1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردن، د داعش ډلي پرضد اقدامات کوي

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ تیر ۲, دوشنبه

په عراق کې د داعش یا د عراق او شام اسلامي دولت، په نامه وسله والې تندلاري ډلي پرمختگونو ته په کتو سره، اردن له عراق سره د خپلي پولې په خوندي کولو لاس پوري کړی دی. دغي ډلې په عراق کې یو شمیر نوري سیمي هم نیولي دي.

انځور: picture-alliance/abaca

د اردن په پلازمېنه عمان کې د دغه هیواد د پوځ یوه تن استازي ویلي دي چې د اردن پوځ خپل قطعات له عراق سره د خپلي پولي په اوږدو کې د تیارسئ حالت ته راوستي دي. اردن له عراق سره ۱۸۱ کیلومتره اوږده پوله لري. د اردن د امنیتي کړیو د معلوماتو له مخې له عراق سره د پولي د تگ راتگ د یوازینۍ لاري عراقي برخه د داعش د تندلاري ډلي جنگیالیو له خوا کنترولیږي.

په عراق کې د داعش ډله د پرمختگ په حال کې ده

داعش چې انگلیسي مخفف یې (آی اس آې اس) دی، په تیرو ورځو کې د عراق په شمال لویدیځه برخه کې خپل کنترول لاپسې ټینگ کړی دی او په سرحدي ولایت انبار کې یې نور درې ښارونه هم ولکه کړي دي. د جمعې په ورځ د نوموړې سني تندلاري ډلي جنگیالیو له سوریې سره یو سرحدي سیمه هم نیولې وه.

د رپوټونو له مخې دغه ډله اوس کولای شي چې له دغي سرحدي لاري په عراق او سوريه کې خپلو جنگیالیو ته د وسلو لیږد رالیږد برابر کړي.

د امریکایي تجهیزاتو نیول

د سوریې په کورنۍ جگړه کې د داعش په نوم افراطي ډلي د بشارالاسد ځواکونو پر ضد او همداشان د یو شمیر نورو اسلامپالو گروپونو پر ضد هم جگړه کړې ده. د بشري حقونو د څار لندن مېشته سوریایي سازمان د معلوماتو له مخې نوموړې ډله په سوریه کې له امریکایي جوړو شوو تجهیزاتو څخه هم استفاده کوي چې په عراق کې دغي ډلي ته په لاس ورغلي دي.

زیاته شوې ده چې د سوریې د حلب ښار د دوو کلیو د نیولو پر وخت د دغي ډلي جنگیالیو د «حموي» ډوله دوه زرې موټرو څخه هم کار اخيستی دی.

په تیرو دوو اونیو کې د داعش ډلي جنگیالیو د عراق په شمال کې نوري سیمي هم نیولي دي او د پلازمینې بغداد د اطرافو پر لور یې پرمختگ کړی دی. د داعش د ډلي موخه د مدیتراني د ساحل او د فارس خلیج تر منځ د یوه اسلامي دولت رامنځ ته کول دي.

د کډوالۍ بې ساره لړۍ

د داعش ډلي بریدونه له تاوتریخوالي ډک دي. په سونو زره ملکي کسان د دغي ډلي د جنگیالیو له ویري په تېښته کي دي. د روغتیاپالو له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخي د عراق په لویدیځ کې د راوا او انا ښارونو تر نیولو وروسته، تندلارو ۲۱ تنه اعدام کړي دي. زیاته شوې ده چې په وژل شوو کسانو کې پخواني چارواکي او قبیلوي مشران شامل دي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په یوه تلویزوني مرکه کې گاونډیو هیوادونو ته د دغه کړکېچ د غځیدو په هکله خبرداری ورکړی دی. بارک اوباما عراق ته د پلي سرتیرو لیږل یو وار بیا رد کړل. دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د دغه کړکېچ په هکله د خبرو اترو له پاره منځني ختیځ ته تللی دی. هغه تر اوسه د دغه کړکېچ په هکله له مصري او اردني چارواکو سره خبري اتري کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل