1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

اروپايي اتحاديې د روسيې پر ضد پر نوو تحریمونو توافق وکړ

۱۴۰۱ اسفند ۶, شنبه

اروپايي اتحاديه د روسيې پر ضد د تحریمونو پر لسمې بستې توافق ته ورسېده. اوکراین وايي نوي تحریمونه کافي نه دي.

اروپايي اتحاديې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین د روسيې د پوځي یرغل راوروسته پر مسکو وار په وار خپل تحریمونه ډیر کړل
اروپايي اتحاديې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین د روسيې د پوځي یرغل راوروسته پر مسکو وار په وار خپل تحریمونه ډیر کړلانځور: Zhang Cheng/XinHua/dpa/picture alliance

نوي تحریمونه لا تر اوسه اجرايي شوي نه دي، ځکه چې پر جزئیاتو يې لا د اتحاديې د غړو تر منځ بحثونه ادامه لري. په نوو تحريمونو کې د هغو مالونو د صادراتو سختول شامل دي چې پوځي او غیرپوځي مصرف لري.

د اروپا د کمیسیون مشرې، اورزولا فون ديرلاین، د جمعې په ورځ د استونیا پلازمينه تالین کې وویل: «روسیه د نړۍ یو منزوي اقتصاد ته د ورګرځېدو په حال کې ده. زموږ تحریمونه د روسيې اقتصادي بنسټ او د اقتصاد د عصري کولو راتلونکې په شدت سره محدودوي.»

په دې ارتباط نور:چين د روسيې او اوکراين ترمنځ اوربند او د سولې خبرې وغوښتې

هغې زیاته کړه چې اروپايي اتحاديه به پر روسيه او هغو کسانو چې د جګړې په ډګر کې له روسيې څخه ملاتړ کوي، خپلو فشارونو ته ادامه ورکړي.

فون دیرلاین وويل چې نوي تحریمونه چې کابو د څه باندې ۱۱ میليارډ یورو په ارزښت دي، د مبادلاتو په برخه کې دي چې برقي سامان، برقي موتورونه او د لاريو د پرزو په څير اقلام په بر کې نیسي.

په دې ارتباط نور:ملګرو ملتونو له اوکراین څخه د روسیې د وتلو غوښتنه وکړه

اروپايي اتحاديې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین د روسيې د پوځي یرغل راوروسته پر مسکو وار په وار خپل تحریمونه ډیر کړل.  

د اوکراین د اقتصاد وزيرې جولیا سویردنکو، بروکسل ته د خپل سفر پر مهال پر روسيې د اروپايي اتحاديې نوي تحریمونه وارزول خو هغه يې کافي ونه ګڼل. هغې ټینګار وکړ چې د روسيې پر اټومي، مالي او د الماسو د وارداتو پر برخو دې لا ډير تحریمونه ولګول شي.

دویچه ويله ف/م.ک.ص./م.ن.ص.

د اوکراین جګړې په تړاو له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل