اردن په عربي نړۍ کي یو له لږو هغو هیوادونو څخه دی، چي له اسرائيلو سره ښه مناسبات پالي. خو دا به نور ختم سي. عمان اوس د سولي تړون په چوکاټ کي اعطأ سوي دوې سيمي بیرته غواړي.
اعلان
د رادن د خبري آژانس پېترا په حواله پاچا دوهم عبدالله ویلي دي، چي خپل همسایه هیواد اسرائيلو ته یې خبر ورکړی دی، چي د باقوره او غُمر سيمو د ورکولو تړون نور نه تمدیدیږي. پاچا زیاته کړه چي «باقوره او غُمر د اردن خاوره ده او په اردن کي به هم پاته سي.» باقوره د جلیل رود او غُمر د مړې بحیرې په جنوب کي موقعیت لري.
د اجارې تړون په ۲۰۱۹م کال کي پای ته رسیږي
د ۱۹۹۴م کال د سولي تړون په یوه ضمیمه اي تړون کي راغلي وه، چي اسرائيل له دغو سيمو څخه استفاده کولای سي. دغه موافقه د ۲۵ کلونو له پاره اعتبار درلود او که یوه خوا هم هغه لغؤ اعلان نه کړي، نو تړون په اتوماتیک ډول سره تمدیدیږي.
ددغي زراعتي ۴۰۰ هکټاره مځکي اجاره د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر مياشتي پر ۲۵ نیټه پای ته رسیږي. د دواړو خواو د موافقې پر اساس تړون باید لږ تر لږه یو کال د هغه تر ختمیدو دمخه ملغی اعلان سي.
د پاچا دوهم عبدالله د تصمیم نیولو علت عملأ هغه عام داخلي فشار دی، چي پر اساس یې باید دغه سیمي بیرته د اردن تر کامل کنټرول او حاکمیت لاندي راسي. د همدې تیري جمعې په ورځ مظاهره کوونکو په عمان کي حتی غوښتنه کوله چي له اسرائيلو سره د سولي ټوله تړون ملغی اعلان سي.
له بلي خوا بیا د اسرائيلي رسنیو په حواله صدراعظم بنيامين نيتانياهو اعلان کړی دی چي غواړي ددغو سيمو د اجارې د تمدید په خاطر له اردن سره معامله وکړي.
نيتانياهو په عین حال کي له مصر او اردن سره د سولي تړون د ټوله منځني ختيځ د «ثبات له پاره ډیر مهم» وباله.
مصر او اردن یوازني عربي هیوادونه دي چي له اسرائيلو سره یې د سولي تړون امضأ کړی دی. دغه تړون د ۱۹۹۴م کال اکتوبر مياشتي پر۲۶ نیټه د امريکا متحده ايالاتو د هغه وخت د جمهور رئيس بیل کلینتن په حضور کي د اردن د پاچا حسین او اسرائيلو د لومړي وزير اسحق رابین تر منځ لاسليک سوی وو.
د امریکا استخباراتي ادارې یا «سي آی اې» د شاه حسین او د سوزن کابوټ ترمنځ د اړیکو د لا غښتلي کولو هڅې پیل کړې. له فلمي ستورې سوزن سره د حسین د ملاقات پرمهال به، د اردن دغه ځوان پاچا د خصوصي ساتونکو تر څار لاندې وو.
انځور: picture-alliance/Everett Collection
له ملکي مونا سره واده او سوزن کابوټ
د امریکا استخباراتي ادارې پر کابوټ فشار راوړ چې هغه له شاه حسین سره جنسي اړیکي ونیسي او له بل پلوه شاه حسین هم رسنیو ته د دې اړیکو د خبر د رسیدو له امله احتیاط کوو. د ۱۹۵۹م کال د اپریل میاشتې په ۱۸ نیټه شاه حسین یوازې بیرته اردن ته ولاړ او بیا یې په ۱۹۶۱م کال کې له یوې بریتانوی میرمنې سره واده وکړ. دغه میرمن بیا وروسته د ملکه مونا په نامه مشهوره شوه.
انځور: picture-alliance/dpa
له سوزن کابوټ سره اړیکې
د استخباراتي معلوماتو له مخې شاه حسین تر څو کلونو پورې سوزن ته لیکونه لیږل. په همدې وخت کې له ملکه مونا څخه د هغه څلور ماشومان هم نړۍ ته راغلي وو چې بیا وروسته دوی په ۱۹۷۲ کې بیرته سره جلا شول. د اردن اوسنۍ پاچا شاه عبدالله هم د ملکې مونا اولاد دی.
انځور: picture-alliance/dpa/Larsen
له سوزن کابوټ سره د اړیکو پای
امریکايي فلمي ستورې سوزن کابوټ او شاه حسین خپلې اړیکې هغه وخت پای ته ورسولې چې کله حسين ته معلوم شول چې هغه یهودۍ ده. بل لوري ته بیا شاه حسین د شاه حسین دریمه میرمن علیا الحسین په ۱۹۷۷م کال کې د هلیکوپترې په یوه پیښه کې وژل شوې وه.
انځور: picture-alliance/dpa/Keystone Press
د شاه حسین څلورم واده
په ۱۹۷۸م کال کې ادرني پاچا له ایلزبیت نجیب الحلبی سره واده وکړ او دغه میرمن بیا وروسته د ملکه نور په نامه مشهوره شوه. شاه حسین له دې میرمنې هم څلور بچیان لري.