1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د قانون حاکميتاروپا

اردوغان غواړي بیا جمهوري ریاست ته ځان کاندید کړي

۱۴۰۱ آذر ۲۰, یکشنبه

د ترکیې جمهوررئیس، رجب طیب اردوغان عملأ کوښښ کوي، په ۲۰۲۳ کال کي یووار بیا جمهوري ریاست ته ځان کاندید کړي او د کامیابه کیدو په صورت کي د خپلي دورې په اخره کي استعفأ ورکړي.

Erdogang macht Wahlkampf mit Moschee-Attacken von Neuseeland
انځور: Presidential Press Service/dpa/picture alliance

هغه پرون شنبه د ترکیې شمالي ښار، زامزون کي د یوې بیانیې پروخت د راتلونکي کال په انتخاباتو کي د خلکو څخه « د اخري وار دپاره» د ملاتړ غوښتنه وکړه. تر ممکنه انتخابیدو وروسته یې نو بیا په خبره د دې وخت رارسیدلی دی، چي ځوان نسل ته قدرت وسپارل سي.  
خو د ده حکومتي گوند AKP اوسني تر ۸۴ فیصده اضافه سخت انفلاسیون ته په کتو سره تر ډیر فشار لاندي دی.  
۶۸ کلن اردوغان د ۲۰۰۳ م کال راهیسي په قدرت کي دی، لومړی د صدراعظم او د ۲۰۱۴ م کال راهیسي د جمهوررئیس په حیث. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب