1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي مشران د کډوالۍ او امنيت په اړه بحث کوي

۱۳۹۷ مهر ۲۶, پنجشنبه

د اروپايي ټولنې مشران د کډوالۍ، داخلي امنيت او اصلاحاتو په اړه د خبرو له پاره سره راټول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په راتلونکي کال کې به د اروپا پارلماني انتخابات هم تر سره کيږي.

Belgien | EU-Gipfel mit Beratungen zum Brexit
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. van de Wouw

د کډوالۍ موضوع له دې کبله اهميت لري ځکه چې عوام پال ګوندونه ښايي دغې موضوع ته د می په مياشت کي د اروپا په سطح تر پارلماني انتخاباتو د مخه لمن ووهي. دغسې ګوندونه د اروپايي اتحاديې موجوديت ته هم د شک په سترګه ګوري. د اروپايي ټولنې د هېوادونو مشران اکثراً په دې کې پاته راغلي دي څو د اروپايي اتحاديې د پناه په سيستم کې پر اصلاحاتو باندې موافقه وکړي. هغوی اوس هڅه کوي چې له شمالي افريقا څخه مرسته وغواړي، د دې له پاره چې د نورو کډوالو د راتګ مخه ونيول شي. په دغه برخه کې له کړکېچ ځپلې ليبيا سره د داوطلبه ستنېدنې او د ليبيا د ساحلي ځواکونو د روزنې په سر د همکارۍ غځول هم مطرح دي. په دې ترڅ کې د اتريش صدراعظم، سبستيان کورڅ، چې هېواد يې دا مهال د اروپايي ټولنې مشري په غاړه لري، ښايي بيا اقدام وکړي څو په اروپا کې د کډوالو د وېشلو په سر ناکامه طرحه له سره مطرح او د حل يوه لاره ورته پيدا شي. کورڅ به ښايي د «ضروري پيوستون» په نوم د يوې طرحې وړانديز وکړي. مقصد يې دا دی چې هغه هېوادونه چې د کډوالو منل ردوي بايد په نورو برخو کې مسئوليت واخلي. دغه خبره کورڅ د چهارشبنې په ورځ په بروکسل کې وکړه. 

په انتخاباتو کې له لاسوهنو او مالي کړکېچونو څخه اندېښنه

د اروپايي ټولنې مشران د اروپا دانتخاباتو په درشل کې امنيتي ګواښونو ته هم اندېښمن دي. هغوی په تېره د روسيې او نورو هېوادونو د لاسوهنو امکان ته هم د تشويش په سترګه ګوري. د پنجشنبې په ورځ به د اروپايي هېوادونو مشران د بېلابېلو تدابيره په اړه سره وغږيږي چې په انترنېټ کې د غلطو معلوماتو د خپرولو په وړاندې مبارزه وکړي. دغه مشران به سربېره پر دې د اصلاحاتو په هکله هم سره وغږيږي څو د اروپايي ساحې يا يورو زون ۱۹ غړي هېوادونه د مالي کړکېچونو په وړاندې مقاوم کړل شي. د جون په مياشت کې يې د دغه راز اقتصادي تدابيرو په هکله موافقه هم کړې وه. د اروپايي مشرانو دغه غونډه لا تر اوسه پورې دوام لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل