1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه د ترکیې پر ضد بندیزونو ته تیاری نیسي

۱۳۹۹ شهریور ۲۰, پنجشنبه

په نظر کې ده چي د اروپايي ټولني تر بلې سرمشریزي پوري به د ترکیې پر ضد د بندیزونو یو لیست اماده سي. ټولنه غواړي ترکیه دې ته مجبوره کړي، چي د یونان او قبرس سره د ګازو له شخړي څخه تیر سي. خو ایا دا به امکان ولري؟

Türkei Erdgas Schwarzes Meer Bohrschiff Fatih
انځور: Reuters/Presidential Press Office

اروپايي ټولنه په اوس وخت کي د ترکیې پر ضد د یوه داسي ممکنه لیست پر تهیه کیدو باندي کار کوي، د کوم پر اساس چي انقره د مدیترانې په شرقي برخه کي د ګازو شخړه ایز راایستل یوازي پر خپلو ازادو اوبو باندي محدود کړي. د اروپايي ټولني غړي هیوادونه، یونان او قبرس د ترکیې له طرفه د تهدیدیدو احساس لري. د همدا جولای میاشت په نیمايي کي لا دغو دواړو دولتو وکولای سول، چي اروپايي ټولنه د ترکیې پر ضد تعزیراتو ته تشویق کړي. خو د دوی ترمنځ شخړه لا حل نه او اوس هم دوام لري.

وخت پر وخت نظامي تطبیقات هم تر سره کیږي او حتی د جنګ د رامنځته کیدو دلایل ویل کیږي. د اروپايي ټولني خارجه وزیرانو په خپله تیره جلسه کي دا لازمه بللې وه، چي د تعزیراتو یو مشخص ليست د اګست میاشتي تر پایه پوري جوړ سي. خو لکه څنګه چي د اروپايي ټولني د خارجي مسایلو استازي، جوزیف بوریل وویل، «د تعزیراتو په باب د اروپايي ټولني دولتي او حکومتي مشران کولای سي د سپټمبر پر ۲۴ د خپلي سرمشریزي پرمهال تصمیم ونیسي.»

ترکیې او يونان دواړو په دې وروستيو کې په مديترانه کې پوځي تمرينونه وکړلانځور: picture-alliance/dpa/Griechisches Verteidigungsministerium

یونان او قبرس فشار واردوي

اروپايي ټولنه غواړي پردې سربیره د احتیاط څخه کار واخلي. خو جوزیف بوریل ته دا وظیفه هم سپارل سوې، چي په عین حال کي د ترکیې سره هم د ګازو په شخړه کي د تشنج د له منځه وړو له پاره کار وکړي. دا هم په داسي حال کي ده، چي د اروپايي ټولني د شورا اوسنۍ مشرتابه کوښښ وکړ، چي د ترکیې، یونان او قبرس ترمنځ وساطت وکړي، خو تر اوسه پوري بیله کوم بریالیتوب څخه.

یونان او قبرس پر اروپايي ټولني باندي فشار واردوي او وايي ، چي که د ترکیې پر ضد په عین وخت کي تعزیرات وضع نه سي، نو به د سپيني روسیې پر ضد تعزیراتو ته هم رایه ورنکړي، کوم چي وختي لافیصله سوي دي. په اروپايي ټولنه کي د یوه هیواد پر ضد تعزیرات وضع کیدل د رایو په اتفاق سره تر سره کيږي. معنی دا چي هرغړی هیواد کولای سي، هغه تحریم کړی. ځکه نو دا په اوس وخت کي د امکان څخه لیري ښکاري، چي د اروپايي ټولني ټوله غړي هیوادونه دي د ترکیې پر ضد د رایو په اتفاق سره تعزیرات وضع او په دې مسئله کي سره متحد سي.