1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «پیسو په بدل کي تابیعت» پروگرام د مخنيوي غوښتنه

۱۳۹۷ بهمن ۴, پنجشنبه

د اروپايي ټولني کمېسيون خبرداری ورکړی چي د دغي ټولني ځيني هيوادونه د پيسو په بدل کي ډير ژر وېزه يا حتی خپل تابعيت ورکوي. هغوی پر دغي تگلاري نيوکي کړي او هغه يې «خطرناکه» بللې ده.

Malta Reisepass von Blogger Manuel Delia
انځور: DW/A. de Loore

د نغدو پيسو په بدل کي تابعيت؟ د مالتا حکومت په ښکاره توگه په دې اړه په انترنيت کي اعلانونه کوي: هر هغه څوک چي په دغه هيواد کي جايداد رانيسي او ۱۵۰۰۰۰ يورو د مالتا هیواد په دولتي بهادارو اوراقو کي پانگونه وکړي، کيدای سي په ۲۴۰ ورځو کي د دغه هيواد تبعه وگرځي او پاسپورت تر لاسه کړي.

د دغه پاسپورت د اخيستلو له پاره د دغو شرايطو په پوره کولو سره د هغو هيوادونو، لکه روسيه، اسيا او يا جنوبي امريکا وگړي حتی مجبوره نه دي چي په مالتا کي ژوند وکړي. دا کافي دي چي دوی په پنځو کلونو کي يووار مالتا ته ورسي. د مالتا هيواد د پاسپورت يوه ځانگړتيا دا ده چي د سيلاني په توگه سړی امريکا متحدو ايالاتو ته هم بې ويزې سفر کولای سي.

د اروپايي ټولني کمېسيون اوس تلاښ کوي چي د دغي ټولني د ځينو غړو هيوادونو دغه د «پيسو په بدل کي تابعيت» او دغه راز «د پيسو په بدل کي وېزه» د معاملې پروگرام دقيق و پلټي.

د اروپايي ټولني دوو کميسارانو ويرا اويريوا او ديميتريس اوراموپولوس د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کي ويلي دي چي په دې اړه وړاندي سوي راپور د اندېښنې سبب گرځي. په دغه راپور کي راغلي دي چي درې دولتونه، مالتا، قبرس او بلغاريا په ښکاره توگه خپل تابعيت وړاندي کوي او له ۲۸ غړو هيوادونو څخه ۲۰ ئې په بېلابېله کچه پانگوني په بدل کي دايمي اقامت ورکول وړاندي کوي.

کميساري ويرا اويريوا په بروکسل کي وويل: «دغه هيوادونه نه يوازي خپل تابعيت پلوري، بلکي داسي يو تابعيت پلوري چي هغه د ټولي اروپايي ټولني له پاره دی». هغې ويلي دي چي د اروپايي ټولني کمېسيون ډاډه نه دی چي گويا په حقيقت سره د دغه ډول  دي په ټولو انفرادي مواردو کي د اړينو امنيتي پلټنو لپاره بسنه وکړي .

هغې دغه راز نيوکه کړې ده چي،« دا هم له امکان څخه لیری نه دی په دغو پیسو کې  دی تورې او یا هم هغه پیسې چې مالیه یې ورکړ سوی نه دهو شاملې نه وي، ځکه چي ځيني هغه هيوادونه چي د پيسو په بدل کي پاسپورت يا ويزه خرڅوي، په دې برخه کي د اړينو اسنادو غوښتنه نه کوي. (يعني چي دغه پيسې ياد کس له کومه کړي دي).

اويريوا زياته کړې ده: «د غړو هيوادونو له خوا د تابعيت پلورل قانوني دي، خو موږ نه سو کولای چي همداسي کښېنو او هيڅ ونه کړو».

د غيري دولتي سازمانونو «Transparency international» او «Global Witnes» په مني کي په يوه څېړنه کي اټکل کړی وو چي په تيرو لسو کلونو کي د اروپايي ټولني ځينو غړو هيوادونو نژدې ۱۰۰۰۰۰ طلايي وېزې او ۶۰۰۰ د تابعيت پاسپورتونه د پيسو په بدل کي ورکړ دي. ډيري ويزې په هسپانيا، قبرس، پرتگال او بريتانيا کي ورکړل سوي دي. يوازي قبرس د خپلو پاسپورتونو په پلورلو سره ۴،۸ ميلياردو يورو په لاس راوړي دي.

 

زموږ له ارشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل