1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان د امریکايي پوځي اډو د بندولو ګواښ کړی

۱۳۹۸ آذر ۲۵, دوشنبه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان واشنګټن ته ګواښ کړی چې که چیرې له روسیې څخه د توغندیدو د سيستم د رانیولو له کبله پر ترکیه بندیزونه وضع کړي، دوی به یې په ځواب کې دوه پوځي اډې وتړي.

Türkei US Airforce F-15 Incirlik Air Base
انځور: picture-alliance/AP Photo

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د دسمبر میاشتې په ۱۵مه نیټه) ویلي چې که چیرته له روسیې څخه د توغندیدو د سیستم د رانیولو له کبله واشنګټن پر انقرې بندیزونه وضع کړي، نو د ځوابي عمل په توګه به ترکیه  په خپله خاوره کې د امریکا متحده ایالاتو له لوري کاریدونکې دوه ستراتیژیکي پوځي اډې بندې کړي.

رجب طیب اردوغان د یکشنبې په ورځ د آ هابر په نامه له رسنۍ سره په خبرو کې په ترکیه کې هغو دوو پوځي اډو ته په اشارې سره چې د امریکا متحده ایالاتو له لوري کارول کیږي، وویل: «که چیرته اړتیا وي، موږ به د انجرلیک او کوریجیک [پوځي اډې] وتړو.» نوموړي په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې که چیرته پر موږ باندې د اقتصادي بندیزونو ګواښ عملي شي، موږ به په ورته یوه عمل سره هغوی [امریکا] ته ځواب ورکړو.»

انجرلیک د ترکیې په سویل کې یوه پوځي اډه ده چې په افغانستان او منځني ختیځ کې د امریکا متحده ایالاتو په عملیاتو کې یې مهم نقش لوبولی دی. سربیره پر دې، یادې پوځي اډې په دې وروستیو کې په سوریه او عراق کې د داعش ډلې پر وړاندې د امریکا متحده ایالاتو په پوځي عملیاتو کې هم مهم نقش لوبولی دی. د امریکا متحده ایالاتو پوځ په یاده پوځي اډه کې شاوخوا ۵۰ B-61  ډوله اتومي بمونه هم ځای پر ځای کړي دي. کوریجیک بیا د ترکیې په شرقي څنډه کې د ناټو د رادار یو مرکز دی.

انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Dunham

په عین وخت کې د روانې اونۍ په لومړیو کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، هم د واشنګټن د بندیزونو په ځواب کې د یادو دوو پوځي اډو د تړلو موضوع را برسیره کړه.

پر ترکیه باندې د امریکا احتمالی بندیزونه

د امریکا متحده ایالاتو د پارلمان غړي پر ولسمشر ترمپ باندې فشارونه راوړي څو له روسیې څخه د ترکیې له لوري د اس ۴۰۰ ډوله توغندیو د سیستم د رانیولو په ځواب کې د ترکیې پر حکومت باندې اقتصادي بندیزونه وضع کړي. واشنګټڼ وايي چې د توغندیو اس ۴۰۰ ډوله روسي دفاعي سیستم د ناټو له مقراراتو سره په ټکر کې دي او دا چې دغه سیستم د اف ۳۵ ډوله جنګي جټ الوتکو له پاره یو ګواښ دی. د دې کار په ځواب کې، واشنګټن د ایف ۳۵ ډوله جنګي جټ الوتکو له پروګرام څخه د ترکیې هیواد چې د الوتکو د رانيولو په دې پروگرام کې شامل وو، اخراج کړ. د ترمپ ادارې تر اوسه پورې د ناټو سازمان پر غړی هیواد ترکیې باندې له اقتصادي بندیزونو څخه ډډه کړې ده.

انځور: picture-alliance/dpa/Zuma Wire/C. Guzy

دا په داسې حال کې ده چې د سوریې په شمال کې د کردي جنګیالیو پر وړاندې چې د داعش ډلې پر ضد مبارزه کې یې له امریکا متحده ایالاتو سره ملتیا کوله، د ترکیې تر پوځي یرغل وروسته د دواړو لورو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي دي. وروسته له هغې چې امریکا متحده ایالاتو د ترکیې او سوریې له ګډې پولې څخه خپل پوځیان اخراج کړل، ترکیې له روسي ولسمشر ولادمیر پوتین سره یو داسې تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې ترکیه کولی شي د سوریې په شمالي پولو کې ګزمي وکړي. ترکیه کردي ملیشې ترهګر ګڼي او د تیرو ۳۵ کلونو راهیسې د یو بل پر وړاندې جنګیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل