اروپايي محکمه: سویس عیسوي شوی افغان نه شي اخراجولی
۱۳۹۸ آبان ۱۴, سهشنبهدغې شتراسبورګ میشتې محکمې ویلي دي چې د افغانستان په اکثریت مسلمان میشته هیواد کې هغو کسانو ته ګواښ متوجه دی چې خپل دین یې عیسویت ته اړولی وي. د محکمې په حواله دغه ګواښ د حکومت او نورو ډلو له خوا رامنځ ته کیږي.
دغه افغان چې په اصل کې د افغانستان له غزني ولایت سره تړاو لري په ۲۰۱۲ کال کې سویس ته ورسید او هلته یې د پناه غوښتنه وکړه. هغه ویلي وو چې تر هغه وروسته یې له خپل هیواد څخه د تیښتې پریکړه وکړه چې ورباندې عیسویت ته د اوښتو او د انجیل د ویشلو شک وشو.
تر دې مخکې د سویس فدرالې ادارې محکمې بیا د دې هیواد د مهاجرت ادارې له هغې پریکړې سره موافقه کړې وه چې د دې افغان ادعاوې د اعتماد وړ نه دي خو دا یې په پام کې نیولې وه چې ښايي هغه په رښتیا سویس ته تر رسیدو وروسته عیسویت ته مخه کړې وي.
د سویسي چارواکو د پریکړې پر اساس که څه هم هغه غزني ته نه شوای استول کیدای خو کیدای شوای چې پلازمینه کابل ته اخراج شي چیرې چې یې خپلوان اوسیدل. د سویسي چارواکو په حواله د دې افغان پناه غوښتونکي خپلوان پر دې خبر نه وو چې هغه خپل دین عیسویت ته اړولی دی.
خو د اروپا د بشري حقونو محکمې بیا استدلال کړی دی چې د سویس محکمې دا خبره په پام کې نه ده نیولي چې دغه کس به څرنګه په کابل کې د خپل دین له مخې عبادت وکړي پرته له دې چې له ګواښ سره مخامخ شي.