اروپايي ټولنه افغان پوليسو ته روزنيز مرکزونه جوړوي
۱۳۹۰ مهر ۲۷, چهارشنبهد کورنيو چا رو وزارت مرستيال جنرال يارمند د وينا له مخي، افغان پوليس مسلکي او اوږد مهالو روزنو ته اړتيا لري چي په دغه لار کي د مرستو د را ټولولو چاري لا وختي له اروپايي ټولني او د امريکا له متحده اياللتونو پيل سوي دي.
ويل کيږي چي له دغو پينځلس ميليونه يورو څخه به په اوو ميليونو په کابل کي د پوليسو د روزني سمبال مرکز جوړ سي او په څلورو ميليونو نور به يي په باميانو کي د ښځينه پوليسو له پاره د يو روزنيز مرکز تر څنګ په پاتي درې ميليونو په کابل کي د پوليس ځواک د وړتياوو د لوړولو برنامه په لاره واچول سي.
په کابل کي د پوليسو د اکاډمۍ او په باميانو کي د ملي پوليسو د روزنيز مرکزچاري به د ۲۰۱۲کال په جون مياشت کي بشپړيږي.
د کورنيو چارو وزارت معين جنرال ميرزا محمد يارمند وايي، چي دا به د پوليسو د مسکلي توب له پاره ډير ښه ګام وي.
اروپايي ټولنه د افغان پوليسو په روزنه کي ډيره ونډه لري او د طالبانو د واکمنۍ تر ړنگېدو وروسته يي په دغه برخه کي په سلګونو ميليونه ډالر لګوي دي.
کابل ته د اروپايي ټولني د راغلي پلاوي مشر ويګاداس اوشاکس د دغو مرکزونو د تړونونو د لاسليکولو پر مهال وويل، چي د دغه رونيز پروګرام اساسي موخه د افغانستان د ملي پوليسو د ملکي برخي وده او د افغانستان د قانون له واکمنۍ څخه ملاتړ دی.
« د افغانستان د دولت سره زموږ مرستي ددې له پاره دي، چي دا حکومت پر پښو ودريږي او د دې کار له پاره د پوليسو روزنه ډيره مهمه ده. يو روزل سوی پوليس ځواک چي د بشر او نړيوالو حقونو او آزادۍ حق له پاره درناوي ولري، د يو خپلواک او په ځان بسيا هيواد خورا مهمه برخه جوړوي».
د دې له پاره چي د هيواد په کچه ټول پوليس مسلکي روزنه وويني، اروپايي ټولني د دغي موخي د ترلاسه کولو له پاره تر ۲۰۱۳کال پوري د ۶۰۰مليونه يورو مرستي ژمنه کړې ده.
دغه پيسي به د افغان پوليس ځواک د روزني، کاري وړتيا د لوړولو او د هغوی د ښه مشرتوب په برخه کي ولګول سي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل