اروپااو جرمني ته د سياحت او ويزې اخيستلو په لار کي خنډونه
۱۳۸۸ بهمن ۹, جمعهد طيارې ټکټ ، د 3 وروستيو مياشتود بانکي حساب اسناد ، د بيمې سند ، د پاسپورټ او تذکرې فوټو کاپياني ، د سفر د بيمې سند ، 60 ايرو ، دعوت نامه ، او په اروپاکي يې د دوستانو د کار او معاش سندونه . خو دغه ګرده کفايت نه کوي . دا وايي،
« دوی زما دغه ګرده اسناد ونه منل ، ځکه هميشه به يې يو بل سند غوښتي . زه بايد هميشه هلته ورسم ، او سهار وختي د قونسلګرۍ په مخکي په نوبت کي ودريږم ، تر څو د ملاقات دپاره وخت واخلم . دا ځکه چه قونسلګرۍ په کافي اندازه مامورين نلري . »
فاطمه بايد د قونسلګرۍ مامورينو ته د ډيرو پوښتنو جوابونه ووايي . مثلأ د کار ، فاميلي حالت ، اروپا ته د تلو علت او نور . او بيا نو ورسته بايد انتظار وباسم .
د ويزې پلاس راوړل د ډيرو مراکشانو دپاره د يوې بې عزتۍ په معنی ده . دوی ددوهمي درجې دخلګو احساس کوي ، ځکه چه د اروپايي ټولني اتباع چه غواړي مراکش ته ولاړ سي ، کولای سي رأساً په طياره کښي کښيني ،او ولاړ سي . دوی ويزې ته هم ضرورت نلري .
خو د ويزې ورکولو دغه سخت جريان د غير قانوني مهاجرينو او پناه غوښتونکو د موضوع سره ارتباط لري . ځکه چه اکثره مهاجرين اروپاته د سختو لارو ، مثلأ د لاريانواو کښتيانو د لاري اروپاته نه راځي، بلکه کاملأپه قانوني ډول د يوې ټورسټي ويزې په اخيستلو سره اروپا ته راځي، او هلته پاتيږي .
اروپا په خپل مهاجرتي سياست کښي تمرکز زيادتره د خپلو خارجي سرحدو ساتني ته رااړوي . خو په رباط کښي د اقتصاد پروفيسر مهدي لالو هغه يوه غلطي بولي ، اووايي چه اروپا بايد د مهاجرت د چانس څخه نوره هم ډيره استفاده وکي ،
دی وايي ،
« د کار د قواوو مهاجرت ډير مهم دی ، خاصتأ د اروپا د اتحاديې دپاره . ځکه چه اروپايي جوامع او د کار قواوي زړې سوي دي . دوی د کار ځوانو قواوو ته ضرورت لري ، او ډيرو زياتو ته . »
او ځواني د کار قواوي په مراکش کښي په کافي اندازه وجود لري .
پدې خبره باندي د اروپايي ټولني سياستمداران هم پوهيږي . دوی په وارو وارو سره د موسمي کارګرانو،او يا د مسلکي او فني قواوو دپاره د ويزې پر آسانه کولو باندي خبري کوي . خو د کارګرانو پر مهاجرت باندي موافقه لا تر اوسه په پلان کي نده .
دوګه مارس/
کتونکی : محمد قاسم نوري