د قانون حاکميتاروپا
ادوارد سنوډن ته روسی تابعیت ورکول سو
۱۴۰۱ مهر ۵, سهشنبهاعلان
هغه ته د تابعیت ورکولو نوم د یو تعداد نورو کسانو سره په هغه لست کي شامل دی، چي د کریملین لخوا نشر سوی دی. مسکو ویلي دي، چي سنوډن د خپل خواهش پر اساس د روسیې تابعیت پلاس راوړی دی.
هغه په ۲۰۱۳ م کال کي د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې، اِن اس اې لخوا د جاسوسۍ فعالیتونو په لس هاوو زره اسناد نورو ژورنالسټانو ته ورکړل. په همدې خاطر هغه په امریکا کي د محاکمه کیدو د خطر سره مخامخ دی. روسیې هغه او ميرمن ته یې پناه ورکړې وه.