي دي. براهیمي تیره ورځ دمشق ته په خپل لومړي سفر رسیدلای دئ تر څو په دغه هیواد کې د ۱۸ میاشتو راهیسې روان کړکیچ ته د پاې د ټکي د ایښودلو له پاره لارې چارې ولټوي.
براهیمي د اگست په میاشت کې د کوفي عنان د استعفی وروسته د هغه د ځای ناستي په توگه ټاکل شوی دئ. کوفي عنان د سولې د شپږ ټکیز پلان د ناکامۍ وروسته د خپلې استعفی اعلان کړی وو. براهیمي د دولتي چارواکو او د اپوزیسیون د غړو سره د خبرو اترو له پاره سوریې ته سفر کړی دئ. په عین وخت کې د حلب په ښار کې د یوې څرخي الوتکې په یوه برید کې د ۱۱ تنو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دئ.