اردوغان د یکشنبې په ورځ وویل چې په ناکامه کودتا کې د ښکیلو کسانو له پاره د اعدام سزا په ورکولو کې به ځنډ را نه شي. هغه زیاته کړې ده چې حکومت به له اپوزیسیون سره د اعدام سزا د یو ځل بیا رامنځ ته کولو په اړه بحث وکړي.
ولسمشر چې د یکشنبې په ورځ یې په ناکامه کودتا کې د یو شمیر وژل شویو کسانو په جنازه کې ګډون کړی وو، دغه څرګندونې د ډیرو کسانو پر وړاندې وکړي. د هغه د وینا پر مهال د خلکو له منځه داسې شعارونه را پورته کیدل: «موږ اعدام غواړو.»
اردوغان د دغو شعارونو په ځواب کې وویل: «موږ ستاسو غوښتنه اوریدلې ده. په دیموکراسۍ کې هر هغه څه چې خلک یې غواړي، لاس ته راوړي. موږ ستاسو پر دې غوښتنه سترګې نه شو پټولی.»
ولسمشر اردوغان زیاته کړه: «موږ به دغه بحث د ډیر وخت له پاره و نه ځنډوو. ځکه هغو کسانو چې په دغه هیواد کې د کودتا هڅه کړې ده باید د خپل کار تاوان ورکړي.»
ترکي ولسمشر روښانه کړې ده چې حکومت به یې له اپوزیسیون سره په تماس کې شي چې د اعدام سزا په اړه یوه ګډ دریځ ته ورسیږي.
په ترکیې کې له ۱۹۸۴ کال راهیسې څوک نه دي اعدام شوي. دغه هیواد په رسمي توګه په ۲۰۰۴ کال کې د اعدام سزا بنده کړه. دا اقدام په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د شاملیدو د هڅو یوه برخه وه.
نور کسان هم نیول شوي دي
د ترکیې اپوزیسیون، چې ډیر وخت د حکومت له خوا پرې سختې نیوکې کیږي، په دغه هیواد کې د دیموکراسۍ د لا پیاوړي کیدو غوښتنه کړې ده. اردوغان له ۱۳ کلونو څخه د ډیرې مودې له پاره په واک کې پاتې شوی دی او ورباندې تور دی چې ورځ تر بلې لا ډیر د زورواکۍ په لور روان دی. خو اردوغان بیا په امریکا متحده ایالاتو کې میشت فتح الله ګولن، باندې تور لګوي چې کودتا یې پر لار اچولې ده. خو ګولن بیا دغه تورونه ردوي.
د یکشنبې په ورځ هم د ترکیې په بیلابیلو سیمو کې نښتې روانې وې. ترکیې د جمعې له شپې راهیسې څه نا څه ۶۰۰۰ کسان د ناکامې کودتا په تړاو نیولې دي. د نیول شویو کسانو په ډله کې ۷۰ جنرالان او بریدمنان شامل دي.
په قونیه کې هم د پوځ او د کودتا د پلویانو تر منځ نښتې شوې دي. یوه ترکي چارواکي ویلي دي: «موږ دا خبره تصدیقولی شو چې د قونیې په هوایي ډګر کې نښتې رامنځ ته شوې دي. نښتې د پوځ او هغو یاغیانو تر منځ دي چې نه غواړي تسلیم شي.»
له بلې خوا یوې دولتي سرچینې ویلي دي چې د استانبول په صبیحه ګوکچن نړیوال هوایي ډګر کې هم د دولتي ځواکونو پر کودتا چیانو د خبرداري فیرونه کړي دي چې مقاومت یې کاوه. ویل شوي دي وروسته بیا دغه ډله تسلیمه شوې ده.
د ترکيې ناکامه کودتا په انځورونو کي
د ترکيې د يو شمېر پوځيانو له خوا د کودتا هڅه ناکامه شوه. رجب طيب اردوغان د کودتا په وخت په رخصتيو کې وو. د ترکيې ولسمشر د ترکيې له ولسونو وغوښتل چې کوڅو ته په راوتلو سره د کودتاچيانو په وړاندې ودريږي. انځور: Getty Images/G.Tan په ترکيه کې کودتا ناکامه وه کودتا د استانبول په وخت د شپې په نه نيمو بجو پيل شوه.
انځور: Reuters/Stringer د ترکيې پلازمېنه انقره د خونړیو نښتو شاهده وه.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kaynak په ځينو سيمو کې پوليس له کودتاچيانو سره ونښتل.
انځور: Reuters/K. Gurbuz په زرګونو خلک د کودتاچيانو په وړاندې په زرونو خلک د پوځي کودتا په وړاندې له پله واوښتل او استانبول ته ورداخل شول.
انځور: picture-alliance/dpa/E.Ozturk وګړو يو زغرور پوځي محاصره کړی دی.
انځور: Reuters د ترکيې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، د تلويزيوني پيغام له لارې له خلکو وغوښتل چې د کودتاچيانو په وړاندې مقاومت وکړي.
انځور: picture alliance/abaca/AA پوځيانو په دغه شپنۍ کودتا کې اعلان وکړ چې پوځي حکومت يې رامنځ ته کړی دی.
انځور: Reuters/Stringer رجب طیب اردوغان دلته د استانبول په هوايي ډګر کې ليدل کيږي.
انځور: Reuters/H.Aldemir په ترکيه کې پوځي کودتا په کوڅو کې د عامو خلکو په لاس مات شو.
انځور: Reuters/Aldemir د پوځيانو اعلان د نورو رسنيو تر څنګ د "آرتیآر" خبري راډيو تلويزيون له لارې هم خپور شو.
انځور: picture alliance/ZUMA Press/Saltanat په سړکونو کې د دولت پلويان په زرګونو خلکو په کوڅو کې د کودتاوالو پر ضد لاریون وکړ.
انځور: picture alliance/abaca/AA په هوايي ډګر کې د اردوغان پلويان اردوغان د خپلې روغتيا ډاډ ورکړ او ويې ويل چې هيڅوک دې اندېښنه ونه لري. له ولسه يې وغوښتل چې د اتاترک هوايي ډګر او کوڅو ته راووځي.
انځور: Reuters/H.Aldemir ويل کيږي چې کودتا د منځنۍ رتبې د قوماندانانو له خوا شوې ده. لومړی يې لوی درستيز برمته کړی وو.
انځور: Reuters/T. Berkin د دولت پلويان د کودتاچيانو په وړاندې د کودتا مخالفينو په دې کې مرسته وکړه چې د پوځي کودتاچیانو اهداف ناکامه پاته شي.
انځور: Reuters/H. Aldemir د اردوغان او جنرال هولوسی آکار تر منځ ليدنه د اردوغان او جنرال هولوسی آکار تر منځ ليدنه وشوه. آکار د ترکيې لوی درستيز دی چې کودتاچيانو يرغمل کړی وو.
انځور: Reuters/U.Bektas قهرېدلو خلکو پر کودتا پلوو سرتېرو بريد وکړ
انځور: Reuters/M.Sezer د کودتاچيانو پر ټانکونو (شوبلو) يرغل خلک له کودتاچیانو سره د مقابلې او د ټانک د نيولو پر مهال
انځور: Reuters/M.Sezer د پارلمان پر ودانۍ بمباري په انقره کې د پارلمان پر ودانۍ بمباري وشوه
انځور: picture-alliance/dpa/B.Uzun پولیسو او خلکو يو ځای له کودتاچي پوځيانو سره مقابله وکړه
انځور: Reuters/K.Aslan کودتا به ورته «ګرانه» تمامه شي د انادولو د خبري اژانس په حواله اردوغان پوځي کودتا «ستر خيانت» بللی دی او ويلي يې دي چې هغه به کودتاچيانو ته په ډېره جګه بيه تمامه شي.
انځور: Reuters/H. Aldemir د دولت پلويان د پله د پاسه د دولت پلويان د پله د پاسه د دغې «تاریخي» ورځې په پلمه عکسونه اخلي.
انځور: Reuters/Y.Karahan