بې سرحده خبریالانو «د مطبوعاتو د آزادۍ دښمنانو» ته په نوې کتنه کې ۳۵ د حکومتونو او دولتونو مشران، تندلاري او جنايت کاره سازمانونه او همداشان استخباراتي ادارو ته اشاره کړې ده. د لومړي ځل له پاره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په دغه لېست کې راغلی دی.
بې سرحده خبریالانو د ژورناليستانو پر ضد جنایاتو ته د برائت ورکولو د ملگرو ملتونو نړیوالې ورځې (د نومبر دوهمه) په پلمه ویلي دي چې د ترکیې ولسمشر په دغه هیواد کې د اوسني بېړني وضعیت له کبله د اړونده رسنیو یوه لویه برخه کنترولوي. د بې سرحده خبریالانو د رپوټ له مخې په دغه هیواد کې ۱۳۰ خبریالان په زندان کې دي او لږ تر لږه ۱۴۰ رسنۍ تړل شوي دي.
د بې سرحده خبریالانو مشر کریستیان مهار، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې په ترکیه کې د سرکوبولو څپه واقعا یوه ټکان ورکونکي حد ته رسیدلې ده. د هغه په خبره دغه هیواد د «دیکتاتورۍ پر لار درومي».
کریستیان مهار، د آلمان له حکومت څخه غوښتي چې خپل څرگند دریځ وښيي. مهار له دویچه ویله سره په خپله مرکه کې ټینگار کړی دی چې: «زموږ له نظره دا بسنه نه کوي لکه د آلمان حکومت ویاند چې د ترکیې وضعیت ته په اندیښنې سره گوري. د اندیښنو وختونه لا تر مخه تیر شوي دي.»
په ليست کې نوي کسان
په دغه ليست کې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د تایلینډ د خونتا مشر پرائیوت چان او چا او د بروندي ولسمشر پېیر نکورونزیزا نومونه شامل دي. د لومړي ځل له پاره بې سرحده خبریالانو په دغه ليست کې د سعودي عربستان د پاچا سلمان، د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو، په یمن کې حوثي یاغیان او تندلارې ډله «اسلامي دولت» یا داعش نومونه شامل کړي دي.
«تعقیب، ربړول، قتلول»
په دغه ليست کې «د مطبوعاتو د آزادۍ دښمنان» ځینې ډیر یې پخواني دي. د بیلگې په توگه د بې سرحده خبریالانو له پاره په دغه نوملړ کې د اریتریا ولسمشر ایسا یاس آفورکي، د سودان ولسمشر عمر البشیر، د چین ولسمشر او د گوند مشر شي جین پینگ او د شمالي کوریا دیکتاتور کیم جونگ نومونه شامل دي.
د دغه سازمان د رپوټ له مخې د پخوا په څیر د آزادو خبریالانو له پاره په کیوبا، سنگاپور، روسیې او سوریه کې وضعیت ډیر کړکیچن دی. د بې سرحده خبریالانو د ریئسه هیئت ویاند میشایل ریدسکه، په خبره: «ځیني واکمنان چې له مجازاتو خوندي دي، له لسیزو راهیسې انتقاد کوونکي ژورناليستان تعقیبوي، شکنجه کوي او وژنې یې.»
میشایل ریدسکه یوه عاجله غوښتنه لري او هغه دا چې ملگري ملتونه باید د ژورناليستانو د خوندیتوب له پاره یو ځانگړی استازی وگوماري.
نور مطالب:
د ترکيې د ښورښ ضد پوليسو د استانبول د ښاروال په لارښوونه د همجنس بازانو پر سوله ييز لاريون اوښکن گاز او ربړي مرمۍ اورولي او سره پاشلي ئې دي. د دغه يرغل دليل د «روژې مياشت» ښوول سوې ده چي دغه شان لاريون په روژه کي منع دی.
انځور: picture-alliance/abacaد ترکيې پوليسو د همجنس بازانو پر يوه لاريون باندي په اوښکن گاز او ربړي مرميو سره يرغل کړی او په دې سره ئې لاريون سره پاشلی دئ.
انځور: picture-alliance/abacaهر کال د جون مياشتي پر ۲۸ نېټه د نړۍ په يوشمېر هيوادونو کي همجنس بازان د خپلو حقونو له پاره سوله ييز لاريونونه کوي. انځور په استانبول کي د لاريون دئ.
انځور: picture-alliance/AA/H. Bagisد استانبول په زرونو همجنس بازان او د هغوی پلويان د «کريستوفر استريت دې» په ورځ د نورو کلونو په شان په «تقسيم» ميدان کي سره راټول سوي ول.
انځور: picture-alliance/AA/H. Bagisد همجنس بازانو په خبره د استانبول ښاروال وصاب شاهين بې له دې چي مخکي له مخکي اعلان وکړي، دغه لاريون ئې منع کړی دئ.
انځور: picture-alliance/dpa/T. Bozogluد استانبول ښار د دغه لاريون د منع کولو دليل د «روژې مبارکه مياشت» بللی دئ. خو د همجنس بازانو په خبره تيرکال هغه دغه ورځ په روژې مياشت کي وه ولي هيڅ ستونزه پېښه نه سوه.
انځور: picture-alliance/abaca/H. O. Sandalهمجنس بازانو په خپله فيسبوک پاڼه کي د ښاروال دغه کار «غير قانوني» بللی او له هغه څخه ئې غوښتي دي چي «د ترکيې اساسي قانون ته احترام ولري.»
انځور: picture-alliance/dpa/T. Bozogluپوليسو د تقسيم او استقلال ميدانونو ته ټولي تلونکي او راتلونکي لاري بندي او د لاريون کوونکو د سره پاشلو له پاره ئې د اوښکن گاز، ربړي مرميو او اوبو ماشولو ماشينانو څخه کار واخيست.
انځور: picture-alliance/abacaد پوليسو له يرغل سره سم د تقسيم ميدان هټيوالو د خپلو هټيو دروازې را کش کړې او ميدان داسي بڼه غوره کړه لکه رخصتي چي وي. د عیني شاهيدانو په خبره ځينو هټيوالو همجنس بازانو ته په خپلو هټيو کي پناه ورکړه.
انځور: picture-alliance/abacaپه استانبول کي د ښورښ ضد پوليس د همجنس بازانو لاريون د سره پاشلو په حال کي. دوی اوښکن گاز او ربړي مرمۍ هم کارولې.
انځور: picture-alliance/AP Photoترکيه په سيمه کي يو له ډېرو لږو هيوادونو څخه دئ، چي همجنس بازي پکښې ممنوع نه ده.
انځور: picture-alliance/dpa/T. Bozugluد استانبول ښار وال ويلي دي چي دغه اقدام ئې ځکه وکړ چي دغه لاريون بې له اجازې جوړ سوی وو او د دې ويره هم وه چي نوري ډلي به يرغل پرې وکړي.
انځور: Reuters/H. Aldemirهمجنس بازانو د سږکال لاريون د «غرور لاريون» نومولی وو.
انځور: picture-alliance/dpa/T. Bozogluپر همجنس بازانو باندي په اوښکن گاز سره د ترکيې د پوليسو يرغل.
انځور: picture-alliance/dpa/T. Bozugluد ترکيې د ښورښ ضد پوليس چي په دغه سيمه کي په شخصي کالو کي گرځېدل يو شمېر هغه کسان ئې هم ونيول چي پر دوی باندي ئې نيوکي کولې.
انځور: picture-alliance/abacaهمجنس بازانو په خپل فيسبوک پاڼه کي ليکي دي: «موږ دلته يو، زموږ له حضور سره عادت وکړئ، موږ به له دغه ځايه ولاړ نه سو، مينه ميدان گټي.»
انځور: picture-alliance/AA/H. Bagisپر دوی باندي د پوليسو د يرغل سره سره بيا هم ماښام استقلال ميدان ته راووتل، څو د خپل حق غوښتنه په خپل حضور سره وښيي.
انځور: picture-alliance/abaca/H. O. Sandal