1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اروپايي اتحاديه له اوکراین سره نوري مرستي کوي

۱۴۰۱ تیر ۲۸, سه‌شنبه

روسيه وايي په ادیسه کې ېې د اوکرايني ځواکونو د مهماتو زیرمې له منځه وړې دي. اوکراین د دونباس په شمال کې د شاوخوا ۴۰ روسي عسکرو د وژلو ادعا کړې او ګاز پروم په اروپا کې مشتریانو ته ويلي چې د ګازو د لیږد ضمانت نه شي کولي.

Ukraine-Konflikt - Treffen der Außenminister
د آرشیف انځور - په بروکسل کې د اروپايي اتحادېې د بهرنیو چارو وزیرانو د ۲۰۲۲ کال د فبروري میاشتې ۲۵مې غونډهانځور: Valeria Mongelli/AP/picture alliance

د روسېې دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ (د جولای ۱۹مه) وويل چې ځواکونو ېې د اوکراین په اودیسه سيمه کې د وسلو او مهماتو زیرمې له منځه وړې دي. دغه وزارت نه دي ويلي چې څو زیرمې يې له منځه وړي خو وايي چې په دغو زیرمو کې هغه وسلې او مهمات ول چې د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي اتحادېې له خوا کیف ته ورکړل شوي وې.

اوکرایني چارواکو د سه شنبې په ورځ وويل چې روسي ځواکونو د اوکراین پر شمالي ښار سومي او سويلي ښار میکولائیف باندې خپلې بمبارۍ جاري ساتلي دي. دوی وايي چې ميکولائيف ښار په خوشه يي بمونو ويشتل شوی چې لږ تر لږه دوه کسان ټپیان شوي دي. د چارواکو په خبره پر سومي سیمه تر۱۵۰ ډيرې ګولۍ او بمونه استعمال شوي دي. چارواکو همدارنګه ويلي دي چې په اودیسه کې توغندیو ۴ کسان ټپيان کړي او کورونه سوځيدلي دي.

اوکراین وايي روسي ځواکونه هڅه کوي تر څو د دونباس په شمال کې د آوديئيفکا ښار پر لور پرمختګ وکړي خو د دوی ځواکونو ېې مخه نیولې ده. اوکراین ادعا کړې چې په سیمه کې ېې د شاوخوا ۴۰ روسي عسکرو په وژلو سره د روسي ځواکونو ګڼي حملې پر شا تمبولي دي.

د اوکراین د پوځ تر ټولو لوړ رتبه قوماندان ويلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د اوږد واټن ویشتونکي توغندویز سیستم سره د «دښمن د قوماندې مهمې نقطې، د مهماتو او د سوند موادو زیرمې په نښه کیدو سره وضعیت تثبیتیږي.»

د اوکراین سومي سیمه - په انځور کې یوه د ډير عمر ښځه او روسي ټانګ ترسترګو کیږيانځور: Roman Pilipey/EPA-EFE

په عین وخت کې د روسېې دفاع وزیر سيرګي شيوګي خپلو جنرالانو ته امر کړی چې د اوکراین د اوږد واټن ویشتونکي توغنديو او توپخانه يي وسلو ويجاوړل اولویت بندي کړي.

رويټرز چې دغه رپوټ ېې ورکړی زیاتوي چې نه دی توانیدلی دغه ادعاوی تصدیق کړي.

ګازپروم ويلي دي د ګاز لیږد ضمانت نشي کولی

د روسېې ګازپروم شرکت په اروپا کې خپلو مشتریانو ته ويلي دي چې دغه شرکت د «بېړني» وضعیت له کبله، نشي کولای اروپا ته د ګازو د لیږد ضمانت وکړي. رويترز دغه خبره د يوه لیک پر اساس چې دغه آژانس لیدلې دی، کړې ده.

د ګاز پروم په دغه لیک کې ويل شوي دي چې د ګازو لیږد چې د جون میاشتې له ۱۴مې پیل شوی، دغه شرکت اړ شوی چې د نااټکل شوو شرایطو پر اساس دغه نوی اعلان وکړي.

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر یوه سلاکار ويلي دي چې د دوی بهرنيو متحدینو ته په کار ده چې د اوکراین مالي ملاتړ ته زور ورکړي، تر څو له روسېې سره د جګړې پر مهال ېې د هیواد له اقتصادي ثبات سره مرسته شوي وي.

د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل ایراني سیال ابراهیم رئیسي سره په تهران کېانځور: Ali Balikci/AA/picture alliance

په ورته وخت کې د اروپايي اتحادېې د بهرنيو چارو وزیرانو له اوکراین سره د پوځي ملاتړ په موخه د ۵۰۰ ميلیونه يورو په ارزښت نوې مرسته باندې توافق کړی دی. په دې سره په اوکراین کې د جګړې له پيل راهیسې، د اروپايي اتحادېې د مرستو کچه دوه نیم ميلیارډ یورو ته رسیږي. 

په پام کې ده چې د روسېې، اوکراین، ترکېې او د ملګرو ملتونو سازمان چارواکي د اوکراین د تورې بحیرې له بندرونو څخه د غله جاتو د صادراتو پر موضوع خپلو خبرو ته ادامه ورکړي. دغه خبره د ترکېې دفاع وزیر، خلوصي آکار، کړې او وېلي دي چې په ډير احتمال سره به دغه خبرې اترې روانه اوونۍ پيل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسې ولسمشر، ولادیمیر پوتین نن سه شنبه د جولای ۱۹مه تهران ته رسيدلی دی. پوتین به په دغه سفر کې له خپل ایراني سیال، ابراهیم رئيسي او ترکي سیال، رجب طيب اردوغان، سره وګوري. د ایران حکومتي تلویزیون ويلي دي چې د درې واړو رهبرانو د ګډې ناستې خبرې به د سورېې د وضعیت پر بهبود متمرکزې وي. دا په اوکراین کې د جګړې له پيل وروسته له روسېې څخه بهر د پوتین دوهم سفر دی چې ترسره کوي یې.

آ/م.ک.ص./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل