اروپايي اتحادیه اوکراین ته ۹۰ میلیارده یورو پور ورکوي
۱۴۰۴ آذر ۲۸, جمعه
د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو مشران اوکراین ته د راتلونکو مالي امکاناتو د برابرولو پر سر توافق ته ورسیدل.
د آلمان صدراعظم فریدریش مېرڅ، په بروکسل کې د غړو هېوادونو تر غونډې وروسته وویل چې اوکراین به له اروپايي اتحادیې څخه لږ تر لږه یو، ۹۰ میليارډ یورويي پور ترلاسه کړي.
مېرڅ وویل چې دغه پیسې د اوکراین د پوځي او بودیجوي اړتیاو د برابرولو له پاره د دوو کلونو له پاره کافي دي.
هغه زیاته کړه: «موږ به د روسیې شتمنۍ تر هغه وخت پورې چې اوکراین ته یې اوښتي زیانونه نه وي جبران کړي، کنګل وساتو.»
د آلمان صدراعظم ټينګار وکړ: «موږ دغه حق د نړېوالو حقوقو پر اساس په بشپړه توګه د خپل ځان له پاره محفوظ ساتو. که چېرته روسیه هېڅ زیان جبران نه کړي، په هغه صورت کې به ېې له شتمنۍ څخه [اوکراین ته] د بیا ورکړې له پاره استفاده وشي.»
د مېرڅ په خبره، د دغه مالي امکاناتو جوړښت بدل شوی او د روسيې له دولتي شتمنیو څخه د نېغ په نېغه اخېستلو موضوع د بروکسل په شپږ ساعته پېچلو مذاکراتو کې تشخیص شوه. له دې ټولو سره سره دغه هدف چې روسیه باید د دغې جګړې لګښت پرې کړي، ثابت شوی دی.
د بلجیم اندېښنه
په اروپايي اتحادیه کې له مودو راهیسې پر دغه موضوع بحثونه تبادله شوي چې د روسیې له شتمنۍ څخه چې د دغې اتحادیې په غړو هېوادونو کې بندې دي، له اوکراین سره د مرستې له پاره استفاده وشي.
بلجیم په وروستیو کې په دې هکله یو لړ اندېښنې مطرح کړې، هغه په دې دلیل چې د روسیې د شاوخوا ۲۱۰ میلیارډه یورو شتمنۍ یوه لویه برخه په هغو مالي موسساتو کې ساتل کيږي، چې په بلجیم کې دي.
د هنګري په څېر ځينو هېوادونو بیا په بشپړه توګه له دغې شتمنۍ څخه استفادې کولو سره مخالفت کړی دی.
د روسیې شاوخوا ۲۵ میلیارده شتمني همدارنګه په فرانسې، بلجیم، آلمان، قبرس، سویډن او لوکزامبورګ کې مستقرو بانکونو کې دي.
د بلجیم صدراعظم بارت دي ویور، له دې کبله چې ممکن هېواد یې د روسیې له غچ سره مخ شي اندېښنه وښوده او د مسکو د غچ اخیستونکو اقداماتو پر وړاندې ېې د محافظت او د متقابلو اقداماتو غوښتونکی شو.
همدارنګه د اروپا د شورا مشر آنتونیو کوستا، هم ویلي وو: «شفاهي ژمنې کافي نه دي. ژمنې باید په مکتوبي او الزامي شکل ثبت شي.»
د ایټالیا صدارعظمې جورجیا میلوني، بیا خبرداری ورکړی و چې د روسیې له کنګل شوې شتمنۍ څخه استفاده ممکن حقوقي خطرونه له ځانه سره ولري.
د پولنډ صدراعظم، دونالد توسک، هم ویلي و چې اروپايي اتحادیه په حاضر وخت کې له یو ساده انتخاب سره مخ ده: «یا نن باید لګښتونه پرې شي او یا باید سبا له وېنې تویدو سره مخ شۍ.» هغه ټينګار وکړ چې موخه ېې یوازې اوکراین نه بلکې ټوله اروپا ده.