د «الخبر» په نوم تلويزيوني چېنل کې ولسمشر، رجب طيب اردوغان، وويل چې د دغو تدابيرو له پاره به دی پارلمان ته په اساسي قانون کې د تغيير راوستلو په موخه يوه «کوچنۍ بسته» وړاندې کړي. ورسره جوخت ولسمشر د ټولو پوځي اکاډميو تړل کېدل هم اعلان کړل.
د دغه پلان له مخې به په راتلونکي کې د ملي دفاع يو پوهنتون جوړ شي چې د امنيتي ځواکونو روزنه به ورپه غاړه وي. سربېره پر دې بايد د پوځ، هوايي ځواک او سمندري ځواک قوماندانان له دې وروسته د دفاع وزير ته مستقيم راپورونه ورکړي. د ټاکل شويو تغييراتو هدف دا دی چې پوځ مطلق تر ملکي کنترول لاندې راوستل شي.
اردغان دا هم وويل چې کېدای شي د درو مياشتو له پاره اعلان شوی بېړنی حالت اوږد کړل شي. په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو له پاره په پارلمان کې دوه په درې اکثريت ته اړتيا ده. له دې کبله اردوغان د نورو مخالفو ګوندونو مرستې او همکارۍ ته اړ دی.
اردوغان ګولن او د امريکا متحده آيالاتو ته ګوته نيسي
د پوځ يوې برخې تقريبا دوه اوونۍ مخکې په ناکامه توګه هڅه کړې وه چې اردوغان او د هغه حکومت راوپرځوي. اردوغان د امريکا په متحده آيالاتو کې په تبعيد کې ژوند کوونکي واعظ، فتح الله ګولن ته د پړې ګوته نيولې وه. حکومت له هغه وخت راهيسې د ګولن د غورځنګ او د هغوی د تاسيساتو په وړاندې اقدامات پورته کړي دي.
تقريبا ۱۸۷۰۰ انسانان په تېرو دوو اوونيو کې ونيول شول. د اردوغان په خبره په دې ترڅ کې د ۱۰۱۴۰ کسانو په وړاندې د نيولو اوامر شوي دي. ۷۵ کلن ګولن کودتا وغندله او پکې ښکېلتيا يې رد کړه. د شنبې په ورځ اردغان ګولن يوه مهره وبلله چې د بل چا په لاس کې ده. ورسره جوخت يې دې ته هم اشاره وکړه چې لوی قدرتونه د پوځي کودتا تر شا ولاړ دي. د اردوغان دغسې ورته اشارې په عمومي ډول لويديځ او په ځانګړې توګه د امريکا متحده آيالاتو ته متوجه وي. د ګولن په څېر د امريکا متحده آيالاتو هم په پوځي کودتا کې هر نوع ښکېلتيا رد کړې ده.
د ترکيې ناکامه کودتا په انځورونو کي
د ترکيې د يو شمېر پوځيانو له خوا د کودتا هڅه ناکامه شوه. رجب طيب اردوغان د کودتا په وخت په رخصتيو کې وو. د ترکيې ولسمشر د ترکيې له ولسونو وغوښتل چې کوڅو ته په راوتلو سره د کودتاچيانو په وړاندې ودريږي.
انځور: Getty Images/G.Tanپه ترکيه کې کودتا ناکامه وه
کودتا د استانبول په وخت د شپې په نه نيمو بجو پيل شوه.
انځور: Reuters/Stringerد ترکيې پلازمېنه انقره د خونړیو نښتو شاهده وه.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kaynakپه ځينو سيمو کې پوليس له کودتاچيانو سره ونښتل.
انځور: Reuters/K. Gurbuzپه زرګونو خلک د کودتاچيانو په وړاندې
په زرونو خلک د پوځي کودتا په وړاندې له پله واوښتل او استانبول ته ورداخل شول.
انځور: picture-alliance/dpa/E.Ozturkوګړو يو زغرور پوځي محاصره کړی دی.
انځور: Reutersد ترکيې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، د تلويزيوني پيغام له لارې له خلکو وغوښتل چې د کودتاچيانو په وړاندې مقاومت وکړي.
انځور: picture alliance/abaca/AAپوځيانو په دغه شپنۍ کودتا کې اعلان وکړ چې پوځي حکومت يې رامنځ ته کړی دی.
انځور: Reuters/Stringerرجب طیب اردوغان دلته د استانبول په هوايي ډګر کې ليدل کيږي.
انځور: Reuters/H.Aldemirپه ترکيه کې پوځي کودتا په کوڅو کې د عامو خلکو په لاس مات شو.
انځور: Reuters/Aldemirد پوځيانو اعلان د نورو رسنيو تر څنګ د "آرتیآر" خبري راډيو تلويزيون له لارې هم خپور شو.
انځور: picture alliance/ZUMA Press/Saltanatپه سړکونو کې د دولت پلويان
په زرګونو خلکو په کوڅو کې د کودتاوالو پر ضد لاریون وکړ.
انځور: picture alliance/abaca/AAپه هوايي ډګر کې د اردوغان پلويان
اردوغان د خپلې روغتيا ډاډ ورکړ او ويې ويل چې هيڅوک دې اندېښنه ونه لري. له ولسه يې وغوښتل چې د اتاترک هوايي ډګر او کوڅو ته راووځي.
انځور: Reuters/H.Aldemirويل کيږي چې کودتا د منځنۍ رتبې د قوماندانانو له خوا شوې ده. لومړی يې لوی درستيز برمته کړی وو.
انځور: Reuters/T. Berkinد دولت پلويان د کودتاچيانو په وړاندې
د کودتا مخالفينو په دې کې مرسته وکړه چې د پوځي کودتاچیانو اهداف ناکامه پاته شي.
انځور: Reuters/H. Aldemirد اردوغان او جنرال هولوسی آکار تر منځ ليدنه
د اردوغان او جنرال هولوسی آکار تر منځ ليدنه وشوه. آکار د ترکيې لوی درستيز دی چې کودتاچيانو يرغمل کړی وو.
انځور: Reuters/U.Bektasقهرېدلو خلکو پر کودتا پلوو سرتېرو بريد وکړ
انځور: Reuters/M.Sezerد کودتاچيانو پر ټانکونو (شوبلو) يرغل
خلک له کودتاچیانو سره د مقابلې او د ټانک د نيولو پر مهال
انځور: Reuters/M.Sezerد پارلمان پر ودانۍ بمباري
په انقره کې د پارلمان پر ودانۍ بمباري وشوه
انځور: picture-alliance/dpa/B.Uzunپولیسو او خلکو يو ځای له کودتاچي پوځيانو سره مقابله وکړه
انځور: Reuters/K.Aslanکودتا به ورته «ګرانه» تمامه شي
د انادولو د خبري اژانس په حواله اردوغان پوځي کودتا «ستر خيانت» بللی دی او ويلي يې دي چې هغه به کودتاچيانو ته په ډېره جګه بيه تمامه شي.
انځور: Reuters/H. Aldemirد دولت پلويان د پله د پاسه
د دولت پلويان د پله د پاسه د دغې «تاریخي» ورځې په پلمه عکسونه اخلي.
انځور: Reuters/Y.Karahan