1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د طالبانو سره د خبرو اترو څرنګوالی د هغوی په چلند اړه لري»

۱۴۰۰ شهریور ۲۳, سه‌شنبه

د اروپايي اتحاديې د باندنيو چارو مسؤل، جوزپ بورېل ويلي دي چي دغه اتحاديه بايد د طالبانو سره خبري اتري وکړي. خو هغه د خبرو څرنګوالی د طالبانو په چلند پوري مربوط بللی دی.

Russland Treffen Borell - Lawrow
انځور: Russian Foreign Ministry/REUTERS

اروپايي اتحاديې ويلي دي چي بې له دې چي د طالبانو سره خبري وکړي، بله لاره نه لري. دا څرګندونې د دغې اتحاديې لوړ پوړي دپلومات او د باندنيو چارو د پاليسۍ مشر، جوزپ بورېل د سه شنبې په ورځ به شتراسبورګ کي د اروپا پارلمان ته وکړې.

هغه وویل: «موږ بېله دې چي د طالبانو سره خبري اتري وکړو، بل بديل نه لرو.» خو هغه اضافه کړه چي دا چي د طالبانو سره پر کومه سطحه خبري کيږي، دا به د طالبانو په چلند پوري مربوط کار وي.

د بورېل په وينا اروپايي اتحاديه به په دې ترڅ کي د بشري حقونو پر موضوع ټينګار وکړي. د دغه لوړ پوړي اروپايي دپلومات په وينا ښايي د طالبانو سره پر بشري حقونو خبره کولو جنجالي وي، خو په وينا يې دا هغه څه دي چي بايد له طالبانو وغوښتل سي.

يوه ورځ مخکي د آلمان باندنيو چارو وزير، هايکو ماس ويلي ول چي المان به د افغانستان سره بشري مرستي وکړي، خو دا به د طالبانو د په رسميت پېژندلو په معنی نه وي.

آ./ا.ا./ن.ز.