1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان په کولن ښار کې د ستر جومات پرانیستنه وکړه

۱۳۹۷ مهر ۷, شنبه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د آلمان په کولن ښار کې په هغو مراسمو کې ګډون وکړ چې د یوه ستر جومات د پرانیستنې له پاره تنظیم شوي وو. اردوغان وویل چې هغه غواړي د آلمان په نورو ښارونو کې ورته جوماتونه وویني.

Deutschland Türkischer Präsident Erdogan in Köln
انځور: Reuters/Handout Presidential Press Office/K. Ozer

اردوغان په درې ورځني سفر په آلمان کې دی. د خپل سفر په لومړیو دوو ورځو کې نوموړي د آلمان له ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر او د دې هیواد له صدراعظمې انګلا میرکل سره ملاقات درلود. اردوغان د خپل سفر په وروستی ورځ د آلمان کولن ښار ته راغی او په دې ښار کې یې تازه رغول شوی یو ستر جومات پرانیست.

انځور: Reuters/W. Rattay

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مراسمو په ترڅ کې وویل چې دغه مرکزي جومات د میلیونونو ترکانو له پاره د ویاړ سرچینه ده. هغه وویل: «هغوی چې دلته راځي، هغوی به په ترهګرۍ کې ښکیل نه وي.» اردوغان همدا راز زیاته کړه چې د جومات د مراسمو له پاره ۱۰ زره کسان دلته راټول شوي دي. دغه جومات د دیتیب سازمان له لوري رغول شوی دی.

«دیتیب» یا په دینې چارو کې د ترکیې – اسلامي ټولنه، په آلمان کې د جوماتونو تر ټولو ستره ټولنه شمیرل کیږي. د کولن د ستر جومات سربیره، په آلمان کې شاوخوا ۹۰۰ جوماتونو د دغې رسمي ټولنې تر چتر لاندې دي او شاوخوا ۸۰۰ زره غړي لري. په آلمان کې پر دغې ټولنې او جومات باندې انتقادونه شوي.

انځور: DW/B. Ünveren

اردوغان د جومات د پرانیستلو د مراسمو پرمهال همدا راز وویل چې په یوه حساس وخت کې چې د آلمان او ترکیې ترمنځ د نظر اختلاف موجود دی، د نوموړي د آلمان سفر ډیر بریالی وو. نوموړي همدا راز وویل چې هغه له خپل دغه سفر څخه د توکم پالنې او نفرت د مخنیوي په برخه کې هم له ځايي چارواکو سره خبرې کړي دي. د اردوغان په خبره نوموړي د خپل دغه سفر په ترڅ کې له یو شمیر سوداګرو سره هم لیدلي او په ترکیه کې یې د ممکنه پانګونې په برخه کې بحثونه کړي.

آلمان ته د اردوغان د رسمي سفر له پاره شدید امنیتي تدابیر نیول شوي. دا په داسې حال کې ده چې اردوغان همدا نن ورځ «د ۲۰۱۸م کال د سپتمبر میاشتې په ۲۹ نیټه» په کولن ښار کې دی او په آلمان کې تر ټولو ستر جومات پرانیزي. د تازه رپوټونو په اساس سلګونه کسان په کولن ښار کې د رجب طیپ اردوغان د راتګ پر ضد راټول شوي دي. تر دې وړاندې د جمعې په شپه زرګونو کسانو د آلمان په پلازمینه برلین کې هم د اردوغان د راتګ پرضد لاریون وکړ.

پر همدې موضوع زموږ له آرشیف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب