د آلمان د نيدر زاکسن ايالت د اروپايي چارو وزيري، بيرګيت هونه د آلمان پر حکومت ږغ کړی دی چي د پناه غوښتنې او مهاجرت په تړاو د اروپايي اتحاديې په سياست کي د تغير له پاره دي ابتکار وکړي.
اعلان
د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند سياستوالي او د کوز زاکسن ايالت د اروپايي چارو وزيري، بيرګيت هونه د مهاجرت په تړاو د نوي اروپايي سياست پر اړتيا ټينګار کړی دی. هغې دا څرګندونې له مراکش څخه د هسپانيا باندني ټاپو سيوټا ته د يوې ورځي په جريان کي د زرونو مهاجرو د ورتلو وروسته کړي دي.
هغې زياته کړې ده: «سيوټا يو ځل بيا دا روښانه کوي چي د پناه غوښتونکو د ويش په موضوع کي د اروپايي اتحادیې په سياست کي پيوستون څومره مهم دی.»
د جرمني داخله وزارت وايي، چي د سوریایانو د اخراج د منع کیدو لایحه به تمدید نسي. داخله وزير هورست زېهوفر په دې تړاو مخکي هم څرګندونې کړي وې. خو منتقدین دا د پناه غوښتونکو څخه د ساتني بین المللي حقوقو خلاف بولي. د ویچه ویله دلته د دغي مسألې حقوقي اړخونو ته یوه کتنه کړې ده: هغه مقرره چي د ۲۰۱۲ م کال راهیسي په منظم ډول سره تمدیدیږي، په پام کي لري، چي سوریایان خپل هیواد ته د اخراج څخه وساتي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Schutt
په سوريه کي د امنيت نشته والی
په سوریه کي اوس هم جنګ دوام لري. دا په دې معنی ده، چي حتی رد سوي پناه غوښتونکي هم، د مجرمینو په شمول په جرمني کي پاته سي. منتقدین وايي، چي په سوریه کي هیڅ ډول امنیتي شرایط وجود نلري. خو داخله وزیر، هورست زیهوفر د ۱۶ ایالتونو د کورنیو چارو د وزیرانو سره تر یوه ویدیو کنفرانس وروسته اعلان وکړ، چي د جنورۍ میاشتي د اولي څخه به د پناه غوښتني قضیو ته په کتو سره د اخراجیدو په هکله تصمیم نیول کیږي.
انځور: Amer Almohibany/AFP
ولي د اخراجیدو ممانعت لغؤ سو؟
په جرمني کي د هغو پناه غوښتونکي، چي رد سوي، او یا یې جرمونه کړي وي، (دولدونګ) یا د پاته کیدلو مؤقتي ویزه ورکول کیږي. خو ددغو کسانو پرضد همیشه د ښی اړخو افراطیانو لخوا اعتراضونه کیږي او تر ټولو دمخه د مسلمانانو پر ضد. د ۲۰۱۱ م کال راهیسي د سوریې جنګ، چي تر ۳۸۷ زره اضافه انسانان پکښي ووژل او په ملیونو کسان د وطن پریښولو ته مجبوره سول، ددې سبب سو، چي شکمن کسان هم په جرمني کي پاته سي.
انځور: Getty Images/T. Lohnes
مجرمين او ګواښ پېښوونکي
د جرمني په داخله وزارت کي د ساختماني او هیواد ساتني چارو معین، هانس ګیورګ انګلکه پرون جمعه خبریالانو ته وویل:«هغه کسان چي جرمونه کوي او یا تروریسټي اهداف مخته وړي، زموږ دولت او خلګو ته تاوان رسوي او باید د جرمني څخه اخراج سي.» خو د زیهوفر د اظهاراتو پراساس د تقریبأ ۷۷۰ زرو سوریایانو څخه چي په دې وروستیو وختونو کي جرمني ته راغلي دي، فقط تقریبأ ۹۰ کسانو ته یې د خطرناکو کسانو په سترګه کتل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Gentsch
د اخراج څخه انتظارات محدود دي
د کرونا دویروس په سبب د سفر پر محدودیتونو سربیره، سوریې ته په نورو دلایلو هم اخراج ممکن ندی: د نیدرساکسن ایالت داخله وزیر، بوریس پستوریس په دې باب وویل،«په سوریه کي هیڅ داسي مؤسسه وجود نلري، چي موږ د هغه سره ډیپلوماتیک روابط ولرو.»په دې دلیل هغه او سوسیال دموکراټ حزب یې سوریې ته د نه اخراج د قاعدې لغؤ کیدل رد او کوښښ یې وکړ، چي هغه د ۶ نورو میاشتو دپاره تمدید کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler
کوم کسان اخراجیدلای سي؟
د یوه رپوټ پراساس آلمان په ۲۰۱۹ م کال کي۲۲۰۰۰ تنه اخراج کړي دي. البانیا، نایجریا، ګرجستان، روسیه او صربستان د هغو هیوادو د جملې څخه وه، چي په همدغه کال کي یې هر یوه ته زر زر تنه اخراج سول. په همدغه وخت کي تقریبأ ۹۳۰ افغانان او ۸۶۰ عراقیان هم اخراج سوي دي. د رپوټ پر بنأ په ۲۰۱۹ م کال کي د اخراجیدو تقریبأ ۴۰ فیصده موارده د اروپا د اتحادیې نورو هیوادو لکه فرانسې او ایټالیا ته تر سره سوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler
څوک نباید اخراج سي؟
هغه کسان نباید د جرمني څخه اخراج سي، چي په خپلو هیوادونو کي یې د جنګونو، تعقیب او یا ازار په دلیل ژوند ته خطر موجود وي. په دغه صورت کي د هغوی اخراج د اروپا د بشر د حقوقو د کنوانسیون څخه سرغړونه ده. دغه کنوانسیون د هغوکسانو اخراجیدل هم منع کوي، چي په خپلو هیوادونو کي د شکنجې سره مخامخ کیدلای سي.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul
انځورونه1 | 7
بيرګيت هونه له آلمانۍ ورځپاڼي «نوين اوسنابريوکر» سره په خبرو کي ټينګار کړی دی چي د دې اړتيا ويني چي آلمان د پناه غوښتونکو د ويش په تړاو د اروپايي سياست په موضوع کي نوی ابتکار وکړي.
د هغې په وينا اروپايي اتحاديه بايد دا ثابته کړي چي د مشترکو ارزښتونو او پېوستون يوه اتحاديه ده: «د يوه هيواد له خوا په يوازي سر اقدامات اوږدمهاله حل نه دی.»
هغې ويلي: «د مهاجرت د فعال مدريت له پاره د اروپايي اتحاديې د باندنيو پولو خونديتوب او دا څرګندوالی مهم دی چي هلته څه کيږي او څوک اروپا ته راداخليږي.» د هغې په وينا له همدې کبله هغې د اروپايي اتحاديې د پوله ساتونکي آژانس فرونتکس پر ضد د تورونو موضوع په راتلونکي کنفرانس کي د اجندا برخه ګرځولې ده.
په دغه کنفرانس کي چي نن پنجشنبې (۲۰۲۱م کال د می ۲۰) ته پلان سوی دی پکښي د آلمان د ټولو ايالتونو د اروپايي چارو وزيران ګډون کوي. هونه ويلي: «په زياته په زورزياتي سره د مهاجرو بېرته شړلو تورونه بايد وڅېړل سي.»
له څو مياشتو راهيسي پر فرونتکس تور لګول کيږي چي په غيرقانوني توګه له نيمي لاري څخه د مهاجرو په بېرته پر شا شړلو کي لاس لري. د دې تر څنګ د دغه آژانس په وړاندي د اختلاس او اداري فساد ضد اروپايي ادارې اولاف له خوا هم پلټنې ادامه لري.
دغه پلټنې د هغو شکايتونو پر اساس تر سره کيږي چي په فرونتکس کي د ناکافي شفافيت، لابي ايزم او د پرسونال د خراب مديريت د تورونو په هکله دي.
هونه ويلي دي چي اصولا فرونتکس د اروپايي اتحاديې د باندنيو پولو له پاره مهم دی. هغې زياته کړې ده: »له همدې کبله دا مهمه ده چي د فرونتکس ماموريت تقويه کړل سي.» د هغې په وينا خو اروپا بايد په دې هم ډاډه واوسي چي حق او قانون په بشپړه توګه مراعت کيږي.