1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

اردوغان له پوتین څخه د «یوطرفه اوربند» غوښتنه کړې

۱۴۰۱ دی ۱۵, پنجشنبه

د ترکیې جمهوررئیس، رجب طیب اردوغان د روسیې د جمهوررئیس، ولادیمیر پوتین څخه په اوکراین کي د «یوطرفه اوربند» اعلان غوښتنه کړې ده.

Erdogan und Putin (Archivbild)
انځور: Mikhail Metzel/ITAR-TASS/IMAGO

اردوغان له پوتین سره د تلیفوني خبرو پر وخت همدارنګه ویلي چي «د مسکو او کیف ترمنځ د سولي او مذاکراتو غوښتنه باید د یوطرفه اوربند او یوه عادلانه حل له دیدګاه سره مل وي». خو پوتین بیا د خپله طرفه د اردوغان سره په خبرو کي ويلي چي د اوکراین سره خبرو ته په شرایطو اماده دی او هغه داچي کیف باید د روسیې د نوي قلمرو واقعیت ومني. 

اردوغان غواړي راتلونکې پنجشنبه د اوکراین د جمهوررئیس، ولود یمیر زیلنسکي سره هم په دې هکله خبري وکړي. د ترکیې جمهوررئیس په تیرو وختونو کي هم د مسکو او کیف سره د ښو مناسباتو څخه په استفادې سره د اوکراین په بحران کي منځګړیتوب کړی و.   
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب