1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اروپايي اتحاديه د اوکراين پر بيا رغونه تمرکز کوي

۱۴۰۱ آبان ۲, دوشنبه

د اروپايي اتحادیې د کمېسيون مشره او د آلمان صدراعظم د اوکراين له پاره د «مارشال پلان» د عملي کولو غوښتنه کوي. روسیې بيا په دې منځ کې د «ډرټي يا کثيف بم» د کارولو ويرې ته لمن وهي.

د اوکراين د بیارغونې له پاره د مارشال پلان غوښتنه
د اوکراين د بیارغونې له پاره د مارشال پلان غوښتنهانځور: Operational Command South/AP/dpa/picture alliance

د اروپايي اتحادیې اورزولا فون ډېر لاين او د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د اوکراين د بيارغونې په موخه «د ۲۱مې پيړۍ د مارشال پلان» د عملي کولو غوښتنه کوي. د آلمانۍ «فرانکفورتر الګماينه» ورځپاڼې له پاره په يوه ګډه مقاله کې دواړو ليکلي دي چې «دا د نسلونو دنده چې اوس بايد پېل شي.»

دواړو سياستوالو زياته کړې: «د ويجاړو شويو کورونو، ښوونځيو، سړکونو، پلونو او زېربناو بیرته رغونه او انرژۍ ته لاس رسی هغه څه دي چې باید اوس ورته لاس په کار شو څو دغه هېواد ډېر ژر بيرته په پښو ودريږي.»

د مارشال پلان له لارې امريکا متحده ايالاتو د ۱۹۴۸م او ۱۹۵۲م کالونو ترمنځ د آلمان او اروپا د نورو هېوادونو له بيارغونې سره د ميليارډو ډالرو مرسته کړې وه.

فون ډېر لاين او شولڅ وويل چې په اوږد مهال کې به دا ډېره مهمه وي چې شخصي بسپنه ورکوونکي او شرکتونه د اوکراين په بيارغونه کې پانګونه وکړي. دوی زياته کړه چې په دې برخه کې د اروپايي ټولنې نقش مهم دی ځکه چې اوکراين د اتحادیې غړيتوب ته کانديد دی: «له همدې کبله دا بيارغونه په اروپايي اتحادیې د اوکراين د شامليدو لار هم ده.»

فون ډېر لاين او شولڅ پر دې هم ټینګار وکړ چې: «له اوکراين سره مرسته نه يوازې سمه او اړينه ده بلکې زموږ په خپله ګټه هم ده. ځکه اوکراين يوازې د خپلې خپلواکۍ له پاره نه جنګيږي. بلکې پر اصولو د ولاړ نړيوال نظم دفاع هم کوي چې په ټوله نړۍ د ګډ ژوند او سوکالۍ بنسټ دی.»

پر بريښنايي زيربناوو د روسي حملو ادامه؛ له خیرسون ښاره د ملکيانو د فوري وتلو امر

اولاف شولڅ او د اوکراين لومړی وزير دينېس شميهال نن، دوشنبه په برلين کې پنځم آلمانی - اوکراينی اقتصادي فورم هم افتتاح کوي. دا پر دغه هېواد د روسیې تر يرغل وروسته د خپل ډول لومړۍ دوه اړخیزه غونډه ده.

کارپوهان د اوکراين د «بيارغونې» پر دوسیې کار کوي

د آلمان د اقتصاد له خوا تر جګړې وروسته د اوکراين د بيارغونې پلان لا دمخه چمتو کړل شوی دی. د آلمان د آر ان ډي شبکې په حواله د کارپوهانو يوې پنځوس کسيزې ډلې د وړاندیزونو يوه مفصله دوسيه چمتو کړې ده.

د آلمان د اقتصاد د ختیځ کمېسيون د نوښت مشر ميشايل هارمز وويل: «موږ بايد چټکه مرسته وکړو، د مثال په توګه د زيربنا او يا انرژۍ ته د لاس رسي په برخه کې خو په عين وخت کې د راتلونکی په اړه هم باید فکر وکړو.»

اولاف شولڅ او اوزولا فون ‌ډېر لاين په بروکسل کېانځور: Geert Vanden Wijngaert/AP/dpa/picture alliance

د آر ان دي په حواله د «اوکراين د بيارغونې» په نامه دې دوسيه کې توصیه شوې چې په بيارغونه کې ګډون کوونکي اروپايي هېوادونه او همدا راز اروپايي ټولنه هر يو یې باید د اوکراين له پاره يو لوړ رتبه همغږي کوونکي باید ونوموي.

دغه همغږي کوونکی بايد بيا يوه شورا رامنځته کړي چې د اوکراين له حکومت سره پر اړتياو او د پروژو په اړه معلومات تبادله کړي. 

زيلنسکي: روسیه يو ډېر ناوړه څه ته چمتووالی نيسي

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي يو وار بيا پر نړيواله ټولنه د روسیې له خوا د اوکراين د جګړې د لا پراخولو پر وړاندې د کلک مقاومت غږ کړی دی. زيلنسکي د يوه ويډيويي پېغام له لارې ويلي دي: «کله چې مسکو پر اوکراين د په اصطلاح يوه «کثيف بم» کارولو ته د چمتووالي نيولو تور لګوي «نو دا په دې معنا ده چې روسیې هر څه چمتو کړي دي.»

شټاین مایر له اوکراین سره پر ملاتړ ټینګار وکړ

نوموړي زياته کړې: «زما په آند نړۍ بايد اوس کلک غبرګون وښيي.» زيلنسکي د روسیې د دفاع وزير سرګې شويګو تليفوني تماسونو ته اشاره وکړه چې د ناټو هېوادونو فرانسې بريتانی، ترکيې او متحده ایالاتو له وزيرانو سره یې نيولي دي. زيلنسکي وويل چې شويګو په دې تليفوني اړيکو کې د اوکراين  په راډيو اکتيف موادو د ککړو چاوديدونکو توکو ته انفجار د ورکړې د احتمالي پلانونو څخه خبرداری ورکړی دی.

زيلنسکي د کريملن مشر ولاديمير پوتين ته په اشارې سره وويل: «يوازنی کس چې د اروپا په دې برخه کې اتومي وسلې کارولی شي، همدغه کس دی چې شويګو ته یې د تليفوني تماس د نيولو امر کړی دی.»

نوموړي وويل: «روسيه چې کوم ځای ته ځي هلته ډله ایز قبرونه، د شکنجې زندانونه، ویجاړ شوي ښارونه او کلي، په ماينونو ککړې ساحې او ويجاړې شوې زيربناوې پر شا پريږدي.»

زیلنسکي په خپلو خبرو کې زياته کړې: «خو دغه هېواد هڅه کوي چې د انسانانو نورمال ژوند بيرته ممکن کړي.» هغه وويل: «چېرې چې اوکراين وي هلته به د هيچا ژوند نه ويجاړيږي.»

ب. ص/ ا.و. ا (dpa, afp, rtr)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب