1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان د ليرې په بې ارزښته کیدو کې بهرنیان ملامت ګڼي

۱۴۰۰ آذر ۷, یکشنبه

په نړيوالو بازارونو کې د ترکيې د پولي واحد ليرا تر ډېر بې ارزښته کېدو وروسته ولسمشر رجب طيب اردوغان د لاسوهنو له کبله د پلټنو امر کړی دی. ترکۍ لیره د یوې مودې راهیسې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

Türkei Recep Tayyip Erdogan in Eskisehir
انځور: Murat Cetinmuhurdar/Turkish Presidency/AA/picture alliance

اردوغان د هغه تر لاس لاندې د څارنې يوې مرجعې ته امر کړی دی چې د ترکيې د پيسو د بې ارزښته کېدو په هکله څېړنه وکړي. دغه خبر د ترکيې دولتي خبري اژانس انادولو د شنبې په ورځ ورکړی دی. اردوغان ویلي چې پلټونکي دې داسې بنسټونه وپېژني چې په لوی مقدار يې بهرني اسعار پېرودلي وي او په دې هکله هم پلټنه وکړي چې آيا د پولي اسعارو په تجارت کې لاسوهنه شوې ده که څنګه.

د کال د پيل راهيسې د ترکيې ليرا ۴۵ سلنه ارزښت له لاسه ورکړی دی. دغه مخ په ځوړ حرکت په تېرو دوو اونيو کې لا پسې ګړندی شوی دی. د اردوغان تر يوې وينا وروسته چې پکې يې د نوټونو د بانک له خوا ۱۵ سلنې ته د سود له ټيټولو څخه دفاع کړې وه، ليرا د امريکايي ډالر په مقابل يوې رکارډ کچې ته راټيټه شوې وه. يو څه موده په بازارونو کې يو ډالر په ۱۳،۴۵ ليرا پلورل کېده.

په ترکیه کې د کابو شل سلنې انفلاسيون سربېره اردوغان د نوټونو پر بانک د سود کچې د ټيټولو په موخه فشار واردوي. نوموړي ويلي دي چې نه به پرېږدي چې ولس د لوړ سود له کبله ستونزې وګالي. په ترکيه کې هم اقتصادپوهان د سود پر ټيټولو نيوکه کوي او د سود کچې د لوړولو غوښتونکي دي. شرکتونه له اقتصادي زيانونو څخه خبرداری ورکوي چې د ليرا په بې ارزښته کېدو سره واردات قيمته کيږي او انفلاسيون ته هم لمن وهل کيږي. دغه انکشاف په تېره هغه کسان ځپي چې لږ عايد ولري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب