1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

اروپايي اتحادیې له روسیې سره د ویزې تړون ځنډولی دی

۱۴۰۱ شهریور ۱۰, پنجشنبه

د اروپايي اتحادیې يوه ديپلومات ويلي دي چې د غړيو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران د اوکراين د جګړې پر سر له روسيې سره د ویزې د آسانتيا تړون پر ځنډولو سره سلا شوي دي. د ويزې دا تړون په ۲۰۰۷م کال کې رامنځته شوی وو.

EU setzt Visa-Erleichterungen für Russland aus
انځور: Peter Kovalev/TASS/dpa/picture alliance

د اروپايي تولنې د بهرنيو چارو وزيرانو له خوا د روسیې سره د ويزې په برخه کې د آسانتيا تړون د ځنډولو اعلان د اروپايي اتحاديې يوه ديپلومات جوسپ بورېل، د چهار شنبې په ورځ وکړ.

بورېل په پراګ کې د اروپايي اتحادیې د بهرنيو چارو وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې وويل: «د اروپايي اتحادیې د غړيو هيوادونو له خوا به د نويو ويزو په شمير کې د پام وړ کمښت رامنځته شي. د ویزې ترلاسه کول به لا ډېر ستونزمن شي او اجرا به یې ډېر وخت ته اړتيا ولري.»

نوموړي همدا راز وويل چې د جولای مياشتې له نيمايي راهيسې له روسیې څخه ګاونډيو هيوادونو ته هم د سرحدونو له لارې د اوښتونکو په شمير کې د پام وړ ډېروالی ليدل شوی دی.

بورېل همدا راز وويل: «دا مسئله د ګاونډيو هيوادونو له پاره په يوه امنيتي خطر اوښتې ده.»

اروپايي اتحاديه پر روسي تېلو جزوي بنديز لگوي

نوموړي همدا راز وويل چې موږ وليدل چې په دې وروستيو کې ډېر روسان د تفريح او خريدارۍ له پاره سفرونه کوي، داسې لکه په اوکراين کې چې هيڅ جګړه نه وي.

د اروپايي اتحادیې دا پريکړه په ځانګړي توګه د هغو غړيو هيوادونو له ملاتړ سره مخ شوې چې له روسیې سره ګډه پوله لري. د استونيا د بهرنيو چارو وزير اورماس رايسالو خبريالانو ته وويل: «موږ باید په سملاسي توګه د پوتين رژيم ته [د خپلې کړنې] قيمت لوړ کړو. د وخت ضايع کول د اوکراينانو د وینې په بهيدو تماميږي.»

نوموړي زياته کړه: «دا يو څه وخت نيسي خو زما په نظر [اروپايي ټولنې ته] د داخليدونکو روسي اتباعو شمير ته په کتو سره یې د وخت سنجول هم مهم دي.»

د فلند د بهرنيو چارو وزير پيکا هاويستو وويل: «دا مهمه ده چې موږ وښيو چې په عين وخت چې د اوکراين وګړي له جګړې کړيږي، سياحت په نورماله بڼه لکه د نورو وختونو دوام نه شي پيدا کولی.»

د ويزې پروسه به څرنګه تغير وکړي؟

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر وويل چې دا ګام روسي عريضه کوونکو ته د «خريدارۍ د ویزې» د مخنيوي په موخه طراحي شوي دی چې د هغو غړيو هيوادونو له لارې چې مقررات یې ډېر سخت نه دي، په آسانه اروپايي ټولنې ته د داخليدو موخه لري.

د اروپايي ټولنې کمېسيون د لارښود پر اساس به د دې ګام له لارې د اروپايي ټولنې د ویزې پروسه نوره هم پيچلې، ګران بيه او لا بيوروکراتيکه شي. همدا راز به د ویزې تصويب ته د انتظار موده هم اوږده شي.

امریکا اواروپايي ټولني په روسیه کي ډله ایزه نیونه غندلې ده

خو محصلين، ژورناليستان او هغه کسان چې په روسيه کې د خپل خونديتوب په اړه اندېښنه لري، د اروپايي ټولنې د ویزې ترلاسه کولو جوګه به وي. دا ګام به پر هغو تقريباً ۱۲ میليونه ویزو چې لا دمخه روسي اتباعو ته ورکړل شوي دي، هیڅ سملاسي اغیزه ونه لري، خو د اروپايي اتحادیې چارواکي په دې اړه غور کوي چې د هغوی د لغوه کولو له پاره څه کيدلای شي.

د ویزې تړون د آسانتيا د لغوه کولو دا ګام د اروپايي اتحادیې د هغو هيوادونو له خوا تر فشارونو څو اوونۍ وروسته پورته شوی چې له روسیې سره پوله لري، لکه فنلند او استونيا او غوښتل يې چې د هغو روسي سفر کوونکو په اړه ګام پورته شي چې د ځينو غړيو هيوادونو له خوا په ورکړل شويو شينګن ویزو اروپايي اتحادیې ته داخليږي.

د ديپلوماتانو په حواله د اروپايي اتحادیې وزيرانو ونه شوای کولی په سملاسي توګه د روسیې له پاره د سفر ویزې پر يوه عمومي بندیز سره سلا شي، ځکه چې غړي هيوادونه پر دې مسئله سره ويشلي دي.

خو د فنلند د بهرنيو چارو وزير هاويستو وويل چې پر اوکراين د روسیې د حملې له کبله پر روسانو د سفر دا محدوديت که چېرې د غړيو هيوادونو له خوا عملي شي، پر سم لوري يو ګام دی.

څومره روسي اتباع اروپايي ټولنې ته سفر کوي؟

د اروپايي ټولنې د پولو او ساحلونو د ساتنې آژانس فرونتکس، په حواله شپږ مياشتې مخکې په اوکراين کې د جګړې له پيل راهيسې کابو يو ميليون روسي پاسپورت لرونکي مسافرین اروپايي ټولنې ته راغلي دي. د دې مسافرينو لویې برخې فنلند (۳۳۳ زره) استونيا (۲۳۴ زره) او لتوانيا ته (۱۳۲ زره) کسانو سفر کړی دی.

ګاونډيو هيوادونو ته د ځمکې له لارې د ډېرو سفرونو علت د روسیې او د اروپايي اتحادیې ترمنځ د جګړې له پېل راهېسې د مستقيمو پروازونو نه شتون دی. د دې په نتيجه کې د فرانسې او آلمان په شان هيوادونو ته [د روسانو] رسېدل نور هم ستونزمن شوي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, dpa, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: